چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څومره ښه او په زړه پورې ده دا
د خدای د قوم دپاره چې کله اوسیږي
هغوی په اتفاق سره
۲ دا د مسح کولو د قیمتي تېلو په شان دي
چې راتوییږي د هارون په سر او ږیرې باندې
او راتوییږي یې د چپن په غاړه
۳ دا لکه پرخه چې پرته وي د حرمون په غره
چې راوریږي د صهیون په غرونو
دا هغه ځای دی چې څښتن ورکړ برکت
د داسې ژوند چې ختمیږي نه هېڅکله