د ملاکي نبي کتاب

درېم فصل

۱ مطلق قادر څښتن په ځواب کې وایي: «ګوره، زه به خپل استازی ولېږم چې زما دپاره لاره تیاره کړي. نو بیا چې تاسو د کوم څښتن په لټه کې یئ هغه به ناڅاپه خپل عبادتځای ته راشي. تاسو چې د کوم استازي لیدل غواړئ، هغه به راشي او زما د لوظ اعلان به وکړي.»

۲ خو کله چې هغه راشي، نو په هغه ورځ به څوک ژوندی پاتې شي؟ کله چې هغه راښکاره شي، نو څوک به وکولای شي چې د هغه په مخکې ودریږي؟ هغه به د ښه صابون په شان وي او د داسې اور په شان چې فلز پاکوي. ۳ هغه به د هغه زرګر په شان وي چې سپین زر صفا او پاکوي. د یو فلزکار په شان چې سره زر او سپین زر پاکوي، نو د څښتن استازی به لاویان صفا کړي، ترڅو هغوی څښتن ته مناسبې نذرانې راوړي. ۴ بیا چې کله د یهودا او اورشلیم خلک د پخوا زمانې په شان څښتن ته کومې نذرانې راوړي، په هغو باندې به هغه خوشحاله شي.

۵ مطلق قادر څښتن وایي: «زه به د قضاوت کولو دپاره ستاسو په منځ کې راښکاره شم او د جادوګرانو، زناکارانو، د هغو خلکو چې په دروغو شاهدي وایي، د هغو خلکو چې د مزدورانو په اجورې ورکولو کې ټګي کوي، څوک چې په کونډو، یتیمانو او په پرديو خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې دي، ظلم کوي او د هغو خلکو په ضد چې زما څخه وېره نه کوي، شاهدي ورکوم.

د خدای سره ټګي کول

۶ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «زه څښتن یم او زه نه بدلېږم. نو په دې سبب تاسو ای د یعقوب اولادې، تر‌اوسه پورې له منځه نه یئ تللي. ۷ تاسو د خپلو نیکونو په شان زما د قوانینو نه سرغړونه کړې ده او په هغو باندې مو عمل نه دی کړی. اوس بېرته ما ته راوګرځئ، نو زه به تاسو ته دروګرځم. که څه هم تاسو پوهېږئ، خو بیاهم پوښتنه کوئ: ‹مونږ څه وکړو چې بېرته تا ته دروګرځو؟› ۸ زه ستاسو نه پوښتنه کوم: ‹ایا دا ښه کار دی چې څوک د خدای سره ټګي وکړي؟› بې له شکه نه، خو بیاهم تاسو زما سره ټګي کوئ. تاسو پوښتنه کوئ: ‹څنګه؟› د عشر او نذرانو په موضوع کې. ۹ په تاسو ټولو باندې دې لعنت وي، ځکه چې ټول قوم زما سره ټګي کوي. ۱۰ تاسو د خدای د کور خزانې ته پوره عشر راوړئ، ترڅو هلته پرېمانه خواړه وي. په دې ډول ما وازمایئ، نو تاسو به ووینئ چې زه به د اسمان کړکۍ‌ګانې خلاصې کړم او په تاسو باندې به هر ډول پرېمانه ښه شیان راواوروم. ۱۱ زه به پرېنږدم‎ چې ملخان ستاسو فصلونه له منځه یوسي او ستاسو تاکونه به بې حاصله نه وي. ۱۲ بیا به د نړۍ ټول قومونه تاسو نېکمرغه بولي، ځکه چې ستاسو وطن به د اوسېدلو دپاره یو ښه ځای وي.» مطلق قادر څښتن داسې وایي.

۱۳ څښتن وایي: «تاسو زما په هکله بدې خبرې کړې دي. خو تاسو پوښتنه کوئ: ‹ستا په خلاف مونږ څه ویلي دي؟› ۱۴ تاسو ویلي دي: ‹د خدای خدمت کول کومه ګټه نه لري. هغه ته په خدمت کولو سره مونږ څه ګټه وکړه یا مونږ چې کوم کارونه کړي دي مطلق قادر څښتن ته د هغو په هکله د پښېمانۍ ښودل څه ګټه لري؟ ۱۵ ګورئ چې مغروره خلک څومره نېکمرغه دي. بدعمله خلک نه یوازې دا چې بختور دي، بلکې هغوی په خپلو بدو کارونو سره د خدای صبر ازمایي او په دې باندې خپل ځانونه د سزا نه خلاصوي.›»

خدای ته د وفادارانو د خاطراتو کتاب

۱۶ نو کوم خلک چې د څښتن نه وېرېدل، د یو بل سره خبرې وکړې او څښتن ورته غوږ نیولی ؤ او هغوی چې څه وویل هغه یې واورېدل. نو د څښتن په حضور کې د خاطراتو په کتاب کې د هغو خلکو نومونه ولیکل شول چې د څښتن څخه وېرېدل او د هغه د نوم درناوی یې کاوه. ۱۷ مطلق قادر څښتن وایي: «هغوی به زما قوم وي او په هغه ورځ چې زه به دا کار وکړم، هغوی به زما ځانګړی ملکیت وي. زه به په هغوی باندې داسې رحم کوم لکه څنګه چې یو پلار په خپل منونکي زوی باندې رحم کوي. ۱۸ نو زما قوم به یوځل بیا د نېکانو او بدکارانو ترمنځ او د هغه سړي ترمنځ چې زما خدمت کوي او کوم چې زما خدمت نه کوي، فرق وویني.»