چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
اته شپېتم زبور
د بریالیتوب حماسي شعر
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور او هم یوه سندره)
۱ خدای دې راپورته شي
او خواره واره دې کړي خپل دښمنان
تېښته دې وکړي هغه څوک چې کړي نفرت له هغه
۲ لکه د باد په وړاندې چې ورکیږي لوګی
داسې ته ورک کړه هغوی
لکه چې څنګه ویلي کیږي موم د اور په مخکې
داسې تباه دې شي بدکاره د خدای په مخکې
۳ خو نېکان دې وي خوشحاله
کړي خوشحالي دې د هغه حضور کې
وي دې خوشحاله او وهي دې د خوښۍ چیغې
۴ خدای ته ووایئ سندره ثنا صفت یې د نامه وکړئ
صفت یې وکړئ چې سپریږي هغه ورېځو باندې
خوشحالي وکړئ د هغه حضور کې
ځکه چې نوم یې دی څښتن
۵ هغه خدای کوم چې اوسیږي خپل سپېڅلي ځای کې
دی هغه پلار د یتیمانو او ساتنه کړي د کونډو
۶ یوځای کوي هغه بېکسه کورنیو سره
راخلاصوي بندیان له بنده نېکمرغیو لره
وچو دښتو کې به اوسیږي سرکښان خلک
۷ ای خدایه کله چې ته وې روان د خپل قوم مخکې
کله چې تا وکړ مزل شوې بیابان څخه تېر
۸ ولړزېدله ځمکه او هم له اسمانه ورېدلو باران
په دې خاطر چې راروان دی د سینا خدای
چې راروان دی د اسراییلو خدای
۹ تا راووراوه ډېر زیات باران
او تا کړه اباده خپله شاړه ځمکه
۱۰ ستا قوم کړ جوړ استوګنځی خپل هلته
د نېکۍ نه دې محتاجو ته هر څه تیار کړل
۱۱ څښتن ورکړلو فرمان
دا زېری یووړلو د ښځو یوې غټې ډلې:
۱۲ دي په تېښته پاچاهان خپلو لښکرو سره
په کور کې پاتې ښځې وېشي د جګړې غنیمت
۱۳ وې پوښل شوې په سپین زرو د کوترو څېرې
ځلېدل په ښو سرو زرو یې وزرونه
ولې شول پاتې د پسونو په پنډغالو کې
ستاسو ځینې کسان د جګړې په ورځ؟
۱۴ خواره واره چې کړل مطلق قادر خدای
پاچاهان هلته
وو لکه واوره چې وریږي د صلمون په غره کې
۱۵ ای ځواکمن غره، د باشان غره
ای ته خاوند د ډېرو څوکو، د باشان غره
۱۶ ای د ډېرو څوکو غره
ته ولې ګورې هغه غره ته د حسد له مخې
کوم چې خدای دی غوره کړی اوسېدو دپاره
څښتن به اوسي هلته تل دپاره
۱۷ زرګونو نظامي قوي ګاډیو سره
راغی څښتن سپېڅلي ځای ته له سینا څخه
۱۸ لوړو ځایونو ته وروختلې
تا یووړل زیات اسیران له خپل ځانه سره
حتی اخیستلې دې تحفې له سرکښانو څخه
نو څښتن خدای به هلته اوسي د هغوی په منځ کې
۱۹ وي دې څښتن ته ثنا او صفت
چې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږو
دا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی
۲۰ زمونږه خدای دی د خلاصون خدای
څښتن تعالی چې له مرګي مو ژغوري
۲۱ وټکوي به خدای سرونه د خپلو دښمنانو
دا ببر سري چې تګ کړي په ګناهکارو لارو
۲۲ داسې وویل څښتن:
راولم زه به دښمنان ستاسو باشان نه بېرته
دریاب د تل نه به هغوی زه راولمه بېرته
۲۳ نو ډنډوکي د دوی د وینو به شي ستاسې د لغتو لاندې
او ستاسې سپي به یې څټي چې څومره غواړي هغوی
۲۴ ای خدایه، ولیده ټولو خلکو ستا د کامیابۍ مارش
مارش د خدای یعنې زما د پاچا
چې ننوت خپل سپېڅلي ځای ته
۲۵ سندرغاړي یې په مخکې، د سازونو والا شاته
او په منځ کې ځوانې ښځې چې چمبې وهي:
۲۶ د خدای صفت وکړئ مجلس کې د هغه د ولس
ای اولادې د اسراییلو، وکړئ ټول صفت د څښتن
۲۷ لومړی راځي بنیامین یعنې د ټولو نه کوچنۍ قبیله
بیا ورپسې به وي مشران د یهودا د خپلې ډلې سره
او بیا مشران د زبولون او نفتالي ورپسې
۲۸ ای خدایه ته خپل قدرت وښایه
هغه قدرت چې تا زمونږ په خاطر کار ترې واخیست
۲۹ ستا د کور په خاطر پروت اورشلیم کې چې دی
چېرته چې تا ته پاچاهان خپل سوغاتونه راوړي
۳۰ ورټه مصر په مثال دی د وحشي حیوان
چې په لوخو کې اوسیږي هغه
ورټه نور قومونه چې په مثال دي
د غویانو او خوسیانو پادې
ترڅو چې ټول وکړي سجده تا ته
او درکړي تا ته خپلې نقرې
خواره واره کړه هغه قومونه چې جګړه خوښوي
۳۱ استازي رابه شي له مصر څخه
ایتوپیایان به خدای ته پورته کړي
لاسونه د دعا دپاره
۳۲ خدای ته ووایئ سندره پاچاهیو د نړۍ ټولو
وکړئ سندرو کې صفت د څښتن
۳۳ د هغه چا دپاره چې په لرغونو اسمانونو ناست دی
چې په قوي اواز غوریږي له اسمانه څخه
۳۴ خلکو ته ووایئ چې خدای قوي دی
چې جلال د هغه ځلیږي اسراییلو باندې
او لیدل کیږي یې قدرت اسمان کې
۳۵ خپل سپېڅلي کور کې خدای دی
څومره هیبتناک د اسراییلو خدای
ورکوي خپل قوم ته قدرت او طاقت
ثنا او صفت دې وي خدای ته