۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو دېرشم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

په خُدائ باندې د توکل کولو دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم،

ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم.

په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.

۲ خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له،

زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.

۳ تۀ زما ګټ او زما قلعه يې.

د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه،

۴ ما د هغه دام نه آزاد کړه چې کوم يې په پټه خور کړے دے،

ځکه چې تۀ زما د پناه ځائ يې.

۵ زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم،

مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.

۶ څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى د هغوئ نه زما نفرت دے.

اے مالِکه خُدايه په تا باندې زما يقين دے.

۷ زۀ به ستا ابدى مينه کښې خندا او خوشحالى کوم،

ځکه چې تا په تکليفونو کښې وليدم،

او تۀ زما د زړۀ په مشکلاتو کوې پام.

۸ زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم

پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.

۹ اے مالِکه خُدايه په ما مهربان شه په سختۍ کښې يم،

د غم په وجه د سترګو نظر مې لاړو ړوند شوم،

په بدن او روح کمزورے شوم.

۱۰ ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو،

ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.

۱۱ دشمنان او ګاونډيان ټول راته په سپکه سترګه ګورى،

تر دې چې دوستان هم ما ته د نزدې راتلو نه يريږى.

کله چې ما کوڅو کښې ووينى، دوئ بل طرف ته زغلى.

۱۲ لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم،

زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.

۱۳ د ځان په حقله ما د ډېرو افواګانې واورېدلې،

او د هرې خوا نه په يرو کښې راګېر شوم.

زما د ختمولو منصوبې دشمن جوړې کړې.

۱۴ خو اے مالِکه خُدايه په تا دے يقين زما،

وايمه چې، ”هم تۀ خُدائ يې زما.“

۱۵ ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما،

د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.

۱۶ خپله د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه.

په خپله نۀ ختمېدونکې مينې سره دې ما بچ کړه.

۱۷ چې زۀ ونۀ شرمېږمه اے مالِکه خُدايه،

خو د مدد دپاره زۀ تا ته فرياد کوم.

بدعمله دې شرمنده شى،

هغوئ دې په لحد کښې غلې شى.

۱۸ د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى

هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.

۱۹ ستا احسان څومره لوئ وى

چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى.

هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى،

او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.

۲۰ د خپل حضور د سورې لاندې تۀ هغوئ له پناه ورکوې،

تۀ هغوئ د خلقو د پټو منصوبو نه بچ ساتې،

او په خپل حضور کښې د خلقو د سپکو خبرو نه ورله پناه ورکوې.

۲۱ د مالِک خُدائ ثناء دې وى، هغۀ ما ته خپله خاص مينه وښودله

کله چې زۀ ګېر شوى ښار کښې محاصره وم.

۲۲ نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“

خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.

۲۳ اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ سره مينه کوئ،

مالِک خُدائ خپل وفادار بچ کوى،

او د کبرژنو نه پوره بدله اخلى.

۲۴ نو تاسو زړَور او تکړه اوسئ،

اے ټولو څوک چې د مالِک خُدائ نه اُميد لرئ.