چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
اوولسم زبور
د بېګناه سړي دعا
(د داود دعا)
۱ واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپاره
هم د مرستې په خاطر زما فریاد واوره
واوره دعا ته زما د بې ریا زړه
۲ زما په حق کې ته انصاف وکړه
ځکه پوهېږې حقیقت باندې ته
۳ تا امتحان کړ زما زړه
ته په شپه کې راغلې ما ته
زه دې ښه وازمایلم
هېڅ بدي دې پیدا نه کړله په ما کې
۴ لکه د نورو په شان نه کوم خبرې بدې
ما دی کړی اطاعت د ستا د امر
ما د ظلم لاره نه ده خپله کړې
۵ یمه تللی همېشه د ستا په لاره
ښویېدلي مې هېڅ نه دي قدمونه
۶ خدایه فریاد کومه ځکه ځواب راکوې
ونیسه غوږ ما ته واوره بیان زما
۷ ما ته ښکاره کړه خپله عجیبه او تلپاتې مینه
ستا ځواکمن لاس ژغوري هغوی
چې پناه غواړي په تا کې له دښمنه
۸ ومې ساته لکه د سترګو تور
پټ مې کړه د وزرونو د سیوري لاندې
۹ ومې ساته له بد کارو چې حمله کوي په ما
له قاتلو دښمنانو چې چاپېره دي له ما
۱۰ رحم نشته په هغوی کې
کړي خبرې کبرجنې
۱۱ په ما پسې دي هغوی
چاپېر شوي دي له ما نه
په هرځای کې چې زه ګرځم
دوی فرصت ته انتظار کړي
چې ما وولي په ځمکه
۱۲ دوی په شان دي د هغو وږیو زمریانو
چې کړي ښکار خوراک دپاره
یا په مثل د زمریانو د بچیانو
چې په پټ ځای کې وي ناست حملې دپاره
۱۳ ای څښتنه، شه راپورته مقابل کې
ته زما د دښمنانو او دوی مات کړه
له بدکارو مې کړه خلاص په خپله توره
۱۴ چې هر څه لري هغوی په دې دنیا کې
ما کړه خلاص له داسې خلکو
سزا ورکړه د کړاو چې تا ساتلی دوی دپاره
هم یې ورکړه بچیانو ته پرېمانه کړاوونه
دغه شانتې د بچیانو اولادو ته یې ورکړه کړاوونه
۱۵ خو زه به وکړم ستا دیدار
ځکه بد مې کړي نه دي
او چې کله رابېدار شم
موجودیت د ستا قانع به زما زړه کړي