۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دريم باب

دَ يحيىٰ بپتسمه ور کووُنکى وعظ کول

متى ۳ :  ۱ ـ ۱۲، مرقوس ۱ :  ۱ ـ ۸، يوحنا ۱ :  ۱۹ ـ ۲۸

۱دَ قيصر تيبريوس دَ حُکومت په پنځلسم کال کښے پُنطوس پيلاطوس دَ يهُوديه ګورنر وو اَؤ هيروديس دَ ګليل شهزاده، دَ هغۀ ورور فيليپوس دَ اِتُوريه اَؤ تراخونيتيس اَؤ ليسانياس دَ ابيلينے واليان وُو. ۲دَ مشرانو کاهنانو حناه اَؤ کائفا په وخت کښے دَ زکرياه په زوى يحيىٰ باندے په بيابان کښے دَ خُدائے کلام نازل شو. ۳اَؤ هغه دَ اُردن په وادئ کښے ګير چاپير وګرزيدو اَؤ دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره ئے دَ توبے دَ بپتسمے وعظ کولو. ۴لکه چه يشعياه نبى دَ پيشن ګويو په صحيفو کښے ليکلى دى چه : 

”په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز دے،

دَ مالک لار جوړه کړئ، هغۀ ته سړک نيغ کړئ!

۵هره دره به ډکه شى، هره غونډئ اَؤ غر به هوار شى.

کاږۀ به نيغ کړے شى، اَؤ ناهموار به هوار کړے شى.

۶اَؤ ټول مخلوق به دَ خُدائے خلاصُون ووينى!“

۷ګڼ خلق بهر راووتل چه دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخلى اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”اَئے دَ مارانو بچو! تاسو چا خبر کړئ چه دَ راتلُونکى غضب نه وتښتئ؟ ۸نو دَ توبے لایقه ميوه پيدا کړئ اَؤ په زړُونو کښے دا مه راولئ چه ګنى اِبراهيم زمُونږ پلار دے. زَۀ تاسو ته دا وايم چه خُدائے دلته دَ دے کاڼو نه هم دَ اِبراهيم دَ پاره اَؤلاد پيدا کولے شى! ۹تبر خو دَ ونو په جرړو ايښے شوے دے اَؤ هره ونه چه ښه ميوه نۀ راؤړى، به پريکړے شى اَؤ اور ته به وغورزولے شى.“ ۱۰خلقو ترے تپوس وکړو، ”نو بيا مُونږ څۀ وکړو؟“

۱۱هغۀ جواب ورکړو چه ”دَ کُوم سړى سره چه دوه کميسونه وى، يو دِ هغۀ له ورکړى دَ چا سره چه يو هم نۀ وى اَؤ دَ چا سره چه خوراک وى هغه دِ هم داسے وکړى.“

۱۲څوک چه بپتسمے له راغلى وُو په هغوئ کښے محصُولچيان هم وُو چه هغۀ ته ئے ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ څۀ وکړو؟“

۱۳هغۀ ورته ووئيل چه ”ستاسو دَ پاره چه څۀ مُقرر شوی دى دَ هغے نه زيات مه آخلئ.“

۱۴سپاهيانو هم ترے دا تپوس وکړو چه ”مُونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”په چا ظُلم مه کوئ، دَ چا نه په زوره څۀ مه آخلئ اَؤ په چا دَ دروغو تُهمت مه لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“

۱۵هغه خلق چه په اِنتظار وُو اَؤ دَ يحيىٰ په حقله ئے په خپلو زړُونو کښے سوچ کولو چه ګنى هغه به مسيح وى. ۱۶خو هغۀ هغوئ ټولو ته ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته په اوبو بپتسمه درکوم خو داسے کس راتلُونکے دے چه هغه زما نه ډير طاقتور دے اَؤ زَۀ دَ هغۀ دَ پيزار دَ تسمو دَ پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په رُوحُ القُدس اَؤ اور بپتسمه درکوى. ۱۷دَ هغۀ چج دَ هغۀ په لاس کښے دے چه خپل درمند به په ښۀ شان صفا کړى اَؤ غنم به خپلے خمبے ته واچوى، خو بُوس به ئے هغه اور ته واچوى کُوم چه هيڅکله نۀ مرى.“

