چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ای څښتنه، زما دعا واوره
زما زاریو ته ته غوږ ونیسه
خپلې وفادارۍ او عدالت سره قبوله کړه دعا زما
۲ خپل خدمتګار دې محاکمه نه کړې ته
څوک بېګناه نشته دی ستا نظر کې
۳ دښمنان په ما پسې دي
او زه یې ځپلی یمه
زه یې اچولی یم تیاره ځای کې
د هغو خلکو په شان
چې دي مړه شوي ډېر پخوا
۴ نو کمزوری شوی زما روح دی
ډېر وېرېدلی او ناامیده یمه
۵ رایادومه تېر وختونه زه
کوم کارونه چې تا کړي دي
د هغو ټولو په هکله کومه فکر زه
ستا ټول کارونه راولم ذهن ته
۶ پورته کومه خپل لاسونه په دعا کې تاته
د وچې ځمکې په شان تږی زما ځان دی تاته
۷ زر مې قبوله کړه دعا څښتنه
ټول امیدونه مې ورکړي دي له لاسه
ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوه
که نه نو زه به د هغو په شان شم
چې وي روان قبر ته
۸ هر سهار راته رایاده کړه ته خپله تلپاتې مینه
ځکه چې تا باندې باور لرمه
ستا درګاه ته زه دعا کومه
راته وښایه ته لاره چې پرې لاړ شمه زه
۹ د دښمنانو نه مې خلاص کړه ته
ځکه چې تاته مې راوړې ده پناه څښتنه
۱۰ ته زما خدای یې، ماته وښایه ته خپله رضا
چې یې پوره کړمه زه
ستا نېک روح دې ماته وښایي سمه لاره
۱۱ د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنه زما ژوند وساته
خپل عدالت په خاطر خلاص کړه تکلیفونو نه ما
۱۲ د خپلې تلپاتې مینې په خاطر
مړه دښمنان کړه زما
تباه کړه هغه خلک چې کوي ظلم په ما
ځکه چې زه ستا خدمتګار یمه