د شمېر کتاب

یوولسم فصل

د اسراییلیانو شکایت

۱ د اسراییلو قوم د خپلو تکلیفونو په هکله څښتن ته شکایت کول پیل کړل. کله چې څښتن د هغوی شکایت واورېد، هغه په قهر شو او په قوم باندې یې اور نازل کړ. د هغوی په منځ کې اور بلېده او د کمپ یوه څنډه یې له منځه یووړله. ۲ کله چې قوم موسی ته د مرستې دپاره زاري وکړه، هغه څښتن ته دعا وکړه او اور مړ شو. ۳ نو هغه ځای د تبعیره په نوم یاد شو، ځکه چې هلته د هغوی په منځ کې د څښتن له خوا اور لګېدلی ؤ.

د موسی له خوا د اویا تنه مشرانو ټاکل

۴ ځینې پردي خلک وو چې د اسراییلیانو سره راغلي وو. د هغوی غوښې ته ډېر سخت زړه کېده او حتی په خپله اسراییلیانو هم په شکایت کولو پیل وکړ او ویې ویل: «کاشکې مونږ ته د خوراک دپاره لږه غوښه وای! ۵ څومره ماهیان چې مونږ غوښتل په مصر کې مو وړیا خوړلی شول او هلته بادرنګ، هندوانې، ګندنه، پیاز او هوږه هم وه. ۶ خو دلته زمونږ اشتها له منځه لاړه، بې له دې من څخه مونږ بل هېڅ شی ونه لید.»

۷ من د دڼیا د تخم په شان ؤ، خو رنګ یې سپین بخن ؤ. ۸‏-۹ هغه د شپې له خوا د پرخې سره یوځای په کمپ باندې ورېده. په سهار کې به خلک ګرځېدل او هغه به یې راټولول، په مېچن کې به یې میده کول او یا به یې په اونګ کې ټکول او بیا به یې په لوښو کې ایشاوه او ډوډۍ به یې ورڅخه تیارولې. خوند یې د هغې ډوډۍ په شان ؤ چې د زیتونو په تېلو کې پخیږي.

۱۰ موسی د هرې کورنۍ د خلکو ژړا چې هر یو د خپلې خېمې د دروازې په خوله کې ولاړ ؤ او ژړل یې، واورېدله. څښتن ډېر زیات په قهر شو او په دې باندې موسی خفه شو. ۱۱ هغه څښتن ته وویل: «خپل خدمتګار دې ولې د داسې تکلیف سره مخامخ کړی دی؟ ما څه کړي دي چې زما څخه ناراضه شوی یې او د ټول قوم بار دې زما په اوږو باندې ایښی دی؟ ۱۲ هغوی ما نه دي پیدا کړي او نه مې هغوی زېږولي دي! ولې زما څخه غواړې چې د یوې دایي په شان کار وکړم او هغوی لکه د ماشومانو په شان په ټوله لار کې په غېږ کې واخلم او هغه وطن ته یې بوځم چې د هغوی د نیکونو سره دې وعده کړې وه؟ ۱۳ هغوی ماته ژاړي چې مونږ ته غوښه راکړه چې ویې خورو. د دې ټول قوم دپاره غوښه د کوم ځای څخه راپیدا کړم؟ ۱۴ دا کار زما دپاره ډېر سخت دی. زه یوازې څنګه کولای شم چې د دغو ټولو خلکو مسوولیت په غاړه واخلم؟ ۱۵ که چېرې ته زما سره دا ډول چلند کوې، نو په ما باندې رحم وکړه او همدا اوس مې مړ کړه او دا بدبخته ژوند مې پای ته ورسوه!»

