۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عیسی مسیح په هکله د لوقا انجیل

پنځم فصل

عیسی خپل لومړني شاګردان ټاکي

(متي ۴:‌۱۸‌-‌۲۲ او مرقوس ۱:‌۱۶‌-‌۲۰)

۱یوه ورځ عیسی د جنیسارت د بحیرې په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي، ترڅو د خدای کلام واوري. ۲هغه ولیدل چې د بحیرې په غاړه دوه کشتۍ ولاړې وې، خو ماهيګیران ترې راښکته شوي وو او جالونه یې وینځل. ۳عیسی یوې کشتۍ ته چې د شمعون وه، وروخوت او د هغه څخه یې وغوښتل چې کشتۍ د غاړې څخه لږه لېرې بوځي. عیسی په کشتۍ کې ناست ؤ او له هغه ځای څخه یې خلکو ته تعلیم ورکاوه. ۴کله چې هغه خبرې پای ته ورسولې، نو شمعون ته یې وویل: «کشتۍ د اوبو منځ ته یو ژور ځای ته بوځه او تاسو خپل جالونه اوبو ته وغورځوئ چې ماهیان ونیسئ.» ۵شمعون ورته په ځواب کې وویل: «ای باداره! مونږ ټوله شپه خواري وکړه او هېڅ مو ونه نیول. خو که چېرې ته وایې، نو زه به جالونه ورواچوم.» ۶هغوی همداسې وکړل او دومره زیات ماهیان یې ونیول چې نژدې ؤ جالونه وشلیږي. ۷نو هغوی خپلو ملګرو ته چې په بلې کشتۍ کې وو، اشاره وکړه چې راشي او مرسته ورسره وکړي. هغوی راغلل او دواړه کشتۍ یې له ماهیانو څخه داسې ډکې کړې چې نژدې وې ډوبې شي. ۸کله چې شمعون پطروس ولیدل چې څه وشول، هغه د عیسی پښو ته پرېوت او ویې ویل: «ای پاکه استاذه! زما څخه لېرې شه. ځکه چې زه یو ګناهکار انسان یم.» ۹پطروس او ټول ملګري یې د دومره زیاتو ماهیانو په نیولو حیران پاتې شول. ۱۰همدارنګه د شمعون شریکان یعقوب او یوحنا چې د زبدي زامن وو، هم حیران شول. عیسی شمعون ته وویل: «مه وېرېږه، له دې وروسته به ته ماهیان نه بلکې انسانان رانیسې.» ۱۱کله چې هغوی خپلې کشتۍ وچې ته راوستلې، نو هرڅه یې پرېښودل او د عیسی پسې روان شول.

عیسی یو جذامي ته شفا ورکوي

(متي ۸:‌۱‌-‌۴ او مرقوس ۱:‌۴۰‌-‌۴۵)

۱۲یوځل عیسی په یو ښار کې ؤ، هلته یو سړی ؤ چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ. کله چې هغه سړي عیسی ولیده، نو په پښو کې یې پرېوت او زارۍ یې ورته وکړې: «ای ښاغلیه‎! که چېرې ته وغواړې، نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.» ۱۳عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.» نو هغه ناروغي سمدلاسه ورڅخه لېرې شوه. ۱۴عیسی هغه ته امر وکړ: «په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او کاهن ته خپل ځان وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.» ۱۵خو د عیسی په هکله خبر نور هم زیات خپور شو او ډېر خلک راغلل چې د هغه خبرې واوري او د خپلو ناروغیو څخه شفا ومومي. ۱۶خو هغه به ګوښه ځایونو ته تللو چې هلته دعا وکړي.

