۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

اتم باب

څلور زرو کسانو له خوراک ورکول

۱ په هغه ورځو کښې په يوه بله موقع چې بيا ډېر خلق راجمع شوى وُو او ورسره د خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مريدان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ۲ ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. ۳ کۀ چرې زۀ دوئ کورونو ته اوږى رُخصت کړم نو دوئ به په لاره بې‌هوشه شى ځکه چې ځينې په کښې د لرې نه راغلى دى.“ ۴ مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به څوک دومره خلقو له روټۍ ورکړے شى؟“ ۵ عيسىٰ هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“ ۶ نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په زمکه کښېنئ.“ بيا هغۀ هغه اووۀ روټۍ راواخستلې، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغه روټۍ يې ماتې کړې او مريدانو له يې د ويشلو دپاره ورکړې او هغوئ خلقو له ورکړې. ۷ د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“ ۸ هغوئ ټولو خوراک په مړه خېټه وکړو، او د پاتې شوو ټوکړو نه اووۀ لوئې ټوکرۍ هم ډکې شولې. ۹ خوا او شا خلق څلور زره کسان وُو. او د روټۍ خوړلو نه وروستو يې بيا هغوئ کور ته رُخصت کړل. ۱۰ او سمدستى د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته وختلو او د دلمنوته علاقې ته لاړو.

د فريسيانو معجزې غوښتل

۱۱ نو بيا فريسيان بهر راووتل او د عيسىٰ سره يې بحث شروع کړو. د آزمېښت په توګه يې ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته. ۱۲ هغۀ د ځان سره يو سوړ اسويلے وکړو او وې فرمائيل چې، ”دا پيړۍ ولې نښه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه نښه به هم دې پيړۍ ته ورنۀ کړے شى.“ ۱۳ هغۀ دوئ پرېښودل او بيا کِشتۍ ته وختلو او د درياب پورې غاړې ته لاړو.

د فريسيانو او د هيروديس خمبيره

۱۴ خو د مريدانو نه د ځان سره روټۍ وړل هېر شوى وُو. په کشتۍ کښې د هغوئ سره صرف يوه روټۍ وه. ۱۵ عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“ ۱۶ هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ سره روټۍ نشته.“ ۱۷ هغه د هغوئ په سوچونو پوهه شو نو تپوس يې ترې وکړو، ”دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ ولې تاسو تر اوسه نۀ وينئ او لا تر اوسه نۀ پوهېږئ څۀ؟ ولې ستاسو زړونه تر اوسه سخت دى څۀ؟ ۱۸ ولې تاسو سترګې خو لرئ، خو تاسو وينئ نه؟ ولې تاسو غوږونه خو لرئ، خو اورئ نه؟ ولې تاسو ته ياد نۀ دى څۀ؟ ۱۹ کله چې ما پينځۀ روټۍ پينځۀ زره کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره ډکې ټوکرۍ راټولې کړې وې؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”دولس.“ ۲۰ ”او چې کله مې اووۀ روټۍ څلور زرو کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره لوئې ټوکرۍ ډکې کړې وې؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“ ۲۱ نو هغۀ وفرمائيل چې، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهېږئ؟“

په بيتِ‌صيدا کښې د يو ړوند سړى بينا کول

۲۲ کله چې هغوئ بيتِ‌صيدا ته ورسېدل نو څۀ خلقو عيسىٰ له يو ړوند سړے راوستو او مِنت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى. ۲۳ بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“ ۲۴ د سړى سترګې بينا شوې او وې وئيل، ”زۀ خلق وينم خو هغوئ ګرځى راګرځى او د ونو په شان ښکارى.“ ۲۵ عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل. ۲۶ بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“

د حضرت عيسىٰ په باره کښې د پطروس اِقرار

۲۷ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره قيصريه فيليپى ته لاړو. هغۀ په لاره د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“ ۲۸ هغوئ جواب ورکړو، ”څوک دې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ، او څوک دې الياس، او څوک دې د نبيانو نه يو نبى ګڼى.“ ۲۹ هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو چې، ”تۀ مسيح يې.“ ۳۰ بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل چې، د هغۀ په حقله هيچا ته مۀ وايئ.

د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او بيا ژوندى کېدو په حقله پېشګوئې کول

۳۱ بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“ ۳۲ هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو. ۳۳ خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مريدانو ته يې وکتل او پطروس يې ورټلو. او ورته يې وفرمائيل چې، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“ ۳۴ هغۀ خلق او خپل مريدان راوبلل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى. ۳۵ څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې د زيرى او زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى. ۳۶ کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده حاصلوى؟ ۳۷ يا د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟ ۳۸ په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“