۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

اوؤم باب

د مشرانو روايات

۱ فريسيان او ځينې د شرعې عالمان د يروشلم نه عيسىٰ له راغلل او هغۀ ته راټول شول. ۲ نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى. ۳ ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى. ۴ کله چې هغوئ د بازار نه راشى تر هغې خوراک نۀ کوى ترڅو چې يې غسل نۀ وى کړے، او ډېر نور داسې رِواجونه دى چې هغوئ په کښې د رواياتو پابندى کوى، لکه د پيالو، پَتيلو او د تانبې لوښو وينځل دى. ۵ ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“ ۶ هغۀ جواب ورکړو چې، ”يشعياه نبى ستاسو رياکارانو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، لکه چې ليکلے شوى دى چې، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې زما نه ډېر لرې دى. ۷ خو دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د مذهبى تعليم په ډول ورکوى.“ ۸ تاسو د خُدائ پاک حُکم خو شاته غورزوئ او د بنى آدمو د رواياتو پابندى کوئ.“ ۹ بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ. ۱۰ ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“ ۱۱ خو کۀ تاسو مور پلار ته ووايئ چې، زۀ تاسو له څۀ نۀ شم درکولے ځکه چې څۀ ما تاسو له درکول نو د هغې ما منښته نيولې ده چې د خُدائ پاک په نامه به يې ورکړم، ۱۲ نو هغه نور د مور او پلار د حق نه بېخى بې‌غمه شو. ۱۳ نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ او نور ډېر کارونه هم په دې شان کوئ.“

هغه څيزونه چې بنى آدم پليتوى

۱۴ بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”تاسو ټول زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. ۱۵ داسې هيڅ څيز نشته چې انسان يې تېر کړى او هغه پرې پليت شى خو هر هغه څيز چې د انسان نه راوځى هغه انسان پليتوى. ۱۶ کۀ تاسو د اورېدو قابل غوږونه لرئ نو واورئ.“ ۱۷ هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو. ۱۸ هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى. ۱۹ ځکه چې دا د هغۀ په زړۀ کښې نۀ ننوځى بلکې د هغۀ خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟“ ځکه هغۀ ټول خوراکونه پاک ګڼل. ۲۰ هغۀ وړاندې وفرمائيل، ”څۀ چې د انسان نه راوځى هم هغه انسان پليتوى. ۲۱ ځکه چې د انسان د زړۀ نه بد خيالونه راوځى، حرام کارى، غلاګانې، قتلونه، زناکارى، ۲۲ حرص، بدى، ټګى، بې‌شرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بې‌وقوفى. ۲۳ دا ټول بد کارونه د وجود دننه نه راوځى او دا انسان پليتوى.“

د صورفينکى د علاقې د ښځې عقيده

۲۴ بيا عيسىٰ د هغه ځايه رُخصت شو او د صور سرحد ته لاړو. هلته هغه يو کور ته ورغلو، هغۀ دا نۀ غوښتل چې څوک ترې خبر شى، خو هغۀ خپل ځان پټ نۀ کړے شو، ۲۵ نو بيا په هغه وخت د يوې ښځې وړه لور چې پيريانو نيولې وه نو څنګه چې هغه د هغۀ نه خبر شوه، نو زر دننه راغله او د دۀ په پښو پرېوته. ۲۶ هغه د يونانى نسل او د صورفينکى د علاقې وه. هغې هغۀ ته مِنت وکړو چې، ”زما د لور نه پيرے وشړه.“ ۲۷ هغۀ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”اول بچى په خېټه مَړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ ۲۸ هغې ورته ووئيل، ”مالِکه، بې‌شکه خو سپى هم د بچو د مېز د لاندې ټوکړې خورى.“ ۲۹ هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بې‌غمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“ ۳۰ او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.

د کُوڼ او چاړا سړى روغول

۳۱ د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو. ۳۲ نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چې چاړا هم وو او منت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى. ۳۳ هغۀ هغه سړے د خلقو نه يو خوا ته بوتلو، او خپلې ګوتې يې د هغۀ په غوږونو کښې وردننه کړې او په خپلو لاړو يې د هغۀ ژبه مسح کړه. ۳۴ بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“ ۳۵ د دې سره د هغۀ غوږونه خلاص شول او ژبه يې ګويا شوه. ۳۶ عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله. ۳۷ د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“