د شمېر کتاب

دولسم فصل

مریم او هارون د موسی سره مخالفت کوي

۱ موسی د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ. ۲ هغوی وویل: «ایا څښتن یوازې د موسی په وسیله خبرې کړې دي؟ ایا هغه زمونږ په وسیله خبرې نه دي کړي؟» څه چې هغوی وویل څښتن هغه واورېدل. ۳ (موسی د ځمکې په مخ تر ټولو عاجز سړی ؤ.)

۴ څښتن سمدلاسه موسی، هارون او مریم ته وویل: «زه غواړم چې تاسو درې واړه سپېڅلې خېمې ته راشئ.» نو هغوی ورغلل. ۵ څښتن د ستنې په شان ورېځ کې راښکته شو، د خېمې د دروازې په خوله کې ودرېده او غږ یې وکړ: «ای هارونه! ای مریمې!» هغوی دواړه رامخکې شول ۶ او څښتن وویل: «اوس زما خبرې ته غوږ ونیسئ! زه خپل ځان نبیانو ته په رویاګانو کې ښکاره کوم او د هغوی سره په خوبونو کې خبرې کوم. ۷ خو کله چې د خپل خدمتګار موسی سره خبرې کوم هغه د نورو سره فرق لري. هغه مې د خپل ټول قوم مشر ټاکلی دی. ۸ نو زه د هغه سره مخامخ او صفا خبرې کوم، نه په پټه، حتی که هغه زما څېره هم ویني! تاسو څنګه جرات کوئ چې زما د خدمتګار موسی په ضد خبرې وکړئ؟»

۹ څښتن په هارون او مریم باندې په قهر شو. د څښتن د تګ ۱۰ او د سپېڅلې خېمې د سر څخه د ورېځې د لېرې کېدلو څخه وروسته مریم په جذام باندې اخته شوه او پوستکی یې لکه د واورې په شان سپین واوښت. کله چې هارون هغې ته وکتل، نو ویې لیدل چې هغه په جذام باندې اخته شوې ده، ۱۱ نو موسی ته یې وویل: «زما باداره، مونږ ته د داسې ګناه په خاطر چې په بې عقلۍ سره مو کړې ده، سزا مه راکوه. ۱۲ مه پرېږده چې د مریم غوښه د یو مړ زېږېدلي ماشوم په شان خوسا شي!»

۱۳ نو موسی څښتن ته فریاد وکړ: «ای خدایه، هغه روغه کړه!»

۱۴ خو څښتن په ځواب کې وویل: «که چېرې پلار یې د هغې په مخ باندې لیاړې توکړې وای، نو هغه به اووه ورځې خجالت نه وای؟ نو پرېږده چې یوه هفته د کمپ څخه دباندې ایساره وي او له هغې وروسته کېدای شي چې کمپ ته راوستل شي.» ۱۵ مریم اووه ورځې د کمپ څخه دباندې ایساره پاتې شوه او قوم تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړ، ترڅو هغه بېرته کمپ ته راوستل شوه. ۱۶ بیا هغوی د حضیروت څخه لاړل او د فاران په دښته کې یې خېمې ودرولې.