چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
یو اویایم زبور
د زاړه سړي دعا
۱ ما پناه راوړې تا ته ای څښتنه!
مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت ته
۲ ته عادل یې، کومک وکړه نجات راکړه
دعا مې واوره او ما وژغوره ته
۳ اوسه زما ته خوندي پناه ځای
چېرته چې تل زه راځم
تا امر کړی زما نجات دپاره
ځکه کلا او پناه ځای یې زما
۴ ای زما خدایه، ما کړه خلاص د بدعملو د لاسونو ځینې
کړه ما راخلاص د بدکارانو ظالمانو د ولکې ځینې ته
۵ څښتن تعالی، زما امید دی تا ته
لرم په تا باندې توکل زه د ځوانۍ له وخته
۶ ما په تا باندې تکیه کړې ده د زېږېدو نه مخکې
له هغه وخته دې ساتلی یم چې وم د مور په ګېډه کې زه
زه ستا صفت به دوامداره کوم
۷ ډېرو خلکو ته عبرت شو زما ژوند
خو ته یې زما قوي پناه ځای
۸ زه ټوله ورځ د ستا ثنا وایمه
اعلانوم ستا جلال
۹ اوس چې زوړ شوی یمه
له خپله ځانه مې ته لېرې نه کړې
خوشې مې نه کړې چې کمزوری یمه
۱۰ ځکه زما دښمنان کړي زما په ضد خبرې
چې راپسې دي جوړوي زما د مرګ دسیسې
۱۱ هغوی وایي چې خدای پریښی هغه
نو راځئ ورشو ورپسې او راویې نیسو
هېڅوک هم نشته چې کړي خلاص یې مونږ نه
۱۲ مه لېرې کېږه ما نه خدایه
زما کومک ته راشه زر ای زما خدایه
۱۳ ودې شرمیږي او نابود دې شي
څوک چې په ما پورې کوي تورونه
څوک چې غواړي چې ضرر راته راورسوي
شي شرمنده دې او رسوا دې شي
۱۴ د امید سترګې مې تل ستا په لور دي
ثنا او صفت به ستا لا زیات کومه
۱۵ بیانوي به زما ژبه د ستا نېک کارونه
ستا د نجات باره کې ټوله ورځ به کړي خبرې
که څه هم دی زما د پوهې څخه لوړ دغه کار
۱۶ زه به ځمه په قدرت د څښتن تعالی
زه به اعلان ستا د عدالت کوم، یوازې ستا
۱۷ د ماشومتوب نه دې تعلیم راکړی
بیانوم زه لا تراوسه ستا عجیبه کارونه
۱۸ اوس چې زه زوړ شوم او ویښتان مې سپین شول
لاس رانه وانخلې ای خدایه
ترڅو خبر کړمه دا نسل او نور ټول نسلونه
ستا د قوت او ستا د زوره څخه
۱۹ ای خدایه، تر اسمانه پورې رسي ستا عدالت
تا کړي لوی کارونه
نشته څوک ستا په مثل
۲۰ تا تکلیفونه کړاوونه په ما راوستل
خو ته به بېرته راته راکړې قوت
ما به راوباسې د ځمکې د تل
۲۱ ما به سرلوړی کړې له مخکې نه هم
ما ته به بېرته تسلي راکړې
۲۲ زه به د چنګ په وهلو ستا صفت کومه
ځکه چې ته یې وفادار ای زما خدایه
ای د اسراییلو سپېڅلی خدایه
زه په رباب به تا ته وایمه سندره
۲۳ زه درته وبه وهم د خوشحالۍ چیغې
زه به سندرې درته وایمه د زړه له کومي
ځکه چې تا راته نجات راکړی
۲۴ ټوله ورځ به زما ژبه کړي خبرې ستا د عدالت په هکله
ځکه هغو چې کړ کوښښ چې ما ته راکړي ضرر
شول شرمنده او رسوا