چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
دیارلسم زبور
څښتن ته د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
۱ ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه، تر ابده؟
ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟
۲ ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟
ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟
ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟
۳ راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړه
ما ته بیا خپل قوت راکړه
هسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم
۴ دښمن به وایي: زه شوم غالب په ده
دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله
۵ خو کړم باور ستا په تلپاتې مینه
خوشحالي کوي زړګی زما ستا په نجات کې
۶ زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنه
ځکه چې ما سره دې کړی دی احسان