۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول مکاشفه

اتلسم فصل

د بابل راغورځېدل

۱ له دې نه وروسته ما یوه بله فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله. هغې ډېر واک او اختیار درلود او ځمکه د هغې د شان او شوکت نه رڼا شوه. ۲ هغې په لوړ اواز سره نارې ووهلې:

راولوېد، لوی بابل راولوېد!

هغه شو د شیطانانو کور

پناه ځای شو د پېریانو

د هر ډول ناپاکو مرغانو پناه ځای شو

او د ناپاکو او چټلو ځناورو پناه ځای شو

۳ ځکه چې څښلي دي ټولو قومونو

د هغې د زناکارۍ او شهوت شراب

پاچاهانو د دنیا کړې هغې سره زنا

او شتمن شوي د نړۍ سوداګران

په سبب د هغې د زیاتې عیاشۍ

۴ بیا ما د اسمان نه یو بل اواز واورېد چې ویل یې:

ای زما خلکو تاسو راووځئ د بابل د ښار څخه

هسې نه چې شئ شریک د هغه په ګناهونو کې

او راشي بلاګانې یې په تاسو باندې

۵ ځکه د هغې د ګناهونو څخه

دي جوړې شوې داسې لوړې ډېرۍ

چې تر اسمانه رسي

او خدای ته په یاد دي د هغې بد عملونه

۶ داسې چلند وکړئ هغې سره

لکه چې څنګه هغې کړی دی د نورو سره

کوم څه چې کړي دي هغې

ورسره ویې کړئ دوه چنده تاسو

کوم شراب چې تیار کړي دي هغې تاسو ته

د دوه چنده قوي شرابو

ورته ډکه کړئ پیاله د هغې

۷ څومره لویي چې ورکوله خپل ځان ته هغې

او عیاشي یې کوله

هغومره ورکړئ ورته غم او عذاب

ځکه چې خپل زړه کې هغه وایي:

«زه یمه ناسته په تخت د ملکې په شان

زه کونډه نه یم او وبه نه وینمه هېڅکله غم»

۸ له دې امله په هغې باندې به راشي

په یوه ورځ مصیبتونه داسې

لکه مرګ، غم او قحطي

او هغه به وسوځول شي په اور کې

ځکه څښتن خدای چې قضاوت کړي د هغې په هکله

هغه دی د قدرت خاوند

۹ د ځمکې هغو پاچاهانو چې د هغې سره زنا کړې ده او د هغې سره یې د عیاشۍ نه خوند اخیستی دی، کله چې د هغې د سوځېدلو لوګی وویني، نو د هغې په حال به وژاړي او ویر به وکړي. ۱۰ هغوی به لېرې ولاړ وي او د هغې عذاب نه چې هغه به یې تېروي، ووېریږي او وبه وایي:

افسوس، افسوس، ای د بابل لوی ښاره!

ای قدرتمند ښاره!

په یو ساعت کې سزا درکړل شوه

۱۱ د نړۍ سوداګران به هم په بابل باندې ژړا او ویر کوي، ځکه چې نور به هېڅوک هم د هغوی نه سودا نه اخلي. ۱۲ هېڅوک به د هغوی سره زر، سپین زر، قیمتي تیږې، مرغلرې، ښه کتان، بانجاني ټوټې، ورېښم، سرې ټوټې، ډول ډول خوشبویه لرګي، د فیل د غاښونو، قیمتي لرګیو، برنجو، اوسپنو او مرمرو نه جوړ شوي شیان ۱۳ او ورسره دالچیني، مسالې، عطر، د مر کنډ، قیمتي خوشبویي، شراب، د زیتونو تېل، اوړه، غنم، غویان او پسونه وانخلي او په اسونو، ګاډۍ‌ګانو او په غلامانو او جنګي اسیرانو باندې یې سوداګري ونه کړي. ۱۴ سوداګران به هغې ته ووایي:

«هغه شیان چې تا یې ارمان کاوه چې خپل یې کړې،

هغه دې ورکړل له لاسه،

تا ورکړې ده له لاسه خپله ښکلا او شان او شوکت

او نور به هېڅکله په لاس درنه شي.»

۱۵ هغه سوداګران به چې د هغې د شیانو د خرڅولو نه شتمن شوي وو، لېرې ولاړ وي او د هغې د عذاب نه چې هغه یې تېروي، ووېریږي او ویر او ژړا به کوي ۱۶ او وایي به:

افسوس، افسوس په دې لوی ښار

چې به یې اغوستي وو ښه کتان،

بانجاني او سره کالي

او ښایسته شوی ؤ په سرو زرو، قیمتي تیږو

او مرغلرو باندې

۱۷ ځکه چې هغې په یو ساعت کې هغه ټوله شتمني له لاسه ورکړه.

د کشتۍ ټول خاوندان، مسافران، کشتیوانان او هغه خلک چې د بحر له لارې به یې خپل کاروبار کاوه، لېرې ولاړ وو. ۱۸ کله چې هغو د هغه ښار د سوځېدلو لوګی ولیده نو نارې یې ووهلې او ویې ویل: «د دې لوی ښار په شان به بل ښار چېرته وي؟» ۱۹ هغوی په خپلو سرونو باندې خاورې بادولې او ژړاګانې او ویر یې کاوه او ویل یې:

افسوس، افسوس، په دې لوی ښار

چې شتمن شول د هغې په وسیله

ټول خاوندان د کشتۍ‌ګانو

شو برباد په یو ساعت کې

۲۰ ای اسمانه، خوشحالي وکړه،

ای د خدای سپېڅلو خلکو،

ای رسولانو او پیغمبرانو،

شئ خوشحاله په هغې باندې،

ځکه چې ستاسو په خاطر

خدای قضاوت کړی هغې باندې

۲۱ په دې وخت کې یوې زورورې فرښتې یوه تیږه چې د ژرندې د یو غټ پل په شان وه، راواخیستله او بحر ته یې ګوزاره کړه او ویې ویل:

په همدې ډول به بابل هغه لوی ښار

هم به ګوزار کړای شي په زوره ښکته

او بیا به هم هېڅکله ونه لیدل شي

۲۲ نور به هېڅکله هم وانه ورېدل شي

تا کې اوازونه د چنګ غږوونکو،

ساز غږوونکو، شپېلۍ وهونکو

او سرني وهونکو

نه به پیدا شي تا کې کوم کسبګر چې کاروبار کوي

او نه به بیا واورېدل شي تا کې اواز د ژرندې

۲۳ نور به ونه ولیدل شي تا کې د څراغ رڼا

او نه به واورېدل شي تا کې اوازونه د زوم او ناوې

ځکه چې ستا سوداګران ډېر قدرتمند خلک وو

د نړۍ د ټولو سوداګرانو څخه

او ټول قومونه غولولي وو تا خپلې جادو باندې

۲۴ ستا په کوڅو کې بهېدلې وینې د پیغمبرانو

او د خدای د خلکو

او د هغو ټولو خلکو خون

چې وژل شوي دي د ځمکې په مخ

دی ستا په غاړه