د زبورونو کتاب

شپږ اتیایم زبور

د ژغورنې دپاره دعا

(د داود دعا)

۱ ای څښتنه سوال مې واوره او قبول یې کړه

ځکه چې زه یمه غریب حاجتمن یمه زه

۲ له مرګ مې وساته ته ځکه چې یمه وفادار تا ته

ای زما خدایه، ته مې وژغوره

ځکه چې زه ستا خدمتګار یم

او په تا باندې باور لرمه

۳ ای څښتنه، په ما رحم وکړه

ځکه تا ته کړم فریاد ټوله ورځ

۴ خپل خادم دې کړه خوشحاله

ځکه ستا درګاه ته زه دعا کومه

۵ ای څښتنه نېک یې ته بخښونکی یې

د هغه چا سره کوې مینه تلپاتې

چې کړي سوال درڅخه

۶ ای څښتنه واوره ته دعا زما

زما د مرستې زارۍ واوره

۷ زه فریاد کومه تا ته سخته ورځ کې

ځکه چې ته مې دعاګانو ته ځواب ورکوې

۸ ای څښتنه بل خدای نشته ستا په شان

تا چې کړي کوم کارونه کولای یې نه شي بل څوک

۹ چې پیدا کړي دي تا ټول قومونه

تا ته به راشي او سجده به وکړي

او هم به ورکړي جلال ستا نوم ته

۱۰ دا چې ته لوی یې او کوې ته عجیبه کارونه

نو همدا ته یوازېنی خدای یې

۱۱ ای څښتنه ما ته وښایه ته خپله لاره

چې زه د ستا رښتینولۍ کې قدم پورته کړمه

او داسې زړه راکړه چې وېره وکړمه ستا له نومه

۱۲ ای څښتنه، ای زما خدایه

د زړه له کومي به کړم ستا صفت

د تل دپاره به ستا نوم ته زه جلال ورکوم

۱۳ ځکه چې ستا مینه ده عظیمه ما ته

د قبر تل نه دې ژغورلی یم زه

۱۴ ای خدایه، په ما حمله کوي مغروره خلک

یوه ظالمه ډله چې کوي هڅه چې ومې وژني

هماغه ډله ده چې نه لري د ستا پروا

۱۵ خو ای څښتنه، ته رحیم او مهربانه خدای یې

نه په قهرېږې زر ته کوې وفا او تلپاتې مینه

۱۶ ای څښتنه نظر وکړه زما په لوري وکړه رحم په ما

خپل ځواک دې راکړه او وژغوره ما

داسې خدمت دې زه کومه چې مې مور کړی دی

۱۷ راته دې نښه د نېکۍ وښایه ای څښتنه

ما سره مرسته وکړه ما ته تسلي راکړه

وبه شرمیږي دښمنان زما چې وویني دا