د عیسی مسیح په هکله د لوقا انجیل

څلورم فصل

د عیسی ازمېښت

(متي ۴:‌۱‌-‌۱۱ او مرقوس ۱:‌۱۲‌-‌۱۳)

۱عیسی چې د روح القدس څخه ډک ؤ، د اردن د سیند څخه راستون شو او هماغه روح هغه دښتې ته بوته ۲او په هغه ځای کې څلوېښت ورځې د شیطان تر ازمېښت لاندې ؤ. په هغو ورځو کې هغه هېڅ ونه خوړل او په پای کې ډېر وږی شو. ۳شیطان هغه ته وویل: «که ته د خدای زوی یې، نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي.» ۴خو عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

انسان یوازې په ډوډۍ باندې ژوندی نه دی.»

۵بیا شیطان هغه یو لوړ ځای ته بوته او د سترګو په رپ کې یې ورته د ټولې نړۍ پاچاهۍ وروښودلې. ۶شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغو شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ماته راکړل شوي دي او هرچا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم. ۷که چېرې ته ماته سجده وکړې، نو دا ټول به ستا شي.» ۸عیسی په ځواب کې وویل:

د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.

۹بیا شیطان هغه اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره یې ودراوه او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان له دې ځای نه ښکته وغورځوه. ۱۰ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

خدای به خپلو فرښتو ته حکم وکړي چې تا وساتي.

۱۱همدارنګه لیکل شوي دي:

هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو ستا پښه په تیږه ونه لګیږي.»

۱۲خو عیسی په ځواب کې وویل:

د خدای په کلام کې ویل شوي دي چې خپل څښتن خدای مه ازمایئ.

۱۳کله چې شیطان ټولې وسوسې پای ته ورسولې، نو هغه یې د یو څه وخت دپاره پرېښود.

په جلیل کې د عیسی د کار پیل

(متي ۴:‌۱۲‌-‌۱۷ او مرقوس ۱:‌۱۴‌-‌۱۵)

۱۴عیسی د روح القدس په قدرت سره جلیل ته راستون شو. د هغه په هکله په ټوله سیمه کې اوازه خپره شوه. ۱۵هغه د یهودیانو په کنیسو کې تعلیم ورکاوه او ټولو خلکو د هغه ستاینه کوله.

د ناصرې خلک عیسی نه مني

(متي ۱۳:‌۵۳‌-‌۵۸ او مرقوس ۶:‌۱‌-‌۶)

۱۶بیا عیسی د ناصرې ښار ته، یعنې هغه ځای ته چې هغه په کې لوی شوی ؤ راغی او لکه څنګه چې د هغه عادت ؤ، نو د سبت په ورځ کنیسې ته لاړ. هغه هلته ودرېده چې د خدای کلام ولولي ۱۷او د اشعیا پیغمبر طومار ورته ورکړل شو. هغه یې پرانیست او هغه ځای یې پیدا کړ چې په کې لیکل شوي وو:

۱۸«د څښتن روح په ما باندې نازل شوی دی

ځکه چې زه یې مسح کړی یم

ترڅو غریبانو ته زېری ورسوم

هغه زه رالېږلی یم چې اعلان وکړم

چې بندیان به ازاد شي

ړانده به بینا شي او مظلومان به ازاد شي

۱۹او دا اعلان کړم چې د څښتن د مهربانۍ وخت رارسېدلی دی.»

