۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يوحنا مُکاشفات

دريم باب

دَ سرديس جماعت دَ پاره پيغام

۱دَ سرديس دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

څوک چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحُونه اَؤ اُووۀ ستورى لرى هغه دا وائى چه زَۀ ستا په ټول عمل خبر يم چه تۀ تش په نُوم ژوندے يئے خو ئے مړ. ۲بيدار شه اَؤ څۀ چه پاتے دى، هغه مظبُوط کړه، ګنى هغه به مړ شى. ستا يو کار مے هم زما دَ خُدائے په نظر کښے پُوره ونۀ ليدلو. ۳کُوم تعليم چه تا ومُوندلو اَؤ واؤريدلو، هغه ياد لره اَؤ عمل پرے کوه اَؤ توبه وباسه. که تۀ بيدار نۀ شے نو زَۀ به دَ غل په شان درشم اَؤ تۀ به زما دَ راتلو دَ وخت نه خبر نۀ شے. ۴خو بيا هم په سرديس کښے تاسو سره ځنے داسے کسان شته چه هغوئ خپلے جامے پليتے کړے نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښے ګرزى ځکه چه هغوئ لائق دى. ۵هر هغه څوک چه بريالے شى نو هغۀ ته به دغسے سپينے جامے ور آغوستولے شى اَؤ دَ هغۀ نُوم به زَۀ هيڅ کله هم دَ ژوند له کتاب نه ونۀ باسم اَؤ زَۀ به دَ خپل پلار اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ وړاندے دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار وکړم چه هغه زما خپل دے. ۶هغه څوک چه دَ آؤريدو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

دَ فيلدِلفيه دَ جماعت دَ پاره پيغام

۷دَ فيلدِلفيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

هغه څوک چه قدُوس اَؤ رښتينے دے اَؤ چه ورسره دَ داؤد کُنجى ده اَؤ چه دروازه خلاصه کړى نو هيڅوک به ئے بنده نۀ کړى اَؤ چه دروازه بنده کړى نو هيڅوک به ئے خلاصه نۀ کړى، هغه داسے وائى چه ۸زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم. اَؤ ګوره، تا ته مے ستا په وړاندے يوه دروازه خلاصه کړے ده چه هيڅوک ئے بندولے نۀ شى. زَۀ پوهيږم چه ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے اَؤ زما دَ نُوم نه مُنکر شوے نۀ ئے. ۹ګوره، دَ شيطان دَ ډلے نه به ځنے راولم چه ځان ته يهُوديان وائى خو نۀ دى بلکه فريبيان دى، هغوئ به درشى اَؤ ستا په پښو به پريوزى اَؤ هغوئ دِ په دے پوهه شى چه تۀ زما محبوب يئے. ۱۰ځکه چه تا زما دَ صبر کلام منلے دے اَؤ مظبُوط پرے ولاړ يئے، زَۀ به هم تا دَ هغه آزميښت نه چه دَ ټولے دُنيا په خلقو راتلُونکے دے، بچ کړم. ۱۱زَۀ به زر درشم اَؤ څۀ چه درسره دى هغه کلک ونيسه چه هيڅوک دِ دَ خپل تاج نه محرُومه نۀ کړى. ۱۲څوک چه بريالے شى زَۀ به هغه دَ خپل خُدائے په کور کښے لکه دَ ستنے ودروم، هغه به هيڅ کله ترے بهر نۀ شى. زَۀ به دَ خپل خُدائے نُوم په هغۀ باندے وليکم اَؤ دَ خُدائے دَ ښار نُوم هم چه نوے بيتُ المُقدس دے چه دَ خُدائے له طرفه به له آسمانه راکُوزيږى، اَؤ خپل نوے نُوم به هم په هغۀ باندے وليکم. ۱۳هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

دَ لوديکيه جماعت دَ پاره پيغام

۱۴دَ لوديکيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : 

دا دَ هغه چا کلام دے چه ورته آمين وائى، چه هغه وفادار رښتينے ګواه دے اَؤ دَ هغۀ په وسيله خُدائے هر څۀ پيدا کړل. هغه فرمائى چه ۱۵زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم، تۀ خو نۀ يخ يے اَؤ نۀ ګرم. کاشکے چه تۀ يا خو يخ وے يا ګرم! ۱۶خو چُونکه نۀ خو تۀ ګرم ئے اَؤ نۀ يخ، بلکه تړم يئے، زَۀ به تا دَ خپلے خُلے نه وتُوکم. ۱۷تۀ وائے چه زَۀ څومره شته من يم اَؤ دولتمند شوے يم اَؤ دَ څۀ څيز حاجتمن نۀ يم. حقه خو دا ده چه تۀ په دے نۀ پوهيږے چه تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيب، خوار، ړُوند اَؤ بربنډ يئے. ۱۸زَۀ تا له دا صلاح درکوم چه له ما نه په اور کښے صفا شوى سرۀ زر واخله چه شته من شے اَؤ سپينے جامے واخله چه تۀ خپل بربنډتوب شرم پرے پټ کړے اَؤ دَ سترګو رانجۀ را نه واخله چه تۀ بينا شے. ۱۹هر چا سره چه مينه لرم هغوئ زَۀ ملامت کوم اَؤ په ادب ئے ساتم، نو ځکه غيرت وکړه اَؤ توبه وکړه. ۲۰ګوره، زَۀ په دروازه ولاړ يم اَؤ ورټکوم اَؤ که څوک زما آواز واؤرى اَؤ ور خلاص کړى نو زَۀ به ورننوزم اَؤ دَ هغۀ سره به ډوډئ وخورم اَؤ هغه به ئے ما سره وخورى. ۲۱چه څوک بريالے شى نو هغه به په خپل تخت کښينوم لکه څنګه چه زَۀ بريالے شوم اَؤ دَ خپل پلار سره په تخت کښناستم. ۲۲هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.“