چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ په هغې زمانه کې اسراییلو پاچا نه درلود. د دان قبیلې یو ځای لټاوه چې په کې واوسیږي، ځکه چې هغوی لا تر هغه وخته پورې د اسراییلو د قبیلو په منځ کې خپله ځمکه تر لاسه کړې نه وه. ۲ نو د دان د قبیلې خلکو د خپلو طایفو څخه پنځه تنه جنګي کسان د زرعه او اشتاول څخه ولېږل چې د هغې خاورې وضع وڅېړي چې هغوی غوښتل په کې واوسیږي. کله چې هغه کسان د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېدل، نو د میخا کور ته راغلل او هلته یې شپه تېره کړه. ۳ هغوی په هغه ځای کې د ځوان لاوي لهجه وپېژندله، نو هغوی ورغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ته دلته څه کوې؟ چا دلته راوستلی یې؟» ۴ هغه ځواب ورکړ: «ما د میخا سره یو قرارداد کړی دی او هغه ماته د کاهنتوب د خدمت په بدل کې اجوره راکوي.» ۵ بیا هغوی ورته وویل: «مهرباني وکړه د خدای څخه سوال وکړه چې مونږ به په دې سفر کې بریالي شو که نه.» ۶ کاهن هغوی ته په ځواب کې وویل: «په خیر لاړ شئ، څښتن به تاسو په دې سفر کې وساتي.»
۷ نو هغه پنځه کسان روان شول او د لایش ښار ته لاړل. هغوی ولیدل چې د هغه ځای خلک د صیدونیانو په شان په سوله او امن کې ژوند کوي. هغوی ارام خلک وو او په خاطر جمعۍ سره یې ژوند تېراوه. د هغوی سره د هېڅ شي کمی نه ؤ. هغوی د صیدونیانو څخه لېرې اوسېدل او د بل چا سره یې معامله نه درلودله. ۸ کله چې هغه کسان بېرته زرعه او اشتاول ته راستانه شول، نو خلکو ورڅخه پوښتنه وکړه چې «تاسو څه خبر راوړی دی؟» ۹ هغوی په ځواب کې وویل: «راځئ چې په لایش باندې حمله وکړو. مونږ هغه ځمکه ولیدله، هغه ډېره ښه ځمکه ده. زړه نازړه کېږئ مه! لاړ شئ او هغه ونیسئ! ۱۰ کله چې هلته ورسېدلئ، تاسو به ووینئ چې هغه بې غمه خلک دي. هغه یو لوی وطن دی هرڅه چې وغواړئ هلته شته او خدای هغه تاسو ته درکړی دی.»
۱۱ نو د دان د قبیلې څخه شپږ سوه تنه د جګړې دپاره تیار شول او د زرعه او اشتاول څخه روان شول. ۱۲ هغوی لاړل او د یهودا د قریت یعاریم د ښار په لوېدیځ کې یې خېمې ودرولې. په دې خاطر هغه ځای تر نن ورځې پورې د دان د کمپ په نوم یادیږي. ۱۳ بیا هغوی د هغه ځای څخه لاړل او د میخا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ، ورغلل.
