چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ یوه ورځ شمشون تمنې ته لاړ او هلته یې یوه فلسطینۍ انجلۍ ولیدله. ۲ کله چې هغه بېرته کور ته راستون شو، نو خپل مور او پلار ته یې وویل: «ما په تمنه کې یوه فلسطینۍ انجلۍ ولیدله. هغه ماته وکړئ، زه غواړم چې د هغې سره واده وکړم.» ۳ خو مور او پلار یې ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا ستا د قوم او خپلوانو په منځ کې انجلۍ نشته چې ته غواړې په هغو ناسنته فلسطینیانو کې ښځه وکړې؟» خو شمشون خپل پلار ته وویل: «همدا انجلۍ راته وکړئ. هغه زما خوښه ده.»
۴ د هغه مور او پلار نه پوهېدل چې دا کار د څښتن له خوا ؤ، ځکه چې څښتن یوه موقع کتله چې د فلسطینیانو په وړاندې کوم عمل وکړي. په هغه وخت کې فلسطینیانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه.
۵ نو شمشون د خپل مور او پلار سره تمنې ته روان شو. کله چې هغه د تمنې د انګورو د باغونو څخه تېرېده، نو یو ځوان زمری راغی او په شمشون باندې وغورېده. ۶ ناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه په تشو لاسونو زمری دوه ټوټې کړ لکه یو سېرلی چې دوه ټوټې شي. خو هغه خپل مور او پلار ته په دې هکله څه ونه ویل.
۷ بیا هغه لاړ او د هغې انجلۍ سره یې خبرې وکړې او هغه یې خوښه شوه. ۸ څه موده وروسته کله چې شمشون د هغې سره د واده کولو دپاره بېرته روان شو، هغه د لارې څخه راوګرځېد چې د هغه زمري مړی وویني چې وژلی یې ؤ. هغه زمري ته وکتل او حیران شو چې د هغه په بدن کې ډېرې د شاتو مچۍ او شات وو. ۹ هغه په خپلو لاسونو یو څه شات راوتوږل او په لاره کې یې وخوړل. بیا هغه خپل مور او پلار ته ورغی او هغوی ته یې هم لږ ورکړل او هغوی وخوړل. خو شمشون هغوی ته ونه ویل چې دا شات یې د مړ زمري د بدن څخه راخیستي وو.
۱۰ د هغه پلار د واده دپاره تیاری نیوه چې شمشون هلته په تمنه کې یوه مېلمستیا چې په هغې زمانه کې د ځوانانو ترمنځ رواج ؤ، جوړه کړه. ۱۱ کله چې فلسطینیانو ولیدل چې شمشون څه ډول سړی دی، نو هغوی خپلو دېرشو ځوانانو ته وویل چې د هغه سره په مېلمستیا کې پاتې شي. ۱۲ شمشون هغوی ته وویل: «اجازه راکړئ چې تاسو ته یوه معما ووایم. که چېرې تاسو ماته د مېلمستیا په اووه ورځو کې د هغې ځواب راکړ، زه به تاسو ته د کتان دېرش جوړې ساده کالي او دېرش جوړې ښکلي کالي درکړم. ۱۳ خو که چېرې تاسو ځواب رانه کړ، تاسو باید ماته دېرش جوړه د کتان ساده کالي او دېرش جوړه ښکلي کالي راکړئ.» هغوی ورته وویل: «ته خپله معما مونږ ته ووایه چې مونږ یې واورو.»
۱۴ هغه وویل:
د خوړونکي څخه راووت د خوړلو شی
د زورور څخه راووت یو خوږ شی
درې ورځې وروسته بیاهم هغوی ونه شو کولای چې د معما ځواب پیدا کړي.
۱۵ په څلورمه ورځ هغوی د شمشون ښځې ته وویل: «ته خپل مېړه وغولوه چې مونږ ته د دې معما معنی ووایي او که نه، نو مونږ به تا او ستا د پلار کورنۍ وسوځوو. ایا تاسو مونږ دلته د دې دپاره راغوښتي یو چې لوټ مو کړئ؟»
۱۶ بیا د شمشون ښځه خپل مېړه ته په ژړا ورغله او ویې ویل: «زه درباندې ګرانه نه یم! ته زما څخه کرکه کوې. تا زما وطندارانو ته یوه معما ویلې ده، خو د هغې معنی دې ماته نه ده ویلې!» شمشون وویل: «ما حتی خپل مور او پلار ته هم نه دي ویلي، نو تاته یې ولې ووایم؟» ۱۷ هغې د مېلمستیا په ټولو اوو ورځو کې وژړل. خو په اوومه ورځ هغه ورته د معما معنی وویله، ځکه چې هغه یې ډېر تنګ کړ. بیا هغې د معما ځواب هغو ځوانانو ته ووایه. ۱۸ په اوومه ورځ د لمر پرېواته څخه مخکې د ښارګوټي خلک هغه ته راغلل او ویې ویل:
څه شی به خوږ وي ډېر د شاتو څخه؟
څه شی قوي به وي ډېر د زمري څخه؟
شمشون ځواب ورکړ:
زما په غوا باندې که تاسو قلبه کړې نه وای
نو دا معما به مو حل کړې نه وای
۱۹ ناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه د اشقلون ښار ته لاړ او د هغه ځای دېرش کسان یې ووژل. هغوی یې لوڅ کړل او د هغوی جامې یې هغو خلکو ته ورکړې چې معما یې حل کړې وه. بیا هغه ډېر په قهر سره بېرته د خپل پلار کور ته لاړ. ۲۰ او د شمشون ښځه د هغه ملګري ته چې په واده کې یې د هغه خدمت کاوه، واده شوه.