۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور، د خُدائ پاک د کور د وقف کېدلو دپاره يو سرود

د شُکر ګزارۍ دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم،

زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.

۲ اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله

او تا ما له شفا راکړله.

۳ اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم،

تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم.

۴ اے مقدسينو مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ،

د هغۀ د مقدس نوم ثناء صِفت ادا کړئ.

۵ ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى،

خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى،

ژړا صرف د شپې وى،

خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.

۶ کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل،

”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“

۷ اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم،

چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.

۸ اے مالِکه خُدايه، ما تا ته ژړا او فرياد وکړو

ما مالِک ته د رحم سوال وکړو او ومې وئيل،

۹ ”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟

زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟

دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟

۱۰ اے مالِکه خُدايه، رحم په ما وکړه سوال مې واوره،

اے مالِکه خُدايه، زما مددګار شه.“

۱۱ تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو،

تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،

۱۲ نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم.

اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.