۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

اتۀويشتم باب

۱ بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى. ۲ هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى. ۳ کوم مشر چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د هغه تېز باران په شان دے چې ولاړ ټول فصل تباه کوى. ۴ کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى. ۵ بدکاره انسانان په اِنصاف نۀ پوهيږى، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوى نو هغوئ پرې مکمل پوهيږى. ۶ غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى. ۷ څوک چې په شريعت عمل کوى نو هغه يو هوښيار زوئ دے، خو څوک چې د بد اخلاقو دوستى کوى د خپل پلار د شرم باعث ګرځى. ۸ څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى. ۹ خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى. ۱۰ څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى. ۱۱ يو مالداره خپل ځان هوښيار ګڼى، خو يو غريب عقلمند د هغۀ په اصلى کردار پوهيږى. ۱۲ کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى. ۱۳ هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى. ۱۴ بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى. ۱۵ لکه د غړمبېدونکى زمرى او يا د اوږى مېلو په شان هغه بدکاره انسان دے څوک چې په بې‌وسه خلقو باندې حکومت کوى. ۱۶ ناپوهه بادشاه به په خپلو خلقو ظلم کوى، خو څوک چې د حرام مال دولت نه نفرت کوى نو هغه به د ډېر وخت دپاره ژوندے وى. ۱۷ کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى. ۱۸ د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى. ۱۹ څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى. ۲۰ يو ايماندار کس ته به ډېر زيات برکت ورکړے شى، خو کۀ څوک زر مالداره کېدل غواړى هغۀ ته به سزا مِلاو شى. ۲۱ د چا طرفدارى کول ښۀ کار نۀ دے ځکه چې ځينې خلق به د يوې نوړۍ روټۍ دپاره غلط کار وکړى. ۲۲ کنجوس انسان د دې ليواله وى چې مالداره شى او د دې نه ناخبره وى چې غربت د دۀ انتظار کوى. ۲۳ څوک چې د اصلاح دپاره تنبيه کول کوى په آخر کښې به د هغه چا نه ورته زيات عزت مِلاو شى څوک چې په ژبه څټل کوى. ۲۴ څوک چې د خپل پلار او مور نه غلا کوى او دے وائى چې، ”دا غلطى نۀ ده،“ نو دے د يو قاتل نه کم نۀ دے. ۲۵ لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى. ۲۶ څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى. ۲۷ څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى. ۲۸ هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشى، نو خلق خپل ځان پټوى، کله چې بدکاران هلاک شى نو صادقان بيا آباد شى.