۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضیانو کتاب

اوولسم فصل

د میخا بتان

۱ د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو سړی چې نوم یې میخا ؤ، اوسېده. ۲ یوه ورځ هغه خپلې مور ته وویل: «ایا هغه یوولس سوه د سپینو زرو سکې دې په یاد دي چې ستا څخه غلا شوي وو؟ کله چې تا هغه کس ته چې هغه یې پټ کړي وو ښېرې وکړلې زه په هغه ځای کې وم. دا کار ما کړی ؤ.» مور یې وویل: «زویه څرنګه چې تا اقرار وکړ، نو څښتن دې تاته برکت درکړي!» ۳ هغه سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل او هغې وویل: «زه دا سپین زر د خپل زوی له خوا څښتن ته وقف کوم. د دې څخه به د لرګي د بت په جوړولو کې چې د سپینو زرو پوښ به ورته ورکړل شي، کار واخیستل شي. نو زه به دا سپین زر بېرته تاته درکړم.» ۴ خو هغه دا سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل. هغې دوه سوه د سپینو زرو سکې واخیستلې او یو زرګر ته یې ورکړل او هغه د لرګي یو بت جوړ کړ او د سپینو زرو پوښ یې ورته ورکړ. بیا یې هغه د میخا په کور کې کېښود.

۵ میخا بتخانه درلودله. هغه یو څو بتان او یو سپېڅلی پېشبند جوړ کړ او د خپلو زامنو څخه یې یو تن د خپل کاهن په توګه وټاکه. ۶ په هغه زمانه کې اسراییلو پاچا نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.

۷ په دې وخت کې هلته یو ځوان لاوي ؤ چې د یهودا د بیت لحم په ښارګوټي کې اوسېده. ۸ هغه د بیت لحم څخه لاړ چې د اوسېدلو دپاره کوم بل ځای پیدا کړي. هغه په لاره کې د میخا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ، راغی. ۹ میخا د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای څخه راغلی یې؟» هغه په ځواب کې وویل: «زه لاوي یم او په یهودا کې د بیت لحم څخه یم. د اوسېدلو دپاره ځای لټوم.» ۱۰ میخا وویل: «زما سره واوسېږه او زما مشاور او کاهن شه. زه به تاته په کال کې لس د سپینو زرو سکې، یو څه کالي او ډوډۍ درکوم.» ۱۱‏-۱۲ نو هغه ځوان لاوي په دې راضي شو چې د میخا سره واوسیږي او میخا هغه د کاهن په توګه وټاکه. هغه د میخا په کور کې اوسېده او میخا د هغه سره لکه د خپلو زامنو په شان چلند کاوه. ۱۳ میخا وویل: «اوس زه پوهېږم چې څښتن به راته برکت راکړي، ځکه چې دغه لاوي زما کاهن دی.»