د زبورونو کتاب

یو اتیایم زبور

د اختر سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د اساف زبور)

۱ خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږه

د خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته

۲ سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئ

وغږوئ د خوشحالۍ ساز

په ربابونو او چنګونو سره

۳ د اختر دپاره ووهئ سرنی

په هغه وخت کې چې شي میاشت نوې

او په داسې وخت کې چې پوره شي سپوږمۍ

۴ دا یو قانون دی اسراییلو کې

دا دی یو حکم د یعقوب د خدای

۵ هغه جوړ کړ یو قانون یوسف دپاره

چې کله یې وکړه حمله د مصر خاوره باندې

یو نا‌اشنا اواز مې واورېد چې ویل یې داسې:

۶ ستاسو اوږو نه مې اوچت کړل درانه بارونه

او تاسو مې خلاص کړئ له درندو کارونو

۷ کله چې تاسو وئ تکلیف کې اخته

ومو کړ ما ته فریاد او تاسو مې وژغورلئ

له تندریځې ورېځې در مې کړ ځواب درته

وازمایلئ ما تاسو د مریبه د چینو په څنګ کې

۸ ای زما قومه واورئ زه درکومه اخطار

ای اسراییلو کاشکې تاسو ما ته غوږ ونیسئ

۹ پردی خدای دې ستاسو منځ کې نه وي

سجده ونه کړئ بېګانه خدای ته

۱۰ زه څښتن خدای یم ستاسو

چې مې د مصر نه راوویستلئ

خلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو

۱۱ خو زما قوم ما ته غوږ ونه نیوه

او اطاعت ونه کړ اسراییلیانو زما

۱۲ نو ځکه پرېښودل ما دوی

د خپل سخت زړه عملونو لره

چې وي روان په خواهشاتو د نفسونو پسې

۱۳ کاشکې خپل قوم مې راته غوږ ونیسي

کاشکې لاړ شي اسراییل زما په لاره

۱۴ زه به زر ماتې ورکړم د هغوی دښمن ته

او رقیبانو د هغوی باندې به

پورته کړم خپل لاس

۱۵ چا چې نفرت کاوه له ما نه

ټیټ به کړي زما په مخکې

سرونه خپل له وېرې ځینې

دوی تر ابده به سزا وویني

۱۶ خو دربه کړم تاسو ته د ښو غنمو خوراک

او ماړه به کړمه تاسو د ځنګل په شاتو