۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

لسم باب

د سپينو زرو بيګل

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲ ”د ټکېدلے شوو سپينو زرو نه دوه بيګلې جوړې کړه چې د خلقو په يو ځائ راغونډولو او د خېمو د وړلو د خبر دپاره استعماليږى. ۳ کله چې دواړه بيګلې وغږيږى، نو ټول قوم به زما د حضور د مقدسې خېمې په دروازه کښې ستا نه ګېرچاپېره راغونډ شى. ۴ خو چې کله صِرف يو بيګل وغږيږى، بيا به صِرف د قبيلو مشران ستا نه راغونډيږى. ۵ کله چې بيګل په لنډ آواز وغږيږى، نو د نمرخاتۀ په طرف قبيلې به خېمې وړى. ۶ کله چې په دوېم ځل بيګل وغږيږى، نو د جنوب طرف ته قبيلې به خېمې يوسى. چې بيګل په لنډ آواز غږيږى نو خېمې به وړلے شى، ۷ د قوم د راغونډولو د خبر دپاره به بيګلې غږولے شى. خو دا آواز به لنډ نۀ وى. ۸ د هارون اِمامان زامن به بيګل غږوى. دا قانون به په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى. ۹ کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم. ۱۰ د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“

د بنى اِسرائيلو د سينا بيابان نه سفر شروع کول

۱۱ د دوېم کال د دوېمې مياشتې په شلمه ورځ د هغې نه پس چې اِسرائيليان د مِصر مُلک نه راوتلى وُو، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه وريځ اوچته شوه، ۱۲ او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه. ۱۳ هغوئ د موسىٰ په ذريعه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق سفر شروع کړو، ۱۴ او هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ قبيله په قبيله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب وو. ۱۵ نتنى‌ايل زوئ د ضُعر د يساکار قبيلې مشر وو، ۱۶ او اِلياب زوئ د حيلون د زبولون قبيلې مشر وو. ۱۷ بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله. ۱۸ بيا، څوک چې د روبين قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر اليصور زوئ د شدِيُور وو. ۱۹ د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى وو، ۲۰ اِلياسف زوئ د دعو‌اېل د جاد قبيلې مشر وو. ۲۱ بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مقدس سامان وړلو. چې هغوئ به کوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه. ۲۲ بيا، څوک چې د اِفرائيم قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر اليسمع زوئ د عميهود وو. ۲۳ د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور وو، ۲۴ او د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى وو. ۲۵ په آخر کښې، څوک چې د دان قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، چا چې د ټولو لښکرو د وروستو نه حِفاظت کولو، هغوئ قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر د عمى‌شدى زوئ اخيعزر وو. ۲۶ د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران وو، ۲۷ او د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان وو. ۲۸ نو داسې، اِسرائيليان قبيله په قبيله، په دې ترتيب روان وُو، چې کله به هم هغوئ خېمې وړلې او سفر يې کولو. ۲۹ موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“ ۳۰ حوباب ووئيل، ”نه، زۀ واپس خپل مُلک ته ځم چې د خپلو خلقو سره يم.“ ۳۱ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته مِنت کوم چې زمونږ نه مۀ ځه، تا ته پته ده چې مونږ به په صحرا کښې چرته خېمې ولګوو او تۀ به مونږ ته لار ښائې. ۳۲ کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“

د خلقو سفر شروع کول

۳۳ کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى. ۳۴ چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ دپاسه وه. ۳۵ چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“ ۳۶ او چې کله به د لوظ صندوق ودرېدلو، نو هغۀ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، بې‌شمېره بنى اِسرائيلو ته راواپس شه.“