چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه!
۲ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
مه هېروه ټول احسانونه یې ته!
۳ څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښي
او ستا ټول رنځونه روغوي
۴ څوک چې ژغوري تا له مرګه
او خپل د مینې او رحم تاج ستا په سر باندې ږدي
۵ چې پوره کوي څوک ارمانونه ستا په ښو شیانو
ترڅو تازه شي د عقاب په څېر ستا ځواک او ځواني
۶ څښتن کوي انصاف د ټولو مظلومانو سره
ورکوي بېرته د هغوی حقونه
۷ موسی ته یې خپله اراده وښوده
د اسراییلو قوم ته یې خپلې کارنامې وښودې
۸ څښتن رحیم او مهربانه دی
زر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
۹ نه به ورکوي دوام رټلو ته
نه به خپل قهر ساتي زړه کې تل مدام
۱۰ نه راکوي مونږ ته زمونږ د ګناهونو سره سمه سزا
نه اخلي بدله زمونږ د بدو کارو
۱۱ لکه چې څومره دی د ځمکې نه اسمان اوچت
دومره یې مینه ده تلپاتې د هغو دپاره چې وېریږي ترې
۱۲ څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخه
دومره زمونږ نه لېرې کوي ګناهونه زمونږ
۱۳ څومره چې پلار وي مهربان خپلو بچیو باندې
دومره څښتن وي مهربان په هغو خلکو باندې
چې کوي وېره ترې
۱۴ هغه پوهیږي چې مونږ څنګه پیدا شوي یو
هغه ته یاد دي چې له خاورې پیدا شوي یو مونږ
۱۵ د انسان ژوند دی د واښو په شان
چې د صحرا د ګل په شان غوړیږي
۱۶ کله چې باد ولګي نو ځي له منځه
او بیا نه ښکاري په خپل ځای کې
۱۷ خو د څښتن مینه د ازل نه تر ابده به وي
د هغو خلکو سره چې کوي وېره ترې
د ده نېکي به وي مدام د هغوی د نسلونو سره
۱۸ د هغو خلکو سره چې وفادار اوسي د هغه لوظ ته
او په حکمونو یې عمل کوي په غور سره
۱۹ څښتن خپل تخت ځای په ځای کړی په اسمان کې
او پاچاهي کوي په ټولو باندې
۲۰ ای زورورو فرښتو
چې کړئ عمل یې په حکمونو او خبره یې اورئ
ثنا ووایئ د څښتن
۲۱ ثنا ووایئ د څښتن ای د هغه د فرښتو ډلو
ای خادمانو د هغه چې اراده یې پوره کوئ تاسو
۲۲ ای د څښتن ټول مخلوقه، د هغه ثنا ووایئ
ده په هر هغه ځای کې پاچاهي د هغه
ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!