چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
نهه اتیایم زبور
د ملي کړاو په مهال سندره
(د ازراحي ایتان زبور)
۱ ای څښتنه، زه به تل ستا د تلپاتې مینې وایمه سندره
په خپله خوله ټولو نسلونو ته به ستا وفاداري بیان کړم
۲ ما ویل چې ستا مینه به شي پاتې تل دپاره
وفاداري به دې وي ټینګه اسمانونو په شان
۳ وویل تا چې ما لوظ کړی داود سره چې ما خوښ کړی
او خپل خادم داود سره مې کړی دا قسم دی:
۴ اولاده ستا به کوي پاچاهي تل
ستا پاچاهي به د یو نسل نه بل نسله پورې ټینګه ساتم
۵ څښتنه، ستا عجیب کارونه اسمانونه ستایي
د فرښتو ډله دې ستایي وفا
۶ ای څښتنه، اسمانونو کې څوک نشته ستا په شان
ستا سره نه دی برابر هېڅ اسماني مخلوق
۷ د فرښتو غونډه کې ډېر زیات هیبتناک یې ته
د هغو ټولو نه چې دي ستا په شاوخوا کې
ته یې ډېر لوی او وېروونکی یې
۸ ای مطلق قادر څښتنه خدایه
هېڅوک نه دی زورور د ستا په شان
څښتنه، ته یې وفادار ټولو کارونو کې دې
۹ ته حکومت کوې په غړمبېدونکي دریاب
چې شي راپورته د هغه څپې اراموې یې ته
۱۰ ټوټې ټوټې دې کړه بلا د بحر هم دې مړه کړه هغه
په قوي مټو تار په تار دې دښمنان کړل خپل
۱۱ دي اسمانونه ستا هم ځمکه د ستا
تا جوړه کړې نړۍ او ټول شیان هغې کې
۱۲ تا پیدا کړي دي شمال او جنوب دواړه
د تابور او حرمون غرونه
په خوشحالۍ سره ستا نوم ستایي
۱۳ ستا مټ ځواکمن دی
زورور دی ستا لاس
ښي لاس برلاسی دی ستا
۱۴ ستا د شاهۍ بنیاد دی پروت
په عدالت او په انصاف باندې
تلپاتې مینه او وفا د ستا په مخکې درومي
۱۵ هغه خلک بختور دي
چې عبادت کوي ستا د خوشحالۍ په چیغو
چې تېروي ژوندون رڼا کې د احسان ستا
۱۶ هغوی کوي خوشحالي ستا په خاطر ټوله ورځ
ستا د نېکۍ په خاطر د ستا ستاینه کوي
۱۷ ته په خپله یې د دوی جلال او قوت
راکوې مونږ ته بری په خپل احسان
۱۸ څښتن زمونږه سپر یعنې پاچا دی غوره کړی
سپېڅلي خدای د اسراییلو مونږ ته خپل پاچا راکړی
د داود سره د خدای وعده
۱۹ تا په رویا کې وو ویلي ډېر پخوا وفادارو خادمانو ته خپل:
یو جنګیالي سره مې مرسته کړې
سرلوړی کړی ما هغه چې غوره کړی مې د قوم څخه دی
۲۰ ما موندلی دی خپل خدمتګار داود
په خپلو سپېڅلو تېلو مې غوړ کړی دی
۲۱ زه په خپل لاس به هغه ټینګ ساتم
او زما مټ به هم ځواکمن کړي هغه
۲۲ کله به هم دښمنان نه شي بریالي په هغه
او بدکاران به ظلم ونه کړي په هغه باندې
۲۳ زه به مات کړم د هغه دښمنان د هغه مخکې
هغه به ووژنم چې ده څخه نفرت کوي
۲۴ د هغه سره به وي زما وفا او تلپاتې مینه
زما د نوم په وسیله به شي سرلوړی هغه
۲۵ په دریاب به واک اختیار د هغه لاس ته ورکړم
ښي لاس به کړمه اوږد تر سیندونو پورې
