چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
شپږشپیتم زبور
د شکرګزارۍ او ستاینې سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: زبور او هم یوه سندره)
۱ ای د ټولې دنیا خلکو ووهئ د خوشحالۍ چیغې
وکړئ صفت د خدای
۲ سندرې وایئ د هغه د نوم د جلال
ووایئ حمد او ثنا د هغه د لویۍ
۳ خدای ته ووایئ چې
کوې ته څومره هیبتناک کارونه
څومره دی لوی ستا قدرت
چې دښمنان د ستا له وېرې سجدې کړي تا ته
۴ د جهان ټول خلک دې کړي عبادت
وایي سندرې د ستاینې تا ته
ستا په نامه باندې سندرې د ثنا وایي
۵ راشئ او وګورئ چې کړي دي خدای
د انسانانو په خاطر څه هیبتناک کارونه
۶ په وچه ځمکه یې بدله کړله سره بحیره
زمونږ نیکونه په سیند واوختل په خپلو پښو
نو کوم کارونه چې انجام کړل هغه
په دې سبب مو هغه ځای کې خوشحالي وکړله
۷ پاچاهي په خپل قوت کړي تل ترتله
خپل نظر ساتي نورو قومونو باندې
راپورته نه شئ د هغه په ضد سرکښو خلکو
۸ د دنیا خلکو، زمونږ خدای وستایئ
پرېږدئ ستاینې ستاسې واورېدل شي
۹ مونږ یې ساتلي یو ژوندي
نه یې پریښې ښویېدلو ته پښې زمونږه
۱۰ مونږ اچولي یو تا په امتحان کې خدایه
لکه سپین زر چې شي پاک اور باندې
۱۱ تا مونږ په دام کې ګرفتار کړلو
زمونږ اوږو باندې دې کېښودل درانه بارونه
۱۲ دښمنان دې زمونږ پرېښودل چې کړي پایمال مونږه
تېر شو په اور او په سېلاب کې مونږه
اخر دې راوستلو مونږ د پرېمانۍ ځای ته
۱۳ زه به ستا کور ته سوځېدونکې قربانۍ راوړم
او د وعدو سره به سم درکړم نذرونه
۱۴ هغه وعدې چې په سختۍ کې مې
پرې خلاصې کړلې شونډې خپلې
او ما په ژبه باندې راوړلې
۱۵ زه به وړاندې کړمه تا ته چاغ څاروي
د سوځېدونکو قربانیو په شان
وي به بوی د قربانۍ د پسونو
زه نذرانه به کړم غویان او هم سېرلي
۱۶ ای ټولو خلکو چې وېرېږئ له خدای راشئ واورئ
زه به خبر کړم تاسو هغو کارو نه
چې هغه کړي دي زما دپاره
۱۷ وهلې چیغې مې هغه ته د کومک دپاره
او زما ژبې د هغه ثنا صفت بیان کړ
۱۸ که مې په زړه کې ګناهونه خپل ساتلي وای پټ
څښتن به نه وای اورېدلې دعاګانې زما
۱۹ خو په رښتیا خدای اورېدلې دعاګانې زما
قبوله کړې یې دعا ده زما
۲۰ د خدای ثنا وایمه ځکه چې نه یې ده رد کړې دعا زما
او زما نه یې نه ده سپمولې خپله تلپاتې مینه