عیسی یو شل سړي ته شفا ورکوي

(متي ۹:‌۱‌-‌۸ او مرقوس ۲:‌۱‌-‌۱۲)

۱۷یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول. ۱۸په دې وخت کې څو کسانو یو شل سړی په کټ کې راوړ. هغوی هڅه کوله چې هغه دننه کور ته بوځي او د عیسی په مخکې یې کېږدي. ۱۹خو د ګڼې‌ګوڼې له امله یې لاره ونه موندله ترڅو هغه دننه بوځي. نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، د پخو خښتو په منځ کې یې یو سوری جوړ کړ او هغه یې په کټ کې لاندې راښکته کړ او د ګڼې‌ګوڼې په منځ کې یې د عیسی په مخکې کېښود. ۲۰کله چې عیسی د هغوی ایمان ولیده، نو هغه سړي ته یې وویل: «وروره! ستا ګناهونه وبخښل شول.» ۲۱هغه وخت د شریعت عالمانو او فریسیانو یو له بله سره بحث پیل کړ: «دا سړی څوک دی چې کفر وایي؟ ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟» ۲۲عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ورته ویې ویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟ ۲۳ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي چې ستا ګناهونه وبخښل شول یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟ ۲۴خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زه تاته وایم پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.» ۲۵نو سمدلاسه هغه سړی د ټولو خلکو په مخکې پاڅېد، خپل کټ یې چې ورباندې پروت ؤ واخیست او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، خپل کور ته روان شو. ۲۶هغوی ټول حیران پاتې شول، وېرې واخیستل او د خدای ثنا او صفت یې کاوه او ویل یې: «مونږ نن څه حیرانوونکي شیان ولیدل.»

عیسی لاوي خپل شاګرد ټاکي

(متي ۹:‌۹‌-‌۱۳ او مرقوس ۲:‌۱۳‌-‌۱۷)

۲۷له هغې وروسته عیسی دباندې ووت او د لاوي په نوم یو مالیه ټولوونکی یې ولیده چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» ۲۸لاوي راپاڅېد، هرڅه یې پرېښودل او په هغه پسې روان شو. ۲۹بیا لاوي په خپل کور کې د عیسی دپاره یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او په مېلمنو کې زیات شمېر مالیه ټولوونکي او نور خلک هم وو. ۳۰خو ځینو فریسیانو او د شریعت عالمان چې د هغوی د ډلې څخه وو د عیسی په شاګردانو اعتراض وکړ او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای خورئ او څښئ؟» ۳۱عیسی ورته په ځواب کې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري، بلکې ناروغان ورته اړتیا لري. ۳۲زه د پرهېزګارانو دپاره نه یم راغلی، بلکې د ګناهکارانو دپاره ترڅو هغوی توبه وباسي.»

د روژې په هکله پوښتنه

(متي ۹:‌۱۴‌-‌۱۷ او مرقوس ۲:‌۱۸‌-‌۲۲)

۳۳ځینو خلکو عیسی ته وویل: «د یحیی شاګردان زیات وخت روژه نیسي او دعاګانې کوي او د فریسیانو شاګردان هم همداسې کوي، خو ستا شاګردان خوري او څښي.» ۳۴عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو کولای شئ چې د زوم ملګري د واده په مېلمستیا کې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي مجبور کړئ چې روژه ونیسي؟ بې له شکه چې نه. ۳۵خو داسې وخت به راشي چې زوم به له هغوی څخه بوتلل شي او په هغه وخت کې به هغوی روژه نیسي.»

۳۶همدارنګه عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «هېڅوک د نویو کالیو څخه یوه ټوټه نه شلوي چې په زړو کالیو باندې یې پیوند کړي. که داسې وکړي، نو هم به هغه نوي کالي وشلیږي او هم به د نویو کالیو ټوټه د زړې ټوټې سره جوړه رانه شي. ۳۷نه به څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې واچوي، ځکه چې تازه شراب به هغه مشکونه وشلوي، شراب به توی شي او مشکونه به له منځه لاړ شي. ۳۸خو تازه شراب باید په نویو مشکونو کې واچول شي. ۳۹هېڅوک نه غواړي چې د زړو شرابو له څښلو وروسته تازه شراب وڅښي، ځکه داسې وایي چې زاړه شراب ډېر ښه دي.»