۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کتاب

اووم فصل

د اسراییلو مشران مقدسې خېمې ته سوغاتونه راوړي

۱ کله چې حضرت موسیٰ د مقدسې خېمې د ودرولو څخه وزګار شو، نو خېمه او د هغې ټول سامان او د قربانۍ ځای او د هغه ټول سامان یې مسح کړ او هغه یې څښتن ته وقف کړ. ۲ بیا د اسراییلو دولس قبیلوي مشران یعنې هماغه نفر چې د خلکو د سرشمېرنې مشري یې په غاړه وه مقدسې خېمې ته ۳ د هغو سوغاتونو سره راغلل چې د څښتن دپاره وو. هغوی شپږ ګاډۍ ګانې او دولس غوایان راوړل، هر مشر یو یو غویی او دوو مشرانو یوه یوه ګاډۍ راوستله.

۴ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۵ <دا سوغاتونه د هغوی څخه قبول کړه چې د مقدسې خېمې په کار کې ورڅخه ګټه واخیستل شي او هغه لاویانو ته د هغه کار دپاره ورکړه چې هر یو یې په مقدسه خېمه کې اجرا کوي.> ۶ نو حضرت موسیٰ ګاډۍ ګانې او غوایان واخیستل او هغه یې لاویانو ته ۷‏-۸ چې د حضرت هارون د زوی ایتامار تر مشرۍ لاندې وو ورکړل. حضرت موسیٰ جرشونیانو ته د هغوی د کار دپاره دوه ګاډۍ ګانې او څلور غوایان ورکړل او څلور ګاډۍ ګانې او اته غوایان یې مراریانو ته د هغوی د کار دپاره ورکړل. ۹ مګر قهاتیانو ته یې هیڅ ورنه کړل، ځکه چې هغوی د هغو مقدسو شیانو مسوولان وو چې باید په خپلو اوږو باندې یې یوسي.

۱۰ کله چې د قربانۍ ځای مسح کړای شو، مشرانو خپلې نذرانې د هغه د وقف کولو دپاره راوړلې او هغه یې د قربانۍ د ځای په مخ کې وړاندې کړې. ۱۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <مشرانو ته ووایه چې تر دولسو ورځو پورې دې یو یو مشر هره ورځ خپله نذرانه د قربانۍ د ځای د وقف کولو دپاره راوړي.>

۱۲‏-۸۳ نو هر مشر دا لاندیني سوغاتونه راوړل:

د سپینو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یونیم کیلوګرام ؤ او د وینې د شیندلو دپاره د سپینو زرو یوه کاسه چې وزن یې اته سوه ګرامه ؤ. دواړه د ښو اوړو او زیتونو د تېلو څخه ډک وو، دا د غلې دانې د نذرانې په توګه وو او وزن یې د مقدس ځای د اندازې په مطابق ؤ:

  • - د خوشبویۍ څخه ډک د سرو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یوسلو لس ګرامه ؤ
  • - یو ځوان غویی، یو پسه او یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې په توګه
  • - یو وز د ګناه د نذرانې په توګه
  • - او د سلامتۍ د نذرانې په توګه دوه غوایان، پنځه پسونه، پنځه وزان او پنځه وري چې هر یو یو کلن ؤ.

قبیلوي مشرانو خپل سوغاتونه او نذرانې په لاندیني ترتیب سره راوړلې:

  • په اوله ورځ د یهودا د قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زوی
  • په دوهمه ورځ د یساکار د قبیلې څخه نتنائیل د صوغر زوی
  • په دریمه ورځ د زبولون د قبیلې څخه الیاب د حیلون زوی
  • په څلورمه ورځ د روبین د قبیلې څخه الیصور د شدیئور زوی
  • په پنځمه ورځ د شمعون د قبیلې څخه شلومیئیل د صوریشدای زوی
  • په شپږمه ورځ د جاد د قبیلې څخه الیاساف د دعوئیل زوی
  • په اوومه ورځ د افرایم د قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زوی
  • په اتمه ورځ د منسي د قبیلې څخه جملیئیل د فدهصور زوی
  • په نهمه ورځ د بنیامین د قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زوی
  • په لسمه ورځ د دان د قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زوی
  • په یوولسمه ورځ د اشیر د قبیلې څخه فجعیئیل د عکران زوی
  • په دولسمه ورځ د نفتالي د قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.

۸۴‏-۸۸ په دې ډول کله چې د قربانۍ ځای مسح او څښتن ته وقف کړای شو، دغو دولسو مشرانو دا لاندیني سوغاتونه راوړل:

  • - دولس د سپینو زرو قابونه او دولس د سپینو زرو کاسې چې د وینې د شیندلو دپاره وې او د ټولو وزن د مقدس ځای د اندازې په مطابق اته ویشت کیلوګرامه ؤ.
  • - دولس د سرو زرو پشقابونه چې وزن یې یونیم کیلوګرامه ؤ او د خوشبویۍ څخه ډک وو.
  • - دولس غوایان، دولس پسونه او دولس یو کلن وري د غلو دانو د نذرانو سره د سوزېدونکو نذرانو په توګه.
  • - دولس وزان د ګناه د نذرانو په توګه.
  • - څلورویشت غوایان، شپېته پسونه، شپېته وزان او شپېته یو کلن وري د سلامتۍ د نذرانو په توګه.

۸۹ کله به چې حضرت موسیٰ غوښتل چې د څښتن سره خبرې وکړي نو مقدسې خېمې ته به ورننوت. هلته به هغه د دوو کروبیانو له منځ څخه د کفارې د پوښ دپاسه چې د لوظ په صندوق باندې پروت ؤ، د څښتن غږ اورېده چې د هغه سره یې خبرې کولې.