۱۸په دے شان اَؤ نورو ډيرو طريقو ئے خلقو ته وعظ کاوو اَؤ زيرے ئے ورته واؤرولو. ۱۹خو هغۀ هيروديس والى دَ خپلے ورندارے هيرودياس سره په ناجائيز تعلق اَؤ په نورو بدو کارُونو ملامت کړو. ۲۰خو دَ دے ټولو کارُونو دَ پاسه ئے يحيىٰ ګرفتار کړو اَؤ په قيد خانه کښے ئے واچولو.

دَ عيسىٰ بپتسمه

متى ۳ :  ۱۳ ـ ۱۷، مرقوس ۱ :  ۹ ـ ۱۱

۲۱دَ خلقو دَ بپتسمے په وخت چه عيسىٰ له هم بپتسمه ورکړے شوے وه اَؤ دُعا ئے کوله نو آسمان پرانستے شو، ۲۲اَؤ رُوحُ القُدس دَ يوے کونترے په شکل په عيسىٰ نازل شو اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه ”تۀ زما زوئے ئے، زما محبوب يئے. زَۀ ستا نه رضا يم.“

دَ عيسىٰ نسب نامه

متى ۱ :  ۱ ـ ۱۷

۲۳څۀ وخت چه عيسىٰ خپل کار شروع کړو نو دَ ديرشو کالو وُو اَؤ دَ خلقو په خيال دے دَ يُوسف زوئے وو، زوئے دَ عيلى. ۲۴زوئے دَ متات، زوئے دَ ليوى، زوئے دَ مِلکى، زوئے دَ يناى، زوئے دَ يُوسف، ۲۵زوئے دَ متتياه، زوئے دَ اموس، زوئے دَ نحُوم، زوئے دَ اِسلياه، زوئے دَ نګى، ۲۶زوئے دَ ماعت، زوئے دَ متتياه، زوئے دَ شمعى، زوئے دَ يوسيخ، زوئے دَ يوداه، ۲۷زوئے دَ يوحنا، زوئے دَ ريسا، زوئے دَ زرُوبابل، زوئے دَ شلتئ ايل، زوئے دَ نيرى، ۲۸زوئے دَ مِلکى، زوئے دَ ادى، زوئے دَ قوسام، زوئے دَ اِلمدام، زوئے دَ عير، ۲۹زوئے دَ يشوع، زوئے دَ اِلعازار، زوئے دَ يوريم، زوئے دَ متات، زوئے دَ ليوى، ۳۰زوئے دَ شمعُون، زوئے دَ يهُوداه، زوئے دَ يُوسف، زوئے دَ يُونان، زوئے دَ اِلياقيم، ۳۱زوئے دَ ملياه، زوئے دَ مِناه، زوئے دَ متتاه، زوئے دَ ناتان، زوئے دَ داؤد، ۳۲زوئے دَ يشى، زوئے دَ عوبيد، زوئے دَ بوعز، زوئے دَ سلمون، زوئے دَ نحشون، ۳۳زوئے دَ عميناداب، زوئے دَ ادمين، زوئے دَ ارنى، زوئے دَ حصرون، زوئے دَ فرص، زوئے دَ دَ يهُوداه، ۳۴زوئے دَ يعقُوب، زوئے دَ اِسحاق، زوئے دَ اِبراهيم، زوئے دَ تِره، زوئے دَ ناحور، ۳۵زوئے دَ سروګ، زوئے دَ رعو، زوئے دَ فِلِګ، زوئے دَ عيبر، زوئے دَ شله، ۳۶زوئے دَ قينان، زوئے دَ ارفکشد، زوئے دَ شيم، زوئے دَ نُوح، زوئے دَ لمک، ۳۷زوئے دَ مِتهوشله، زوئے دَ حنوک، زوئے دَ يارد، زوئے دَ مهلل ايل، زوئے دَ قينان، ۳۸زوئے دَ انوش، زوئے دَ شيت، زوئے دَ آدم چه دَ خُدائے له طرفه وو.