۲۶ هغه به ما ته اواز وکړي: ته زما پلار او خدای یې
هم مې د ګټ په شان ساتونکی او ژغورونکی یې ته
۲۷ ورته به ورکړم مرتبه د مشر زوی
ټولو شاهانو د نړۍ کې به یې لوړ وي موقف
۲۸ زه تر ابده خپله مینه به ساتم ورسره
او زما لوظ به وي تل ټینګ ورسره
۲۹ اولاده به یې شاهان کړم تل ترتله
ترڅو چې پاتې اسمانونه وي ساتم به یې تخت
۳۰ سرغړونه که یې وکړي اولاده زما له قانونه څخه
او چلند زما د حکمونو سره سم ونه کړي
۳۱ که چېرې مات کړي دوی قانون زما
او عمل ونه کړي په حکمونو زما
۳۲ نو دوی ته به ورکړم په کوتک د ګناهونو سزا
او په قمچینه به زه ورکړمه هغوی ته د بدیو سزا
۳۳ خو لاس به وانخلمه د خپلې دوامدارې مینې
زه له داوده څخه
او نه به کله ورسره بېوفایي وکړمه
۳۴ خپل لوظ به مات نه کړمه زه له هغه سره
او خپلې خبرې نه به کله هم وانه وړمه زه
۳۵ یوځل خوړلی مې قسم په خپل سپېڅلي نوم
زه به داود ته هېڅ وخت دروغ نه وایم
۳۶ وي به موجوده اولاده د هغه تل دپاره
او پاچاهي به یې موجوده وي تل
زما په وړاندې لکه د لمر په شان
۳۷ دا به سپوږمۍ په شان تلپاتې وي
چې ده اسمان کې وفاداره ګواه
د پاچا په ماتې باندې ویر
۳۸ خو ای څښتنه، ډېر په قهر یې ته هغه پاچا ته
چې دې په خپله غوره کړی ؤ
او اوس پریښی او رد کړی دی تا
۳۹ تا خپل خادم سره خپل لوظ مات کړی
او غورځولی تا یې تاج په ځمکه
او هم بېحرمته کړی دی تا
۴۰ ټول دېوالونه دې د ښار رانړولي ورته
دي کلاګانې اړولې کنډوالو باندې دې
۴۱ ټول مال او جایداد یې تالا کړی لارویانو
ورپورې ټولو ګاونډیانو یې خندا کړې ده
۴۲ تا ورکړی دی بری دښمنانو د هغه ته
هغوی ټول دې په هغه دي خوشحال کړي
۴۳ تا پڅه کړې د هغه توره ده
نه دې جګړه کې ده ورکړې مرسته
۴۴ له منځه وړی دې دی د هغه شان او شوکت
او راویشتلی دې دی د هغه تخت په ځمکه
۴۵ خپل وخت نه مخکې دې زوړ کړی هغه
او په شرمونو دې پټ کړی هغه
د خلاصون دپاره دعا
۴۶ ته به ترڅو پورې خپل ځان پټوې ای څښتنه؟
ته تر ابده به خپل ځان پټوې؟
لکه د اور په شان بلیږي به ترڅو ستا قهر؟
۴۷ ته در په یاد کړه زما عمر چې دی څومره لنډ
دا هم په یاد کړه چې مونږ ټول دې بېمقصده یو خلق کړي
۴۸ څوک شي کولای چې ژوندی وي تل او هېڅ مړ نه شي؟
څوک شي کولای چې ځان بچ کړي له منګولو د ګور؟
۴۹ څه شوه څښتنه، ستا تلپاتې پخوانۍ مینه؟
هغه قسم څه شو چې تا کړی ؤ
وفادارۍ کې د داود سره تا؟
۵۰ څومره ملنډې وهي خلک ګوره ستا په خادم
دا چې زه څنګه سپکاوی زغمم د نورو قومونو
۵۱ ای څښتنه، ستا دښمنان وهي ملنډې
په هغه پاچا چې غوره کړی دی تا
چېرته چې ځي وهي ملنډې پرې
۵۲ ثنا صفت دې وي څښتن ته تر ابده پورې
آمین! آمین!