چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
یو نوییم زبور
خدای زمونږ ساتونکی
۱ څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کې
هغه به ژوند تېر کړي
د خدای مطلق قادر د سیوري لاندې
۲ زه به څښتن ته داسې ووایم چې
ته پناه ځای او هم کلا یې زما
او زما خدای چې توکل پرې کوم
۳ په رښتیا څښتن به خلاص کړي تاسو
د ښکاریانو د دامونو څخه
او د وژونکو ناروغیو څخه
۴ خپلو وزرونو باندې تاسو به کړي پټ هغه
تاسو به ومومئ پناه هلته
د خدای وفا به لکه سپر او دېوال ستاسو ساتنه وکړي
۵ د شپې به نه وېرېږئ له هېڅ خطره تاسې
یا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا
۶ یا هغې وبا نه چې خپریږي به تیاره کې
نه هغې بلا نه چې وژل کوي غرمه کې
۷ که دې په خوا کې مړه شي زر کسان
او د ښي لاس سره دې لس زره
نو بیا به هم تا ته ونه رسي زیان
۸ ته به یې صرف ووینې په سترګو
چې بدکارانو ته سزا ورکول کیږي څنګه
۹ دا چې څښتن دې پناه ځای کړ خپل
او خدای تعالی دې کړلو خپله کلا
۱۰ نو هېڅ بدي به په تا رانه شي
ستا کور ته نژدې به هېڅ کومه بلا رانه شي
۱۱ ځکه چې خدای به فرښتو خپلو ته حکم وکړي
چې چېرته ځې، نو هغوی به ستا ساتنه کوي
۱۲ خپلو لاسونو کې به پورته کړي تا
چې پښه دې ونه لګي تیږه باندې
۱۳ ته به ترپښو لاندې کړې زمریان او چمچه ماران
هم به ترپښو لاندې کړې داړونکي زمریان او زهرجن ماران
۱۴ خدای وایي: خلاصون به ورکړم هغه چا ته
چې زما سره کړي مینه
وبه ساتم هغه څوک چې باور لري په ما باندې
۱۵ کله چې ما ته د زارۍ لاسونه پورته کړي
نو قبلوم یې دعا
زه به ملګری یم هغه سره په سخته کې
هم به یې ژغورم او هم ورکوم به عزت
۱۶ هغه به موړ کړمه په اوږد ژوند باندې
او خلاصون به ورکړمه زه