۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

شپاړسم باب

د قورح، داتن او ابيرام بغاوت

۱‏-۲ د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو. ۳ هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“ ۴ کله چې موسىٰ دا واورېدل، نو هغه د خفګان نه پړمخې پرېوتو. ۵ او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى. ۶‏-۷ سبا سحر تۀ او ستا ملګرى د اور وړلو لوښى واخلئ، بل سکارۀ په کښې واچوئ او په هغې باندې د خوشبويۍ مصالحې واچوئ او قربان‌ګاه ته يې يوسئ. بيا به مونږ وګورو چې زمونږ نه مالِک خُدائ څوک خوښ کړى دى. تاسو ليويان د حد نه تېر شوى يئ.“ ۸ موسىٰ قورح ته وفرمائيل، ”اے ليويانو، واورئ. ۹ تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟ ۱۰ هغۀ تاسو او نورو ليويانو له دا عزت درکړے دے او اوس تاسو دا وايئ چې د هغۀ اِمامان هم شئ. ۱۱ کله چې تاسو د هارون خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې د مالِک خُدائ خِلاف غورېدل دى او دا ستا او ستا د قبيلې سرکشى ده.“ ۱۲ بيا موسىٰ داتن او ابيرام راوغوښتل، خو هغوئ ووئيل، ”مونږ نۀ درځُو. ۱۳ دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟ ۱۴ بله دا چې تا هغه مُلک ته هم رانۀ وستلو چې زرخېز او آباد دے او نۀ دې پټى او د انګورو باغونه راکړل چې زمونږ شى. دا خلق ړاندۀ دى څۀ چې نۀ پوهيږى؟ مونږ نۀ درځُو.“ ۱۵ موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“ ۱۶ موسىٰ قورح ته وفرمائيل، ”سبا به تۀ او ستا دوه نيم سوه ملګرى خامخا د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته راشئ، او هارون دې هم راشى. ۱۷ ستاسو هر يو کس به خپل مجمر واخلى، د خوشبويۍ مصالحه به په کښې واچوى او بيا به يې په قربان‌ګاه باندې پېش کړى.“ ۱۸ نو هر يو کس خپل مجمر واخستلو، ژوندى سکارۀ او د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله او د موسىٰ او هارون سره د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. ۱۹ بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو، ۲۰ او مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲۱ ”تاسو د دې خلقو نه لرې شئ، چې سمدستى يې تباه کړم.“ ۲۲ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل او وې فرمائيل، ”خُدايه پاکه، ټولو خلقو له ژوند تۀ ورکوې. کله چې يو کس ګناه وکړى، نو تۀ ټولو ته په قهر کېږې څۀ؟“ ۲۳ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲۴ ”خلقو ته ووايه چې د قورح، داتن او ابيرام د خېمو نه لاړ شى.“ ۲۵ بيا موسىٰ داتن او ابيرام له روان شو او د بنى اِسرائيلو مشران هم ورسره شول. ۲۶ هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“ ۲۷ نو هغوئ د قورح، داتن او د ابيرام د خېمو نه لاړل. داتن او ابيرام بهر راوتلى وُو او د خپلو خېمو د دروازو په خُلو کښې، د خپلو ښځو سره، د خپلو بچو او د خپلو وړو ماشومانو سره ولاړ وُو. ۲۸ موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې دا ټول کارونه وکړم او چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى. ۲۹ کۀ دا سړى د خُدائ پاک د سزا نه بغېر په خپل مرګ مړۀ شى، نو بيا به مالِک خُدائ زۀ هم نۀ يم رالېږلے. ۳۰ خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“ ۳۱ هغۀ چې څنګه خبرې ختمې کړې، نو د داتن او ابيرام لاندې زمکه وشلېدله، ۳۲ هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ خاندان، سره د قورح د ټولو ملګرو او چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل. ۳۳ نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه او هغوئ فنا شول. ۳۴ هلته چې څومره اِسرائيليان وُو هغوئ چې کله د هغوئ ژړا واورېدله نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ چغې وهلې، ”تښتئ. زمکه به مونږ هم تېر کړى.“ ۳۵ بيا مالِک خُدائ يو اور راولېږلو او هغه دوه نيم سوه سړى يې وسوزول کومو چې خوشبوئى پېش کړې وه.

د سرکشۍ دپاره کفاره

۳۶ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۳۷ ”د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر ته ووايه چې کوم سړى سوزېدلى دى چې د هغوئ د اور لوښى لرې کړى او هغه سکارۀ دې د اور لوښو نه لږ لرې وولى، ځکه چې د اور لوښى مقدس دى. ۳۸ کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربان‌ګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“ ۳۹ نو اِلى‌عزر اِمام د اور لوښى واخستل او د ټکولو دپاره يې ورکړل، د قربان‌ګاه د پټولو د سر دپاره نرى نرى پترى ترې نه جوړ کړے شول. ۴۰ دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.

د حضرت هارون خلق بچ کول

۴۱ خو په ورپسې ورځ ټول قوم موسىٰ او هارون ته وغورېدو او وې وئيل، ”تاسو د مالِک خُدائ خلق وژلى دى.“ ۴۲ د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو. ۴۳ موسىٰ او هارون لاړل او د خېمې په مخکښې ودرېدل، ۴۴ او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۴۵ ”د دې خلقو نه لرې شه او زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم.“ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل، ۴۶ او موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”خپل مجمر واخله، د قربان‌ګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه. زر شه. مالِک خُدائ په قهر دے او تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“ ۴۷ هارون ته چې څنګه وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل، خپل د اور لوښے يې واخستلو او د راغونډو خلقو مينځ ته يې ورمنډه کړه. کله چې هغۀ وليدل چې تباهى شروع وه، نو هغۀ خوشبوئى په سکارو واچوله او د خلقو دپاره يې کفاره ادا کړه. ۴۸ هغه د مړو او ژوندو په مينځ کښې ودرېدلو او تباهى بس شوه. ۴۹ کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو. ۵۰ کله چې تباهى بس شوه، نو هارون د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ ته راواپس شو.