۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضيانو کِتاب

اوولسم باب

د ميکاه بُتان

۱ يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو. ۲ هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“ ۳ هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“ ۴ کله يې چې دا واپس خپلې مور له ورکړې نو هغې دوه سوه د سپينو زرو سيکې يوړې او زرګر د لرګى بُت جوړ کړو او سپين زر يې پرې وخېژول. دا د ميکاه په کور کښې کېښودے شول. ۵ د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو. ۶ په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه. ۷ هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو. ۸ هغه د بيت‌لحم نه لاړو چې د اوسېدو دپاره بل ځائ ولټوى. د سفر په دوران کښې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د ميکاه کور ته راغلو. ۹ ميکاه د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو ليوى يم چې د يهوداه د بيت‌لحم نه راغلے يم. زۀ د اوسېدو دپاره يو ځائ لټوم.“ ۱۰ ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“ ۱۱ هغه ځوان ليوى د ميکاه سره اوسېدو ته راضى شو او د هغۀ د زوئ په شان شو. ۱۲ ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو. ۱۳ ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“