۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

اتم باب

د ډيوو کېښودل

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲ ”هارون ته ووايه چې کله هغه اووۀ ډيوې په ډيوټ باندې کېږدى، نو هغه به يې داسې کېږدى چې د ډيوټ مخې ته رڼا ورکوى.“ ۳ هارون هم هغه شان وکړل او ډيوې يې داسې کېښودې چې د ډيوټ مخې ته رڼا وه. ۴ د سر نه تر بېخه پورې ډيوټ د ټکولے شوو سرو زرو نه جوړ وو، هم د هغې نقشې په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ ته ښودلې وه.

د ليويانو خِدمت او وقف کېدل

۵ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۶ ”ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه او هغوئ پاک کړه، ۷ طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى. ۸ بيا يو سخے او د غلې نذرانې دپاره اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى دا به هغوئ واخلى، او د ګناه نذرانې دپاره به تۀ يو بل غوَيے بوځې. ۹ بيا د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړه او ليويان زما د حضور خېمې په مخکښې ودروه. ۱۰ اِسرائيليان دې خپل لاسونه د ليويانو په سرونو کېږدى، ۱۱ او بيا به هارون ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه ما ته وقف کړى، چې هغوئ زما خِدمت وکړى. ۱۲ ليويان به بيا خپل لاسونه د دوو غوَيانو په سرونو کېږدى، يو به د ګناه نذرانې په توګه او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د دې دپاره چې د ليويانو کفاره ادا شى. ۱۳ ليويان ما ته د خاص تُحفې په توګه وقف کړه او هارون او د هغۀ زامن د هغوئ مشران جوړ کړه. ۱۴ نو ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه چې هغوئ زما شى. ۱۵ کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى. ۱۶ د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان زما دى او هغوئ صِرف زما دى. ۱۷ کله چې ما د مِصر په مُلک کښې ټول مشران زامن ووژل، ما د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او هر يو وړومبے پېدا شوے ځناور خپل ځان ته وقف کړو. ۱۸ اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو وړومبو پېدا شوو زامنو په ځائ ليويان اخلم، ۱۹ او ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه د هارون او د هغۀ زامنو په حواله کوم چې په مقدسه خېمه کښې د بنى اِسرائيلو دپاره خِدمت وکړى او هغوئ به د بنى اِسرائيلو دپاره کفاره ادا کوى چې کله هغوئ مقدس ځائ ته ډېر نزدې راشى نو چې وبا يې هلاک نۀ کړى.“ ۲۰ نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. ۲۱ ليويانو خپل ځانونه پاک کړل او جامې يې ووينځلې او هارون هغوئ مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړل. هارون د هغوئ دپاره د پاکوالى کفاره ادا کړه. ۲۲ خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ د ليويانو په حقله موسىٰ ته حُکم کړے وو. نو ليويان په مقدسه خېمه کښې د خِدمت کولو دپاره د هارون او د هغۀ زامنو د مشرۍ لاندې لاړل. ۲۳ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲۴ ”د پينځويشتو کالو عُمر نه واخله هر يو ليوے به زما د حضور په خېمه کښې خپله د خِدمت ذمه وارى ادا کوى، ۲۵ او چې عُمر يې پنځوس کاله شى نو هغه به نور خِدمت نۀ کوى. ۲۶ د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“