۱۴ هغو پنځو کسانو چې د لایش خاوره یې کتلې وه، خپلو ملګرو ته وویل: «ایا تاسو پوهېږئ چې د دغو کورونو څخه په یو کور کې د لرګیو بت دی چې د سپینو زرو پوښ ورته ورکړل شوی دی؟ هلته نور بتان او سپېڅلی پېشبند هم شته. تاسو څه فکر کوئ چې څه باید وکړو؟» ۱۵ نو هغوی د میخا کور ته چې هغه ځوان لاوي په کې اوسېده، ننوتل او د هغه لاوي څخه یې د هغه د احوال پوښتنه وکړه. ۱۶ په دې وخت کې د دان شپږ سوه عسکر چې په وسلو باندې سمبال وو، د دروازې په خوله کې ولاړ وو. ۱۷ په داسې حال کې چې کاهن د شپږ سوه وسله والو کسانو سره د دروازې په خوله کې ولاړ ؤ، هغه پنځه جاسوسان دننه ننوتل او په سپینو زرو باندې پوښل شوی بت، نور بتان او سپېڅلی پېشبند یې راواخیستل. ۱۸ کله چې کاهن ولیدل چې دا کسان سپېڅلي شیان وړي، نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «تاسو څه کوئ؟» ۱۹ هغوی وویل: «غلی شه! خوله دې بنده کړه! زمونږ سره راځه او زمونږ کاهن او مشاور شه. تاته کومه خبره ښه ښکاري، چې د یو کس د کورنۍ کاهن شې او که د اسراییلو د یوې قبیلې کاهن شې؟» ۲۰ په دې خبره کاهن ډېر خوشحاله شو. نو هغه سپېڅلي شیان واخیستل او د هغوی سره لاړ.
۲۱ هغوی خپل ماشومان، حیوانات او خپله شتمني مخکې کړل او په خپله لاره روان شول. ۲۲ کله چې هغوی د میخا د کور څخه یو څه لېرې لاړل، نو میخا خپل ګاونډیان د جګړې دپاره راوغوښتل او هغوی د دان د کسانو پسې روان شول. ۲۳ څنګه چې هغوی ته ورورسېدل، نو غږ یې ورباندې وکړ چې ودریږي. د دان کسان راوګرځېدل او د میخا څخه یې پوښتنه وکړه: «څه خبره ده؟ دا کسان دې ولې راټول کړي دي او مونږ تعقیبوې؟» ۲۴ میخا په ځواب کې وویل: «تاسو زما کاهن او هغه خدایان چې ما جوړ کړي وو، یووړل. هېڅ شی مو راته نه دی پریښی. بیا څنګه زما څخه پوښتنه کوئ چې څه خبره ده؟» ۲۵ د دان سړیو په ځواب کې وویل: «زمونږ سره بحث مه کوه، هسې نه چې زمونږ ځینې بد خویه کسان درباندې حمله وکړي او ته او ستا کورنۍ به ووژل شئ.» ۲۶ نو بیا د دان سړي په خپله لاره روان شول. میخا ولیدل چې هغوی ورباندې ډېر قوي دي، نو هغه بېرته خپل کور ته ستون شو.
۲۷-۲۸ کله چې د دان سړیو کاهن او هغه شیان چې میخا جوړ کړي وو یووړل، نو هغوی د لایش په ښارګوټي باندې چې ارام او بې غمه خلک په کې اوسېدل، حمله وکړه. هغه ښارګوټی بیت رحوب ته نژدې په یوه دره کې ؤ. هغوی خلک ووژل او ښارګوټی یې وسوځاوه. هېڅوک نه ؤ چې هغوی وژغوري، ځکه چې هغوی د صیدون څخه لېرې اوسېدل او د نورو خلکو سره یې سروکار نه درلود. د دان سړیو هغه ښارګوټی بېرته ودان کړ او په کې اوسېدل. ۲۹ د هغه ښارګوټي نوم یې د لایش څخه په دان باندې بدل کړ، یعنې د یعقوب د زامنو څخه د یو زوی په نوم چې د هغوی د قبیلې نیکه ؤ. ۳۰ د دان سړیو د خپلو ځانونو دپاره د میخا بت ودراوه او یوناتان د جرشون زوی او د موسی لمسي د دان د قبیلې دپاره د کاهن په توګه خدمت کاوه. د هغه اولادې تر هغې پورې د کاهنانو په توګه خدمت کاوه، ترڅو چې هغه خلک جلاوطنه شول. ۳۱ سره له دې چې د خدای کور په شیلوه کې ؤ، خو د دان خلکو هغه بت ته عبادت کاوه چې میخا جوړ کړی ؤ.