۱۶ څښتن موسی ته وویل: «اویا تنه عزتمن خلک چې د قوم د مشرانو په توګه پېژندل شوي وي راټول کړه. هغوی ماته سپېڅلې خېمې ته راوله او ورته ووایه چې ستا په څنګ کې ودریږي. ۱۷ زه به درښکته شم او هلته به ستا سره خبرې وکړم او د هغه روح څخه به چې تاته مې درکړی دی لږ واخلم او هغوی ته به یې ورکړم. بیا هغوی کولای شي چې ستا سره د دغو خلکو دپاره د مسوولیت په درلودلو کې مرسته وکړي او ته به مجبور نه یې چې یوازې ته دا مسوولیت په غاړه واخلې. ۱۸ اوس قوم ته ووایه: ‹د سبا دپاره خپل ځانونه پاک کړئ، تاسو به غوښه وخورئ. څښتن اورېدلي دي چې تاسو فریاد کوئ او وایئ چې کاشکې زمونږ سره لږه غوښه وای او مونږ په مصر کې ډېر ښه وو. اوس به څښتن تاسو ته غوښه درکړي او تاسو به یې وخورئ. ۱۹ تاسو به هغه یوازې یوه، دوه، پنځه، لس یا حتی شل ورځې نه، ۲۰ بلکې پوره یوه میاشت به یې وخورئ، ترڅو ستاسو د سپېږمو څخه راووځي او زړه مو ورڅخه تور شي. داسې به وشي، ځکه چې تاسو د څښتن څخه چې ستاسو په منځ کې حاضر دی منکر شوي یئ او دا شکایت مو کړی دی چې باید هېڅکله د مصر څخه وتلي نه وای.›»

۲۱ موسی په ځواب کې وویل: «دلته زما سره لږ تر لږه شپږ لکه کسان دي. نو څنګه ویلی شې چې د هغوی دپاره به دا غوښه پوره یوه میاشت کفایت وکړي؟ ۲۲ حتی که چېرې ټولې رمې او پادې هم حلالې شي یا د بحیرې ټول ماهیان هم ونیول شي، د هغوی دپاره به کفایت ونه کړي.» ۲۳ څښتن په ځواب کې وویل: «زه هرڅه کولای شم! ته به زر ووینې چې زما خبرې به رښتیا شي.»

۲۴ نو موسی د سپېڅلې خېمې څخه راووت او څه چې څښتن ویلي وو هغه یې قوم ته بیان کړل. هغه اویا تنه مشران راټول کړل او د خېمې شاوخوا یې ودرول. ۲۵ بیا څښتن په ورېځ کې راښکته شو او د موسی سره یې خبرې وکړې. څښتن د هغه روح څخه چې موسی ته یې ورکړی ؤ، لږ واخیست او اویا مشرانو ته یې ورکړ. کله چې د څښتن روح په هغوی باندې نازل شو، نو هغوی د نبیانو په شان په نبوت پیل وکړ، خو دا کار یې یوازې د یوځل دپاره وکړ.

۲۶ الداد او میداد دوه مشران وو چې په کمپ کې پاتې وو او خېمې ته تللي نه وو. خو کله چې په هغوی باندې هم روح نازل شو، نو په کمپ کې یې نبوت پیل کړ. ۲۷ یو ځوان موسی ته ورمنډه کړه او د الداد او میداد په هکله یې ورته خبر ورکړ.

۲۸ د نون زوی یوشع چې د خپلې ځوانۍ د وخت څخه د موسی مرستیال ؤ، وویل: «ای موسی زما باداره، هغوی منع کړه!» ۲۹ خو موسی په ځواب کې وویل: «ایا ستا سره دا اندېښنه ده چې هغوی به په ما باندې څه وکړي؟ کاشکې څښتن خپل روح په خپل ټول قوم باندې نازل کړي، نو هرڅوک به نبي شي.» ۳۰ بیا موسی او د اسراییلو اویا مشران بېرته کمپ ته لاړل.

څښتن مړزان رانازلوي

۳۱ له هغې وروسته څښتن یو قوي باد رانازل کړ چې مړزان یې د بحیرې څخه راوړل. هغه د ځمکې څخه د یو متر څخه په کمه فاصله کې پورته الوتل، ترڅو د اسراییلیانو په کمپ او د هغه په شاوخوا باندې د څو څو کیلومترو په فاصله له هرې خوا څخه راښکته شول. ۳۲ نو خلکو ټوله ورځ او ټوله شپه او ټوله راتلونکې ورځ مړزان ونیول. هېچا د زرو کیلو ګرامو څخه کم نه وو راټول کړي. هغه یې د وچېدلو دپاره د کمپ شاوخوا ته وغوړول. ۳۳ خو د غوښې د خوراک د شروع سره سم څښتن په قوم باندې په قهر شو او په کمپ باندې یې سخته وبا نازله کړه. ۳۴ هغه ځای د قبروت هتاوه (د حریصانو د قبرونو) په نوم یاد شو، ځکه چې په هغه ځای کې هغه خلک ښخ شول چې غوښې ته به یې سخت زړه کېده.

۳۵ د هغه ځای څخه قوم حضیروت ته سفر وکړ او هلته یې خېمې ودرولې.