۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دويم باب

دَ عيسىٰ پيدايښت

متى ۱ :  ۱۸ ـ ۲۵

۱په هغه ورځو کښے دَ رُومى قيصر اَؤ ګُوستوس دَ لورى دا فرمان جارى شو چه په رُومى بادشاهئ کښے دِ دَ ټولو خلقو نومُونه وليکلے شى. ۲دا وړُومبئ مردُم شمارى وه چه دَ شام دَ حاکم کيرينيوس په وخت کښے وشوه. ۳دَ دے غرض دَ پاره هر يو کس خپلے خپلے ښارئے ته لاړو. ۴اؤ دغه شان يُوسف هم دَ ګليل دَ ناصرت نه يهُوديه ته لاړو چه دَ داؤد په ښاريه بيتُ لحم کښے خپل نُوم وليکى ځکه چه هغه دَ داؤد دَ خاندان دَ اَؤلاده وو. ۵اَؤ دَ هغۀ سره مريم هم لاړه څوک چه دَ هغۀ چنغله وه اَؤ هغه اُميدواره وه. ۶اَؤ هر کله چه هغوئ لا هلته کښے وُو نو دَ هغے دَ بچى دَ زيږيدو ورځے پُوره شوے، ۷اَؤ دَ هغے وړُومبے زوئے پيدا شو. هغے هغه په اُورڼى کښے ونغښتو اَؤ په يو اخور کښے ئے کيښود ځکه چه په سرائے کښے دَ هغوئ دَ اوسيدو دَ پاره ځائے نۀ وو.

شپُونکى اَؤ فرښتے

۸هم په دغه وطن کښے څۀ شپُونکى وُو چه په ميره کښے ئے دَ شپے دَ خپلو رمو څوکئ کوله، ۹چه ناڅاپى دَ رب فرښته دَ هغوئ په وړاندے ودريده اَؤ دَ رب نُور دَ هغوئ چارچاپيره خور شو اَؤ هغوئ ويرے واخستل. ۱۰خو فرښتے ووئيل چه ”ويريږئ مه! ما تاسو ته يو زيرے راوړے دے چه دَ خلقو دَ پاره به يوه لويه خوشحالى وى، ۱۱چه نن دَ داؤد په ښار کښے ستاسو خلاصُوونکے پيدا شوے دے چه هغه مسيح مالِک دے! ۱۲اَؤ ستاسو دَ پاره دَ هغۀ دا نخښه ده چه يو ماشُوم به په اُورڼى کښے نغښتے په اخور کښے پروت ومُومئ.“ ۱۳ناڅاپه دَ هغے فرښتے سره دَ آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه اَؤ دَ رب دا ثنا ئے ووئيله چه ۱۴”دَ خُدائے حمد دِ وى پاس په آسمان کښے، اَؤ په مزکه دِ دَ هغه خلقو دَ پاره سلامتى وى په چا چه هغه مهربان دے!“ ۱۵هر کله چه فرښتے دَ هغه ځايه آسمان پلو رُخصت شوے نو شپُونکو يو تر بله ووے، ”ځئ چه اوس سمدستى بيتُ لحم ته لاړ شُو اَؤ دا شوے کار ووينو کُوم چه رب مُونږ ته څرګند کړے دے.“ ۱۶هغوئ په منډه لاړل اَؤ دَ مريمے اَؤ يُوسف پته ئے ولګوله اَؤ ماشُوم چه په اخور کښے پروت وو. ۱۷کله چه هغوئ دَئے وليدو نو هغه خبره ئے راياده کړه چه دَ دے ماشُوم په حقله هغوئ ته وئيلے شوے وه. ۱۸اَؤ دَ دے شپُونکو خبره چه چا واؤريده، ټول حق حيران شول. ۱۹خو مريمے دا ټولے خبرے زړۀ ته واچولے اَؤ سوچ ئے پرے کاوو. ۲۰په دے دوران کښے شپُونکى بيرته لاړل اَؤ څۀ چه ئے ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے دَ خُدائے ثنا وئيله لکه څنګه چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو.

دَ عيسىٰ نُوم ايښودل

۲۱اتۀ ورځے پس هغه سُنت شو اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو. دا هغه نوم وو چه دَ هغۀ په ګيډه کيدو نه مخکښے فرښتے په هغۀ ايښے وو.

دَ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے پيش ګول

۲۲اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت په مُطابق چه دَ هغوئ دَ پاکيدو ورځے پُوره شوے نو بيتُ المُقدس ته ئے بوتلو چه رب ته ئے پيش کړى، ۲۳لکه چه دَ رب په شريعت کښے ليکلى دى چه ”هر وړُومبے نر ماشُوم چه پيدا شى هغه به رب ته مخصوص شى.“ ۲۴اَؤ دا هم چه دَ رب دَ شريعت په مُطابق قُربانى وکړى يعنے يوه دَ کړکوړو جوړه يا دَ کونترو دوه بچى. ۲۵په هغه ورځو کښے دَ خُدائے په لوئے ښار کښے شمعُون نُومے يو سړے وو. دا سړے رښتينے اَؤ ايماندار وو، دا هغه سړے وو چه دَ اِسرائيل په ځائے کولو په اِنتظار وو اَؤ رُوحُ القُدس په هغۀ نازل وو. ۲۶رُوحُ القُدس هغۀ ته دا وئيلى وُو چه تر څو چه هغۀ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغے به هغه نۀ مرى. ۲۷نو هغه دَ رُوحُ القُدس په لار ښودنه دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ هر کله چه دَ عيسىٰ مور پلار هغه ماشُوم عيسىٰ دَ ننه راوړو چه دَ هغۀ دَ پاره دَ شريعت په لارے عمل وکړى، ۲۸هغۀ هغه په غيږه کښے واخستو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله، اَؤ داسے ئے ووئيل چه

