۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

شپږويشتم باب

دوېمه مردم‌شمارى

۱ د وبا نه پس مالِک خُدائ موسىٰ او د هارون زوئ اِلى‌عزر ته وفرمائيل چې، ۲ ”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردم‌شمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“ ۳‏-۴ موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل او د دې عُمر ټول سړى يې راوغوښتل. هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې راغونډ شول. دا هغه اِسرائيليان وُو چې د مِصر مُلک نه وتلى وُو، ۵ د يعقوب د مشر زوئ روبين په قبيله کښې دا قبيلې وې، حنوک، فلو، ۶ حصرون او کرمى. ۷ دوئ په شمېر کښې درې څلوېښت زره اووۀ سوه او دېرش سړى وُو. ۸ د فلو په اولاد کښې اِلياب ۹ او د هغۀ زامن نمواېل، داتن، ابيرام وُو. دا هغه داتن او ابيرام وُو کوم چې قوم خوښ کړى وُو. هغوئ د موسىٰ او هارون مخالفت وکړو او د قورح په قبيله کښې شامل شول، کله چې هغوئ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړو. ۱۰ نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه. ۱۱ خو د قورح اولاد نۀ وو وژلے شوے. ۱۲ د شمعون په قبيله کښې دا قبيلې وې، نمواېل، يمين، يکين، ۱۳ زارح او ساؤل. ۱۴ دا قبيلې په شمېر کښې دوويشت زره او دوه سوه سړى وُو. ۱۵ د جاد په قبيله کښې دا قبيلې وې، صفونى، حجى، سونى، ۱۶ ازنى، عيرى، ۱۷ ارودى او اريلى. ۱۸ دا قبيلې په شمېر کښې څلوېښت زره او پينځۀ سوه سړى وُو. ۱۹‏-۲۱ د يهوداه په قبيله کښې دا قبيلې وې، سيله، فارص، زارح، حصرون او حمول. د يهوداه دوه زامن عير او اونان، د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. ۲۲ دا قبيلې په شمېر کښې شپږ اويا زره او پينځۀ سوه سړى وُو. ۲۳ د يساکار په قبيله کښې دا قبيلې وې، تولع، فُوه، ۲۴ يسوب او سِمرون. ۲۵ دا قبيلې په شمېر کښې څلور شپېتۀ زره او درې سوه سړى وُو. ۲۶ د زبولون په قبيله کښې دا قبيلې وې، سرد، ايلون او يحلى‌اېل. ۲۷ دا قبيلې په شمېر کښې شپېتۀ زره او پينځۀ سوه سړى وُو. ۲۸ د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو. ۲۹ دا د منسى د قبيلې اولاد دے، د منسى زوئ مکير د جِلعاد قبيلې پلار نيکۀ جوړ شو، ۳۰ دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله، ۳۱ اسرى‌اېل، شِکم، ۳۲ سميدع او حِفر. ۳۳ د حِفر د زوئ صِلافحاد زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې، د هغوئ نومونه دا دى، محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه. ۳۴ دا قبيلې په شمېر کښې دوه پنځوس زره او اووۀ سوه سړى وُو. ۳۵ د اِفرائيم په قبيله کښې دا قبيلې وې، سوتلح، بکر او تحن. ۳۶ د عيران قوم د سوتلح اولاد وو. ۳۷ د اِفرائيم د قبيلې د قبيلو په شمېر کښې دوه دېرش زره او پينځۀ سوه سړى وُو. دا قبيلې د يوسف اولاد دے. ۳۸ دا د بنيامين قبيلې، قبيلې دى، بالع، اشبيل، اخيرام، ۳۹ سفوفام او حُوفام. ۴۰ د ارد او نعمان قبيلې د بالع اولاد دے. ۴۱ دا قبيلې په شمېر کښې پينځۀ څلوېښت زره او شپږ سوه سړى وُو. ۴۲‏-۴۳ د سوحام قبيله کوم چې په شمېر کښې څلور شپېتۀ زره او څلور سوه سړى وُو دا دان د نسل نه وُو. ۴۴ د آشر په قبيله کښې دا قبيلې وې، يمنه، اِسوى او بريعاه. ۴۵ د حِبر او مُلکى‌اېل قبيلې د بريعاه اولاد وو. ۴۶ د آشر يوه لور وه چې نوم يې سِره وو. ۴۷ په دې قبيلو کښې د سړو شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه وو. ۴۸ د نفتالى په قبيله کښې دا قبيلې وې، يحزى‌ايل، جونى، ۴۹ يصر او سليم. ۵۰ په دې قبيلو کښې د سړو شمېر پينځۀ څلوېښت زره او څلور سوه وو. ۵۱ ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو. ۵۲ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۵۳ ”د ميراث په توګه هغه زمکه په قبيلو باندې د سړو د شمېر په مطابق تقسيم کړئ. ۵۴‏-۵۶ پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“ ۵۷ د ليوى اصلى قبيلې دا دى، د جيرسون قبيله، قُهات او مرارى. ۵۸ د هغوئ په اولاد کښې دا وړې قبيلې هم شاملى دى، لِبنى، حبرون، محلى، موشى او قورح. قُهات د عُمرام پلار وو، ۵۹ هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه. ۶۰ د هارون دا څلور زامن وُو، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۶۱ ندب او ابيهُو په هغه وخت ووژلے شول کله چې هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو. ۶۲ د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو. ۶۳ دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلى‌عزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى وکړه. ۶۴ په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردم‌شمارۍ کښې شمېرلى وُو. ۶۵ مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې هغوئ ټول به په صحرا کښې مړۀ شى، نو د يفُنه د زوئ کالب او د نون زوئ يشوَع نه بغېر ټول مړۀ شول.