۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

نولسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د دُنيا په پېدايښت کښې د خُدائ پاک جلال

۱ آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى،

خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.

۲ هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى،

هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى.

۳ نۀ کوى خبرې خو په چپه خولۀ وينا کوى

هيڅکله چا نۀ دے اورېدلے آواز يې.

۴ خو د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے وو،

او د هغوئ کلام د دُنيا په آخرى حدونو پورې رسېدلے وو.

نمر دپاره خُدائ کور جوړ کړے دے پاس په آسمان،

۵ لکه زلمے چې د خپلې کمرې نه بهر راوځى،

لکه څنګه چې يو پهلوان په خوشحالۍ د منډې دپاره ليواله وى.

۶ خپله لاره جوړوى په آسمانونو د يو سر نه تر بله.

د ګرمۍ نه يې هيڅ څيز پټېدے نۀ شى.

۷ قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى.

هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.

۸ حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى.

د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.

۹ د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى.

حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.

۱۰ خواهش يې د زرو نه زيات دے،

د سوچه زرو نه هم زيات دے،

دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے،

د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.

۱۱ دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى،

هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.

۱۲ څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟

ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.

۱۳ د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه،

چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه.

نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه،

او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.

۱۴ زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته،

اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.