۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضیانو کتاب

دیارلسم فصل

د شمشون زېږېدنه

۱ اسراییلیانو یوځل بیا د څښتن په وړاندې ګناه وکړه. نو څښتن فلسطینیان پرېښودل چې څلوېښت کاله په هغوی باندې حکومت وکړي.

۲ په هغه وخت کې د زرعه په ښارګوټي کې یو سړی اوسېده چې نوم یې مانوح ؤ او د دان د قبیلې څخه ؤ. د هغه ښځه شنډه وه او اولاد یې نه درلود. ۳ یوه ورځ د څښتن فرښته هغې ښځې ته ښکاره شوه او ورته ویې ویل: «ته شنډه او بې اولاده یې. خو زر به امیدواره شې او زوی به وزېږوې. ۴ پام کوه چې هېڅ شراب ونه څښې او حرام شیان ونه خورې. ۵ کله چې ستا زوی وشو، نو هېڅکله باید د هغه ویښتان ونه خرایې، ځکه چې هغه به د زېږېدلو د ورځې څخه د نذر په توګه خدای ته وقف شي. هغه به اسراییل د فلسطینیانو څخه وژغوري.» ۶ بیا هغه ښځه خپل مېړه ته ورغله او ورته ویې ویل: «ماته د خدای یو نبي راغی. هغه د خدای د فرښتې په شان ښکاره کېده او ډېر هیبتناک ؤ. ما د هغه څخه دا پوښتنه ونه کړه چې ته د کوم ځای څخه راغلی یې او هغه هم ماته خپل نوم ونه ښوده. ۷ خو هغه راته وویل چې ته به امیدواره شې او یو زوی به وزېږوې. شراب به نه څښې او حرام شیان به نه خورې، ځکه چې دا هلک به د زېږېدلو د وخت څخه نیولې د مرګ تر ورځې پورې د نذر په توګه څښتن ته وقف وي.»

۸ بیا مانوح څښتن ته دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، زه تاته سوال کوم، هغه نبي چې تا رالېږلی ؤ هغه پرېږده چې یوځل بیا راشي او مونږ ته وښایي چې کله هغه هلک پیدا شي د هغه روزنه څنګه وکړو.» ۹ خدای د مانوح غوښتنه قبوله کړه او په داسې حال کې چې هغه ښځه په پټي کې ناسته وه، فرښته بېرته هغې ته راغله. په هغه وخت کې د هغې مېړه مانوح د هغې سره نه ؤ. ۱۰ نو هغه په منډه خپل مېړه ته ورغله او ویې ویل: «هغه سړی چې هغه ورځ ماته ښکاره شوی ؤ، هغه بیا راغلی دی.» ۱۱ مانوح د خپلې ښځې سره روان شو او هغه سړي ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته هغه سړی یې چې زما د ښځې سره دې خبرې کړې وې؟» هغه په ځواب کې وویل: «هو.» ۱۲ بیا مانوح وویل: «کله چې ستا خبرې رښتیا شي، هغه هلک باید څه وکړي؟ هغه باید څه ډول ژوند وکړي؟» ۱۳ د څښتن فرښتې په ځواب کې وویل: «ستا ښځه باید زما په ټولو خبرو باندې عمل وکړي. ۱۴ هر شی چې د انګورو څخه جوړیږي هغه باید ونه خوري. هغه دې نه شراب څښي او نه دې حرام شیان خوري. هرڅه چې مې ورته ویلي دي په هغو باندې دې عمل وکړي.»

۱۵‏-۱۶ مانوح په دې نه پوهېده چې هغه د څښتن فرښته وه. نو هغې ته یې وویل: «مهرباني وکړه تر هغه وخته پورې دلته پاتې شه، ترڅو مونږ تاته یو سېرلی تیار کړو.» خو فرښتې په ځواب کې وویل: «که زه پاتې هم شم، ستا ډوډۍ به ونه خورم. خو که چېرې ته غواړې هغه تیاره کړې، نو هغه د یوې نذرانې په توګه څښتن ته وسوځوه.» ۱۷ مانوح وویل: «ستا نوم څه دی؟ کله چې ستا خبرې رښتیا شي، نو بیا به مونږ ستا عزت کوو.» ۱۸ فرښتې پوښتنه وکړه: «ته ولې غواړې چې زما نوم وپېژنې؟ ځکه چې زما د نوم په معنی باندې پوهېدل د انسان د قدرت څخه وتلی کار دی.» ۱۹ نو مانوح یو سېرلی او یو څه غلې دانې واخیستلې او په یو ګټ باندې یې څښتن ته وړاندې کړل. څښتن د مانوح او د هغه د ښځې د سترګو په وړاندې داسې عجیبه کار وکړ. ۲۰‏-۲۱ څنګه چې د اور لمبه د قربانۍ د ځای څخه د اسمان خواته پورته شوه، نو مانوح او د هغه ښځې ولیدل چې د څښتن فرښته هم په هغې لمبې کې اسمان ته پورته شوه. نو بیا مانوح پوه شو چې هغه سړی د څښتن فرښته وه او مانوح او د هغه ښځه په سجده شول. هغوی بیا هېڅکله هغه فرښته ونه لیدله.

۲۲ مانوح خپلې ښځې ته وویل: «مونږ به په رښتیا سره مړه شو، ځکه چې خدای مو لیدلی دی!» ۲۳ خو د هغه ښځې په ځواب کې وویل: «که چېرې څښتن زمونږ د وژلو نیت درلودلی، نو هغه به زمونږ نذرانې قبولې کړې نه وای او نه به یې مونږ ته دا ټول شیان ښودلي وای او نه به یې مونږ ته په دې وخت کې دا خبرې کړې وای.» ۲۴ نو هغې ښځې یو هلک وزېږاوه او په هغه باندې یې شمشون نوم کېښود. هغه لوی شو او څښتن هغه ته برکت ورکړ. ۲۵ او هغه وخت چې شمشون د زرعه او اشتاول ترمنځ د دان په کمپ کې ؤ، د څښتن روح د هغه په قوي کولو پیل وکړ.