۲۹”اَئے مالِکه! نن تۀ خپل غُلام

دَ خپل قول په مُطابق په سلامتئ رُخصتوے،

۳۰ځکه چه ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصُون وليدلو

۳۱چه تا دَ ټولو قومُونو په وړاندے تيار کړے دے،

۳۲هغه نُور چه دَ نورو قومُونو دَ پاره رڼا وى

اَؤ ستا دَ اُمت اِسرائيل لوئى.“

۳۳دَ ماشُوم مور اَؤ پلار هغه خبرو ته ګوته په خلُۀ حق حيران وُو کُومے خبرے چه دَ هغۀ په حقله وئيلے کيدے. ۳۴شمعُون دَ هغۀ دَ پاره برکت وغوښتو اَؤ دَ هغۀ مور مريمے ته ئے ووئيل چه ”دا په بنى اِسرائيلو کښے دَ ډيرو دَ هلاکت اَؤ دَ خلاصُون دَ پاره مُقرر شوے دے، اَؤ هغه به دَ خُدائے له طرفه داسے نخښه وى چه ډير خلق به دَ هغۀ مُخالفت وکړى ۳۵چه دَ هغوئ دَ زړُونو پټ خيالُونه ښکاره شى. اَؤ دَ غم په وجه به ستا حال داسے وى لکه چه ستا زړۀ په تُورے سورے شوے وى.“

۳۶په دغه ورځو کښے دَ اشير په خيل کښے حناه نُومے يوه نبيه وه څوک چه دَ فنوايل لُور وه. هغه ډيره بُوډئ ښځه وه اَؤ دَ پيغلتوب نه پس هغے دَ خپل خاوند سره اُووۀ کاله تير کړى وو، ۳۷اَؤ بيا دَ څلورو اَتياؤ کالو پورے کونډه اَؤ يواځے وه. هغه دَ خُدائے دَ کور نه چرے هم بهر نۀ وه وتے خو شپه اَؤ ورځ به ئے عبادت اَؤ دُعا کوله اَؤ روژے به ئے ساتلے. ۳۸نو په هغه ساعت هلته راغله اَؤ دَ خُدائے شکر ئے وکړو. هغه ټولو خلقو ته ئے چه دَ بيتُ المُقدس دَ آزادئ په اِنتظار وُو، دَ هغه ماشُوم په حقله خبرے وکړے.

ناصرت ته واپسى

۳۹هر کله چه هغوئ دَ رب دَ شريعت په مُطابق هر څۀ پُوره کړل نو بيرته په ګليل کښے خپلے ښارئے ناصرت ته واپس شول. ۴۰هلک لوئيدو، حکمت اَؤ طاقت ئے مُوندو اَؤ دَ خُدائے فضل ورسره وو.

هلک عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے

۴۱دَ عيسىٰ مور پلار به هر کال بيتُ المُقدس ته دَ فسح اختر له تلل. ۴۲اَؤ چه هغه دَ دولسو کالو شو نو هغوئ لکه دَ نور کله دَ اختر دَ پاره لاړل. ۴۳نو چه دَ ميلے ورځے پُوره شوے اَؤ هغوئ کورته روان شول نو هلک عيسىٰ په بيتُ المُقدس کښے ايسار شو خو مور پلار ته ئے پته نۀ وه. ۴۴اَؤ هغوئ ټوله ورځ په دے خيال سفر وکړو چه ګنى هغه به په قافله کښے چرته وى اَؤ بيا ئے په خپلو خپلوانو اؤ واقفانو کښے دَ هغۀ لټُون شروع کړو. ۴۵چه وئے نۀ مُوندلو نو بيتُ المُقدس ته راستانۀ شول چه هلته ئے ولټوى. ۴۶په دريمه ورځ ئے هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست ومُوندلو چه اُستاذان ترے راتاؤ وُو اَؤ دَ هغوئ خبرے ئے آؤريدے اَؤ تپوسونه ئے ترے کول. ۴۷اَؤ دَ ټولو خلقو چه هغۀ ته غوږ وو، دَ هغۀ په پوهه اَؤ په ځوابُونو اريان دريان وُو. ۴۸مور پلار دَ هغۀ په ليدو حيران شول اَؤ دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه ”زويه! تا مُونږ سره داسے ولے وکړل؟ ستا پلار اَؤ ما تۀ ډير په فکرمندئ سره لټولے.“

۴۹هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو زَۀ ولے لتولم؟ تاسو ته دا نۀ وه معلُومه چه ما ته دَ خپل پلار په کور کښے پاتے کيدل په کار وُو؟“ ۵۰خو هغوئ دَ هغۀ دَ خبرے په مطلب ونۀ رسيدل. ۵۱بيا هغه دَ هغوئ سره ناصرت ته لاړو اَؤ دَ هغوئ دَ حُکم لاندے ئے وخت تيرولو. مور ئے دا ټولے خبرے په زړۀ کښے پټے وساتلے. ۵۲اَؤ دَ عيسىٰ حِکمت اَؤ ونه لوئے شول اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ بنى آدمو په نظر کښے ئے قبُوليت ومُوندو.