۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

اوويشتم باب

۱ د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى. ۲ دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله. ۳ کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى. ۴ قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟ ۵ څرګنده رټنه د پټې مينې نه ښۀ ده. ۶ د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده. ۷ څوک چې موړ وى هغه شهد هم د پښو لاندې کوى، خو د اوږى دپاره تريخ خوراک هم خوږ وى. ۸ لکه څنګه چې يوه مرغۍ د خپلې جالې نه ورکه شوې وى د هغه چا په شان وى لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوى وى. ۹ لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى. ۱۰ خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے. ۱۱ زما زويه، هوښيار اوسه او زما زړۀ خوشحاله کړه، نو بيا به زۀ هر هغه چا ته جواب ورکولے شم څوک چې ما ته سپک ګورى. ۱۲ هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى. ۱۳ هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى. ۱۴ کۀ چرې څوک سحر د وخته په اوچت آواز سره په خپل ګاونډى سلام واچوى، دا به هغه لکه د کنځلو په شان وګڼى. ۱۵ يوه جګړماره ښځه داسې وى لکه چې په باران کښې د کوټې چت راڅاڅى. ۱۶ د هغې بندول داسې مشکل وى لکه د هوا بندول او يا تېل په موټى کښې نيول. ۱۷ لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تيره کوى، نو دغه شان يو انسان بل انسان تېرۀ کوى. ۱۸ کۀ څوک د اينځر د ونې خيال ساتى نو د هغې مېوه به هم وخورى، او هر هغه څوک چې د خپل نېک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شى. ۱۹ لکه څنګه چې په اوبو کښې مخ ښکارى، نو هم دغه شان د يو انسان زړۀ يو انسان څرګندوى. ۲۰ لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى. ۲۱ سپين او سرۀ زر په اور آزمائيلے شى، او يو انسان د هغۀ د صِفت کولو نه وروستو آزمائيلے شى. ۲۲ کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى. ۲۳ د خپلو رمو په حال ځان پوهوه، او خپلو رمو ته زياته توجو ورکوه، ۲۴ ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى. ۲۵ کله چې ګياه ختمه شى او نوې ګياه راشنه شى او ګياه د غرونو نه راجمع کيږى، ۲۶ نو بيا به ګډورى تا ته د کپړو دپاره وړۍ درکړى، او چېلۍ به درته د پټو د اخستو قيمت درکړى. ۲۷ نو بيا به تا سره د چېلو دومره زيات پئ وى چې په هغې به خپل خاندان او وينځې ساتلے شى.