۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

څوارلسم باب

د خلقو شکايتونه کول

۱ بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل. ۲ هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے. ۳ مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“ ۴ نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې يو مشر خوښ کړُو او مِصر ته واپس لاړ شُو.“ ۵ بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل. ۶ او د نون زوئ يشوَع او کالب د يفُنه زوئ چې د نورو کسانو سره هغه مُلک کتلے وو، نو هغوئ هغه دوه کسان وُو چې د خفګان نه يې خپلې جامې وشلولې ۷ او خلقو ته يې وفرمائيل، ”کوم مُلک چې مونږ وکتلو هغه ډېر زيات ښۀ مُلک دے. ۸ کۀ مالِک خُدائ زمونږ نه رضا وى نو هغه به مونږ هلته بوځى، هغه مُلک ته چې زرخېز او آباد وى او مونږ له به يې راکړى. ۹ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“ ۱۰ ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.

د حضرت موسىٰ د خلقو دپاره دُعا کول

۱۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟ ۱۲ زۀ به په هغوئ وبا راولم او هلاک به يې کړم، خو زۀ به تا د يو داسې قوم پلار نيکۀ جوړ کړم چې هغه به د دې خلقو نه لوئ او طاقتور وى.“ ۱۳ خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا د خپل طاقت سره دا خلق د مِصر نه راوويستل. کله چې مِصريان خبر شى چې تا د خپلو خلقو سره څۀ کړى دى، ۱۴ نو هغوئ به د دې مُلک اوسېدونکو ته ووائى چا چې د مخکښې نه دا اورېدلى دى چې مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مل يې، او چې کله ستا وريځ زمونږ دپاسه ولاړه وى نو تۀ راته مخامخ ښکارېږې او چې تۀ زمونږ د ورځې د وريځې په ستن کښې او د شپې د اور په ستن کښې لارښودنه کوې. ۱۵ اوس کۀ تۀ خپل ټول خلق ووژنې، نو چې کومو قومونو ستا په حقله اورېدلى دى نو هغوئ به ووائى ۱۶ چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده. ۱۷ نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل، ۱۸ زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى. ۱۹ او اوس مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د خپلې لوئې او نۀ بدلېدونکې مينې په مطابق د دې خلقو ګناه معاف کړه، هم هغه شان څنګه چې تا هغوئ د مِصر د راوتلو نه تر اوسه پورې معاف کوې.“ ۲۰ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ستا د وېنا په مطابق هغوئ ما معاف کړل. ۲۱ خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده، ۲۲ چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے. ۲۳ هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے. ۲۴ خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى ۲۵ چې په کومو واديانو کښې اوس عماليقيان او کنعانيان اوسيږى. سبا واپس په صحرا کښې د بحرِقُلزم طرف ته روان شئ.“

د شکايتونو په وجه د مالِک خُدائ خلقو له سزا ورکول

۲۶ مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲۷ ”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى. ۲۸ اوس هغوئ له دا جواب ورکړه، زۀ ژوندے مالِک خُدائ په خپل ذات قسم کوم، چې زۀ به ستاسو دپاره هم هغه شان وکړم څۀ چې تاسو زما په وړاندې وئيلى دى. ۲۹ تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى. ۳۰ ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى. ۳۱ تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه مُلک ته راولم چې تاسو يې مخالفت کړے دے. ۳۲ تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ. ۳۳ ستاسو بچى به څلوېښت کاله په صحرا کښې سرګردانه ګرځى، ستاسو د نافرمانۍ په وجه به کړيږى، تر دې پورې چې ستاسو آخرى کس هم مړ شى. ۳۴ تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم. ۳۵ بې‌شکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“ ۳۶‏-۳۷ موسىٰ چې کوم سړى د هغه مُلک کتلو له لېږلى وُو چا چې غلط خبر راوړو چې د هغې په وجه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو، نو مالِک خُدائ په دې جاسوسانو باندې وبا راوستله او هغوئ مړۀ شول. ۳۸ په هغه دولسو جاسوسانو کښې صِرف يشوَع او کالب ژوندى پاتې شول.

د مُلک د نيولو وړومبے کوشش

۳۹ کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول. ۴۰ بل سحر وختى هغوئ د غرونو مُلک ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مونږ هغه مُلک ته لاړ شُو چې د کوم په حقله مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى دى. مونږ دا منو چې مونږ ګناه کړې ده.“ ۴۱ خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو تاسو ولې د مالِک خُدائ نافرمانى کوئ؟ تاسو به کامياب نۀ شئ. ۴۲ تاسو مۀ ځئ. مالِک خُدائ ستاسو مل نۀ دے او ستاسو دشمنان به تاسو له شکست درکړى. ۴۳ کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“ ۴۴ خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرونو مُلک ته وخېژى، اګر چې نۀ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او نۀ موسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو. ۴۵ بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.