۲۰عیسی طومار بند کړ او هغه یې بېرته د کنیسې مسوول کس ته ورکړ او کښېناست. ټولو خلکو په کنیسه کې د هغه خواته سترګې نیولې وې. ۲۱عیسی هغوی ته وویل: «نن چې تاسو د خدای د کلام دا لیکنه واورېدله، هغه رښتیا شوه.» ۲۲هغوی ټولو په هغه باندې ښه وویل او په دې حیران شول چې داسې د فضل خبرې د هغه د خولې څخه راووتلې او ویل یې: «ایا دا د یوسف زوی نه دی؟» ۲۳عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه چې تاسو به ماته دا متل ووایئ: ‹ای ډاکتره! خپل ځان روغ کړه.› دا به هم راته ووایئ چې کوم کارونه چې تا د کپرناحوم په ښار کې کړي دي او مونږ د هغو په هکله اورېدلي، هماغه کارونه په خپل ښار کې هم وکړه.» ۲۴عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ پیغمبر په خپل وطن کې چا نه دی منلی. ۲۵دا رښتیا دي چې د الیاس پیغمبر په زمانه کې په اسراییلو کې ډېرې کونډې وې. په هغه وخت کې درې نیم کاله بارانونه نه وو شوي او په ټول وطن کې سخته قحطي راغلې وه. ۲۶خو الیاس په هغو کونډو کې یوې ته هم د مرستې دپاره ونه لېږل شو، خو یوازې هغې کونډې ته ولېږل شو چې د صیدون د زرفت په سیمه کې وه. ۲۷همدارنګه د الیشع نبي په زمانه کې په اسراییلو کې ډېر خلک وو چې د جذام په ناروغۍ اخته وو، خو د هغوی څخه یو هم پاک او روغ نه شو، یوازې نعمان چې سوریایي ؤ، روغ شو.» ۲۸کله چې په کنیسه کې خلکو دا خبرې واورېدلې نو ډېر په قهر شول. ۲۹هغوی راپاڅېدل او عیسی یې د ښار څخه وویست او د هغې غونډۍ سرته یې وخېژاوه چې دا ښار ورباندې جوړ شوی ؤ، ترڅو لاندې یې وغورځوي. ۳۰خو هغه د هغوی له منځ څخه تېر شو او لاړ.

عیسی پېریانو نیولي سړي ته شفا ورکوي

(مرقوس ۱:‌۲۱‌-‌۲۸)

۳۱بیا عیسی کپرناحوم ته چې د جلیل یو ښار ؤ لاړ او د سبت په ورځ یې خلکو ته تعلیم ورکاوه. ۳۲خلک د هغه په تعلیم حیران شول، ځکه چې په پوره اختیار سره یې خبرې کولې. ۳۳په کنیسه کې یو سړی ؤ چې پېریانو نیولی ؤ او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: ۳۴«ای ناصري عیسی! زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپېڅلی یې.» ۳۵عیسی پېري ته حکم وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.» پېري هغه سړی د هغوی په مخکې په ځمکه راوویشت او بې له دې چې کوم زیان ورته ورسوي ورڅخه ووت. ۳۶ټول خلک حیران شول او یو بل ته یې ویل: «دا څه خبره ده چې دا سړی په پوره اختیار او قدرت سره پېریانو ته امر کوي او هغوی وځي؟» ۳۷او په دې ډول دا خبره په ټوله سیمه کې خپره شوه.

عیسی ډېرو خلکو ته شفا ورکوي

(متي ۸:‌۱۴‌-‌۱۷ او مرقوس ۱:‌۲۹‌-‌۳۴)

۳۸عیسی د کنیسې څخه راووت او د شمعون کور ته لاړ. د شمعون خواښې سختې تبې نیولې وه او هغوی د عیسی څخه وغوښتل چې د هغې سره مرسته وکړي. ۳۹عیسی لاړ او د هغې په خوا کې ودرېده او تبې ته یې امر وکړ چې هغه پرېږدي. تبې هغه ښځه پرېښودله، بیا ښځه سمدلاسه پاڅېدله او د هغوی خدمت یې پیل کړ.

۴۰د لمر پرېوتولو په وخت کې ‎خلکو خپل ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو عیسی ته راوستل. هغه په هر یو باندې خپل لاس کېښود او ټول یې روغ کړل. ۴۱د ډېرو خلکو څخه پېریان ووتل او چیغې یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.» خو عیسی پېریانو ته حکم وکړ او هغوی یې پرېنښودل چې خبرې وکړي، ځکه هغوی پوهېدل چې هغه مسیح دی.

عیسی په کنیسه کې وعظ کوي

(مرقوس ۱:‌۳۵‌-‌۳۹)

۴۲کله چې سهار شو، نو عیسی د ښار څخه روان شو او یو ګوښه ځای ته لاړ. خلکو هغه لټاوه او چې کله یې پیدا کړ، نو کوښښ یې وکړ چې د هغه د تللو مخه ونیسي. ۴۳خو هغه ورته وویل: «زه باید نورو ښارونو ته هم د خدای د پاچاهۍ زېری ورسوم، ځکه چې د همدې کار دپاره رالېږل شوی یم.» ۴۴نو هغه د یهودیې په ټولو کنیسو کې وعظ کاوه.