۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضيانو کِتاب

اتلسم باب

ميکاه او د دان قبيله

۱ په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې. ۲ نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول. ۳ کله چې هغوئ هلته وُو، نو هغوئ د هغه ځوان ليوى په لهجه باندې پوهه شول، نو هغوئ ورغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ تۀ دلته چا راوستلے يې؟“ ۴ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ د ميکاه سره کار کوم، زۀ د اِمام په توګه د هغۀ سره خِدمت کوم او هغه ما له تنخواه راکوى.“ ۵ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”د خُدائ پاک نه لږ تپوس وکړه چې مونږ به په خپل سفر کښې کامياب شُو او کۀ نه.“ ۶ اِمام جواب ورکړو، ”په خېر لاړ شئ، ستاسو سفر د مالِک خُدائ نه منظور شوے دے.“ ۷ نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو. ۸ کله چې هغه پينځۀ سړى صُرعا او اِستال ته راوګرځېدل، نو د دوئ خپلوانو د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وليدل.“ ۹ هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ. ۱۰ کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“ ۱۱ نو د دان قبيلې شپږ سوه سړى د صُرعا او اِستال نه لاړل او د جنګ وسله ورسره وه. ۱۲ هغوئ لاړل او د يهوداه په مغرب په قِريَت‌يعريم کښې يې خېمې ولګولې. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم تر اوسه پورې د ”دان کېمپ“ دے. ۱۳ هغوئ د هغه ځائ نه لاړل او د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د ميکاه کور ته راغلل. ۱۴ بيا هغه پينځۀ سړى کوم چې د ليس مُلک کتلو له تلى وُو هغوئ خپلو ملګرو ته ووئيل، ”تاسو ته پته وه څۀ چې هلته په يو کور کښې يوه مجسمه او يو په قالب کښې جوړ شوے بُت دے؟ هلته نور بُتان او مقدس پېش بند هم دى. ستاسو څۀ خيال دے چې څۀ وکړُو؟“ ۱۵ هغوئ د ميکاه کور ته لاړل، چرته چې هغه ځوان ليوى اوسېدو او سلام يې ورباندې واچولو. ۱۶ په دې دوران کښې چې د دان کوم شپږ سوه فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، هغوئ په دروازه کښې ولاړ وُو. ۱۷ هغه پينځۀ جاسوسان سيدها کور ته ننوتل او هغه ټول بُتان او مقدس پېش بند يې واخستلو، په دې دوران کښې اِمام د شپږ سوو وسله بندو سړو سره په دروازه کښې ايسار وو. ۱۸ کله چې سړى د ميکاه کور ته ننوتل او مقدس څيزونه يې راواخستل، نو اِمام د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څۀ کوئ؟“ ۱۹ هغوئ ورته ووئيل، ”غلے شه. چې يوه خبره هم ونۀ کړې. مونږ سره لاړ شه او زمونږ اِمام او مشر شه. د يو سړى د خاندان د اِمام کېدو نه دا ښه نۀ ده څۀ چې د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې اِمام شې؟“ ۲۰ نو اِمام په دې باندې ډېر خوشحاله شو او هغه مقدس څيزونه يې واخستل او د هغوئ سره لاړو. ۲۱ نو هغوئ خپل بچى، څاروى او خپل هر څۀ د ځان نه مخکښې کړل او روان شول. ۲۲ هغوئ د هغه کور نه ښۀ لرې مزل کړے وو نو ميکاه خپل ګاونډيان راغونډ کړل او د دان په سړو پسې لاړل او ورورسېدل. ۲۳ او هغوئ ته يې چغه کړه. د دان سړى راوګرځېدل او د ميکاه نه يې تپوس وکړو، ”څۀ چل دے چې دومره ډېر خلق راغونډ شوى يئ؟“ ۲۴ ميکاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”مطلب دې څۀ دے، څۀ خبره ده؟ تۀ زما اِمام بوځې او زما جوړ کړى معبودان اوړې او ځې نو نور زما سره څۀ پاتې کيږى؟“ ۲۵ د دان سړو ورته ووئيل، ”ستا دپاره به دا ښۀ وى چې نور هيڅ غږ ونۀ کړې. ګنې دا سړى به غصه شى او حمله به درباندې وکړى او بيا به تۀ او ستا ټول خاندان مړۀ شئ.“ ۲۶ نو هغوئ په خپله مخه لاړل. ميکاه ته پته ولګېده چې د دان سړى په هغوئ باندې ډېر زيات تکړه دى، نو هغه راوګرځېدو او کور ته لاړو. ۲۷‏-۲۸ کله چې د دان سړو اِمام او هغه څيزونه يوړل چې کوم ميکاه جوړ کړى وُو، هغوئ لاړل او په ليس يې حمله وکړه، چې کوم امن پسند خلق وُو او د جنګ دپاره تيار نۀ وُو. هغوئ د بيت‌رِحوب په وادۍ کښې وُو او هغوئ د دې اوسېدونکى قتل کړل او په ښار يې اور بل کړو. داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې بچ کړى وے، ځکه چې ليس د صيدا نه ښۀ لرې وو او د نورو خلقو سره د هغوئ لېن دېن نۀ وو. د دان قبيلې خلقو هغه ښار بيا جوړ کړو او په هغې کښې اوسېدل. ۲۹ هغوئ د دې نوم د ليس نه دان ته بدل کړو، دان د هغوئ پلار نيکۀ او د يعقوب زوئ وو. ۳۰ د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول. ۳۱ تر کومې پورې چې د خُدائ پاک کور په سيلا کښې وو نو تر هغه وخته پورې د ميکاه بُت هلته وو.