۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول مکاشفه

نولسم فصل

۱ وروسته له دې ما په اسمان کې د ګڼ شمېر خلکو لوړ اوازونه واورېدل، هغوی نارې وهلې:

«د خدای ثنا ووایئ!

خلاصون، جلال او قدرت دی زمونږ د خدای

۲ ځکه رښتیني او عادلانه دي قضاوتونه د هغه

هغه د هغې لویې بدلمنې په هکله

چې فاسده یې کړه ځمکه خپلې زناکارۍ باندې

ویې کړه پرېکړه د سزا او د هغې څخه یې واخیست

بدل د وینې د خپلو خدمتګارانو»

۳ هغوی چیغې کړې یوځل بیا:

«د خدای ثنا ووایئ!

ځکه چې تل به پورته کیږي د هغه ښار لوګی.»

۴ بیا هغه څلورویشت مشران او څلور اسماني موجودات په ځمکه پرېوتل او خدای ته چې په تخت باندې ناست ؤ په سجده شول، عبادت یې وکړ او ویل یې: «امین، د خدای ثنا ووایئ.» ۵ بیا د تخت نه یو اواز راغی چې ویل یې:

«ای د خدای ټولو خادمانو

ټولو خلکو چې وېرېږئ له هغه نه

که لویان یئ یا کوچنیان

ثنا ووایئ زمونږه د خدای»

د وري د واده جشن

۶ بیا مې د ډېرو زیاتو خلکو اوازونه واورېدل چې د تېزو اوبو د غرهار او د تندر د لوی ګړزهار په شان وو، چې ویل یې:

«د خدای ثنا ووایئ!

ځکه چې کاندي پاچاهي زمونږ څښتن

مطلق قادر خدای په پوره قدرت سره

۷ راځئ چې وکړو خوشحالي او خوښ واوسو

او بیان کړو لویي د هغه

ځکه چې وخت رارسېدلی دی د وري د واده

او تیار کړی دی ناوې خپل ځان د هغه دپاره

۸ ورکړل شوي دي هغې ته ډېر ښه، ځلېدونکي

او پاک کتان کالي چې وایې غوندي.»

ښه کتان د خدای د خلکو ښه عملونه دي.

۹ بیا فرښتې ماته وویل: «دا ولیکه: بختور دي هغه خلک چې د وري د واده مېلمستیا ته وربلل شوي دي.» او همدارنګه هغې وویل: «دا د خدای رښتینی کلام دی.» ۱۰ بیا زه د هغې په پښو کې پرېوتم چې سجده ورته وکړم، خو هغې راته وویل: «نه، داسې مه کوه! زه هم ستا او ستا د ورونو په شان د خدای یوه خدمتګاره یم چې په عیسی باندې د خپل ایمان په هکله شاهدي ورکوي، یوازې خدای ته عبادت کوه! ځکه چې د عیسی په هکله شاهدي ورکول د نبوت الهام دی.»

په سپین اس باندې سپاره کسان

۱۱ بیا ما ولیدل چې اسمان پرانیستل شو او یو سپین اس هلته ولاړ ؤ او هغه کس چې ورباندې سپور ؤ، د هغه نوم «وفادار او رښتینی» ؤ، ځکه چې هغه د عدالت له مخې قضاوت او جنګ کوي. ۱۲ د هغه سترګې د اور د لمبو په شان وې او په سر باندې یې ډېر تاجونه وو. په هغو باندې یو نوم لیکل شوی ؤ چې له هغه پرته بل هېڅوک پرې نه پوهېده. ۱۳ هغه په وینو ککړه یوه چپنه اغوستې وه او د هغه نوم «د خدای کلام» ؤ. ۱۴ اسماني لښکرې چې د سوچه سپین ښه کتان کالي یې اغوستي وو او په سپینو اسونو باندې سپاره وو، هغه پسې روان وو. ۱۵ د هغه د خولې نه یوه تېره توره راووتله چې قومونه پرې ووهي. هغه به د اوسپنې په امسا باندې په هغوی حکومت کوي. هغه به د مطلق قادر خدای د قهر او غضب شراب په خم کې یعنې په هغه لوښي کې چې د انګورو شربت په کې وباسي، تر‌پښو لاندې کوي. ۱۶ د هغه په چپنه او ورون باندې دا نوم لیکل شوی دی: «د پاچاهانو پاچا او د څښتنانو څښتن.»

۱۷ بیا ما یوه فرښته ولیدله چې په لمر کې ولاړه وه او په اسمان کې یې الوتونکو مرغانو ته په لوړ اواز نارې کړې: «راشئ او د خدای په لویه مېلمستیا کې سره راټول شئ ۱۸ او د پاچاهانو، قومندانانو، جنګیالیو، د اسونو او په هغو باندې د سپرو خلکو غوښې او د ټولو انسانانو که ازاد دي یا غلامان، او که لویان وي یا واړه، غوښې وخورئ.» ۱۹ بیا ما ولیدل چې هغه ځناور او د نړۍ پاچاهان او د هغوی لښکرې سره راټولې شوې چې د هغه چا سره چې په اس باندې سپور ؤ او د هغه د لښکرو سره وجنګیږي. ۲۰ خو هغه ځناور او هغه جعلي پیغمبر چې د هغه ځناور په خاطر یې معجزې ښودلې وې، ونیول شول. په دې معجزو باندې هغه جعلي پیغمبر هغه خلک غولول چې د هغه ځناور نښه یې درلودله او د هغه مجسمې ته یې سجده کړې وه. نو هغه ځناور او جعلي پیغمبر دواړه د اور هغې بحیرې ته ژوندي وغورځول شول چې د ګوګړو لمبې ترې پورته کېدلې. ۲۱ خو د هغوی ټولې لښکرې په هغې تورې باندې ووژل شوې چې په اس باندې د سپور سړي د خولې څخه راووتله او ټولو مرغانو د هغوی په غوښو ځانونه ماړه کړل.