دَ يوحنا مُکاشفات

دويم باب

دَ اِفِسوس جماعت دَ پاره پيغام

۱دَ اِفِسوس دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

هغه درته خبرے کوى چا چه اُووۀ ستورى په خپل لاس کښے نيولى دى اَؤ دَ سرو زرو دَ اُوو ډيوټُونو په مينځ کښے ګرزى. ۲زَۀ ستا په کارُونو په خوارئ اَؤ په صبر خبر يم. زَۀ په دے خبر يم چه تۀ ګُناه ګار خلق نۀ شے زغملے، تا دَ رسُولانو آزميښت وکړو چه ځان ته رسُولان وائى خو نۀ دى، اَؤ دروغژن دِ ثابت کړى دى. ۳ته صبر لرے، تا زما دَ نُوم په خاطر زغم وکړو اَؤ ستومانه نۀ شوے. ۴خو زَۀ ستا په خلاف دا خبره کوم چه تا هغه وړُومبئ مينه پريښے ده. ۵فکر وکړه چه تۀ دَ څومره اُوچت ځائے نه پريوتلے! توبه وباسه اَؤ هغسے کار وکړه لکه چه مخکښے دِ کړے وو. که تۀ توبه ونۀ باسے نو زَۀ به درشم اَؤ ستا ډيوټ به دَ خپل ځائے نه لرے کړم. ۶خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښے شته چه تۀ دَ نيکليانو دَ کارُونو نه نفرت کوے لکه چه زَۀ ئے ترے کوم.

۷هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به دَ ژوندُون دَ ونے نه دَ ميوے دَ خوړلو اِختيار ورکړم چه دَ خُدائے په جنت کښے ولاړه ده.

دَ سُمرنه جماعت دَ پاره پيغام

۸دَ سُمرنه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

څوک چه الاول اَؤ الاخر دے، چه مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، هغه داسے وائى، ۹زَۀ خبر يم چه تۀ څومره خوار اَؤ په تنګسيا کښے يئے، خو بيا هم تۀ شته من يئے! زَۀ دَ هغه خلقو دَ کُفر وئيلو نه خبر يم چه ځان ته يهُوديان وائى خو دى نه. دا دَ شيطان دَ ډلے دى. ۱۰دَ راتلُونکو تنګساؤ نه ويريږه مه. اِبليس به له تاسو نه ځنے بندى خانو ته واچوى چه تاسو وآزمائيلے شئ اَؤ تر لسو ورځو پورے به په تاسو تنګسيا وى. خو تر مرګه پورے وفادار پاتے شه اَؤ زَۀ به دَ ژوندُون تاج در په سر کړم.

۱۱هغه څوک چه دَ آؤريدو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

هر هغه څوک چه بريالے شى نو دويم مرګ به هغۀ ته هيڅ عذاب نۀ شى رسولے.

دَ پرګمون جماعت دَ پاره پيغام

۱۲دَ پرګمون دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

هغه څوک چه تيره دوه مخے تُوره لرى هغه داسے وائى، ۱۳زَۀ خبر يم چه تۀ چرته اوسے، دا هغه ځائے دے چرته چه دَ شيطان تخت دے اَؤ تۀ زما په نُوم مظبُوط ولاړ يئے. تا په هغه وخت هم دَ خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چه زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښے ووژلے شو چرته چه شيطان اوسيږى. ۱۴خو زَۀ ستا برخلاف دَ يو څو خبرو شکايت لرم چه تاسو په کښے هلته څۀ کسان شته چه دَ بلعام دَ تعليم پيروى کوى. هغۀ بلق ته وښوول چه بنى اِسرائيل دَ لارے نه خطا کړى اَؤ دا ترغيب ئے ورکړو چه دَ بُتانو قُربانئ دِ وخورى اَؤ حرامکارى دِ وکړى. ۱۵اَؤ هم دغه شان په تاسو کښے ځنے کسان شته چه دَ نيکليانو دَ تعليم پيروى کوى. ۱۶نو توبه وباسه! ګنى زَۀ به درشم اَؤ په هغه تُوره به دَ هغوئ سره جنګ وکړم کُومه چه زما دَ خُلے نه راوزى.

۱۷هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به هغۀ له پټ شوى من اَؤ يو سپين کاڼے ورکړم اَؤ په هغه کاڼى به يو نوے نُوم ليکلے وى چه بے له هغه چا نه چه ورکولے شى، بل هيچا ته به معلُوم نۀ وى.

دَ تواتيره جماعت دَ پاره پيغام

۱۸دَ تواتيره دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

دَ خُدائے زوئے داسے فرمائى چه دَ چا سترګے چه دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ چه پښے ئے دَ زيړو په شان ځليږى، ۱۹زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم، يعنے ستا مينه، وفادارى، ښۀ خدمت اَؤ ستا صبر راته معلُوم دے، وروستو خو تا دَ وړاندے نه هم غوره کارُونه کړى دى. ۲۰خو بيا هم ستا په خلاف دا شکايت لرم چه تۀ هغه اِزبلى نُومے ښځه زغمے چه ځان ته پيغمبره وائى اَؤ زما خادمانو ته دَ حرامکارئ ترغيب ورکوى اَؤ دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ خوړلو اِجازت ورکوى. ۲۱ما هغے ته دَ توبے ويستلو وخت ورکړو خو هغے دَ خپلے حرامکارئ نه دَ توبے ايستو نه اِنکار وکړو. ۲۲نو زَۀ به هغه په کټ وغورزوم اَؤ هغوئ چه ورسره ئے زِنا کړے ده. زَۀ به ئے په ډيره سخته تنګسيا کښے راګير کړم تر څو چه هغوئ دَ هغے دَ کړو نه توبه ونۀ وباسى. ۲۳اَؤ دَ هغے بچى به په مزکه ووژنم. په دے به ټول جماعتُونه دا سبق حاصل کړى چه زَۀ دَ بنى آدمو دَ زړُونو اَؤ دَ خيالاتو نه خبر يم اَؤ دا چه زَۀ به تاسو ټولو ته دَ خپل عمل په مُطابق جزا درکړم.

۲۴اَئے دَ تواتيره نورو اوسيدُونکو! چه دا تعليم نۀ منئ اَؤ له هغه نه ناخبر يئ کُومے ته چه هغوئ دَ شيطان پټ اَؤ ژور چال وائى، زَۀ تاسو ته وايم چه زَۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم. ۲۵بس په هغه څۀ تر هغے ټينګ پاتے شئ تر څو چه زَۀ درنۀ شم. ۲۶هغه څوک چه بريالے شى اَؤ هغه چه زما دَ وينا په مُطابق تر آخره عمل کوى نو زَۀ به ورله په قومُونو اِختيار ورکوم. ۲۷”هغه به پرے دَ اوسپنے په امسا حُکومت کوى اَؤ دَ خاورو دَ لوښو په شان به ئے ټوټے ټوټے کړى.“ هغه اِختيار ما ته له خپل پلار نه راکړے شوے دے. ۲۸اَؤ زَۀ به هغۀ ته دَ صبائى ستورے ورکړم.

۲۹هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.