۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

اتلسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د مالِک خُدائ خِدمتګار. هغۀ دا سرود مالِک خُدائ ته په هغه ورځ ووئيلو، چې په کومه ورځ مالِک خُدائ دے د خپلو دشمنانو او ساؤل نه وساتلو.

د فتحې نظم

۱ اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.

۲ مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما،

زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے.

هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.

۳ مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو،

او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.

۴ زۀ د مرګ په پړو کښې راګېر شوے يم،

د بربادۍ طوفان مې د سر دپاسه تېر شو.

۵ ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه،

زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.

۶ په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه،

د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه.

د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه،

د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.

۷ زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده،

د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل،

زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.

۸ د هغۀ د پوزې او سپېږمو نه لوږې راووتل،

بل سکارۀ ترې نه روان وو يروونکى لمبه يې د خولې راووتله.

۹ هغه لاندې ترې راکوز شولو وشلول يې آسمانونه،

د هغۀ د پښو د لاندې تورې وريځې وې.

۱۰ والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو،

هغه د هوا په وزرو سور شولو.

۱۱ هغۀ د خپله ځانه ګېرچاپېره تيارۀ تاو کړله،

د باران نه ډکه وريځ يې د خپل ځان نه راتاوه کړله.

۱۲ د هغۀ د حضور جلال تورې وريځې وشلولې،

او ږلۍ او بل سکارۀ يې راورول.

۱۳ واورېدے شو د آسمانه د مالِک خُدائ آواز،

د تندر په شان د خُدائ تعالىٰ راغلو آواز.

۱۴ خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره،

و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.

۱۵ اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو

بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.

۱۶ د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم،

زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.

۱۷ بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه،

چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.

۱۸ په ورځ د مصيبت هغوئ کړى راسره جنګونه،

خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.

۱۹ زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم،

ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.

۲۰ ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے،

زما د بې‌ګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.

۲۱ ځکه ما کارونه د مالِک خُدائ پوره کړى دى،

نۀ مې بد عمل چرته د خُدائ پاک خلاف کړے دے.

۲۲ ما د هغۀ په ټول قانون عمل کړے دے،

پرېښى نۀ دى ما د هغۀ اصُول منلى دى.

۲۳ د خُدائ په وړاندې زۀ بې‌داغه يم

خپل ځان مې د ګناه نه بچ ساتلے دے.

۲۴ مالِک ما له د ښۀ کولو اجر راکړے دے،

هغه ‎پوهيږى چې زۀ بې‌ګناه يم.

۲۵ تۀ د وفادارو سره وفادار يې،

تۀ د هغوئ سره نېکى کوې څوک چې نېکان دى.

۲۶ پاکانو ته تۀ خپل ځان پاک ښکاره کوې،

او هغوئ څوک چې مکاران دى مکر کوى.

۲۷ تۀ خلاصون ورکوې عاجزانو له

خو تۀ په خپله کبر نسکوروې مغرورانو له.

۲۸ اے مالِکه خُدايه، تۀ زما چراغ يې،

مالِکه خُدايه، زما تيارۀ په رڼا بدلوې.

۲۹ ستا په مدد زۀ فوجونه تس نس کولے شم،

د مالِک خُدائ په مدد د دېوالونو نه دانګلے شم.

۳۰ د خُدائ پاک لاره کامله ده،

د مالِک وعده صحيح ده.

د هر چا دپاره ډال دے څوک چې د هغۀ غواړى پناه.

۳۱ د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟

او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟

۳۲ دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له

پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.

۳۳ هغۀ جوړې کړى زما پښې د هوسۍ د پښو په شان،

چې شمه پاس په اوچتو غرونو روان.

۳۴ هغه تياروى جنګ ته زما لاسونه،

چې مټې مې راکاږى د زېړو کمانونه.

۳۵ تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے،

ستا ښى لاس زما مدد کړے دے،

او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.

۳۶ تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله،

ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.

۳۷ زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار،

تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.

۳۸ هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول،

هغوئ زما د پښو د لاندې شول.

۳۹ ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره،

تا دشمنان په پښو کښې وغورزول زما دپاره.

۴۰ تا دشمنان په تېښته وتښتول زما نه،

ما کړل تباه چا چې نفرت کولو زما نه.

۴۱ د بچ کولو يې څوک نۀ وُو هغوئ وکړل د مدد دپاره فريادونه،

دوئ وکړو سوال مالِک خُدائ ته خو هغۀ ورنۀ کړو جواب.

۴۲ زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې،

زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.

۴۳ زۀ تا بچ کړے د باغيانو يم،

مشر کړے دې د قومونو يم،

او چې څوک ما نۀ پېژندل هغوئ اوس زما خِدمت کوى.

۴۴ منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما،

بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.

۴۵ کله چې خبر شى بائيلى خپل همتونه،

راځى ما له په ويره رپېدو د مضبوطو قلاګانو.

۴۶ مالِک خُدائ ژوندے دے، ثنا دې وى زما د پناه ګاه،

لوئى دې وى زما د خلاصونکى خُدائ پاک.

۴۷ څوک چې راکوى ما له تکليفونه نو د هغوئ نه بدل اخلى زما،

هغه خُدائ پاک دے چې قومونه ماتحت کوى زما،

۴۸ څوک چې ما د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.

تا زۀ په خپلو دشمنانو باندې اوچت کړم،

او تا زۀ د ظالمانو نه بچ کړم.

۴۹ ځکه مالِک خُدايه زۀ به ستا ثناء صِفت کوم،

ستا د نوم به په قومونو کښې ثناء صِفت کوم.

۵۰ مالِک خُدائ ورکوى لوئې فتحې خپل بادشاه له،

ورکوى نۀ ختمېدونکې مينه خپل غوره شوى له،

د تل دپاره داؤد او د هغۀ ټول اولاد له.