رومیانو ته د پولوس رسول لیک

څلورم فصل

د ابراهیم د ایمان مثال

۱نو اوس مونږ د خپل بنیاد ايښودونکي نیکه ابراهیم د تجربې په هکله څه ووایو؟ ۲که چېرې ابراهیم په خپلو نېکو عملونو د خدای په نظر کې عادل ګڼل شوی ؤ، نو د هغه سره یو دلیل ؤ چې ویاړ یې ورباندې کړی وای، خو د خدای په مخکې نه. ۳ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ابراهیم په خدای باندې ایمان راوړ او د هغه ایمان له امله خدای هغه عادل وګاڼه.» ۴څوک چې کار کوي نو مزدوري یې اخلي، خو دا مزدوري په سوغات کې نه حسابیږي، بلکې د هغه حق دی. ۵خو څوک چې په عمل تکیه نه کوي او په هغه خدای باندې ایمان راوړي چې ګناه کار خلک عادل جوړوي، نو د هغه ایمان په عدالت کې حسابیږي. ۶همدارنګه داود د هغه نېکمرغه سړي په هکله چې خدای بې له دې چې د هغه عملونه په پام کې ونیسي، هغه عادل ګڼي، داسې وایي:

۷بختور دی هغه څوک چې سرکښي یې بخښل شوې

هغه څوک چې په ګناهونو یې اچول شوې پرده

۸بختور دی هغه څوک چې یې څښتن نه ګڼي مجرم

۹ایا دا خوشبختي یوازې د هغو خلکو دپاره ده چې سنت شوي دي یا د ناسنتو دپاره هم ده؟ ځکه چې مونږ ته ویل شوي دي چې ابراهیم د خپل ایمان له امله عادل وګڼل شو. ۱۰خو دا کار کله وشو؟ ایا د سنت کېدلو نه مخکې وشو یا وروسته له سنت کېدلو؟ په یقین سره چې د سنت کېدلو نه مخکې وشو، وروسته نه. ۱۱د هغه سنت کېدل یوه نښه وه چې دا ثابته کړي چې مخکې له دې چې هغه سنت شي، خدای هغه د خپل ایمان په وسیله عادل وګاڼه. نو ابراهیم د هغو ټولو خلکو پلار دی چې په خدای باندې ایمان راوړي او عادل ګڼل کیږي، که هغوی سنت شوي هم نه وي. ۱۲همدارنګه هغه د سنت شویو خلکو پلار هم دی، یوازې په دې خاطر نه چې هغوی سنت شوي دي، بلکې دا چې هغوی د هغه ایمان د مثال څخه پیروي کوي چې زمونږ نیکه ابراهیم د سنت کېدلو نه مخکې درلود.

د خدای وعده د هغو ټولو دپاره چې ایمان راوړي

۱۳خدای د ابراهیم او د هغه د اولادې سره وعده وکړه چې هغوی به د ټولې نړۍ وارثان وي. دا وعده په دې خاطر نه وه چې ابراهیم په شریعت باندې عمل وکړ، بلکې د دې په خاطر وه چې هغه ایمان راوړ او د ایمان په وسیله عادل وګڼل شو. ۱۴ځکه که چېرې د خدای وعدې هغو خلکو ته ورکړل شي چې د شریعت پیروي کوي، نو بیا ایمان هېڅ معنی نه لري او د خدای وعده بې‌ارزښته ده. ۱۵ځکه چې شریعت د خدای د غضب سبب کیږي، خو چېرته چې شریعت نشته، نو هلته د شریعت ماتول هم نشته.

۱۶نو دا وعده په ایمان باندې ولاړه ده، ترڅو دا وعده د فضل په وسیله وي او د ابراهیم د ټولې اولادې دپاره اعتبار ولري، یوازې د هغو خلکو دپاره نه چې په شریعت باندې عمل کوي، بلکې د هغو خلکو دپاره هم چې د ابراهیم په شان ایمان لري، ځکه چې ابراهیم زمونږ د ټولو نیکه دی. ۱۷لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې.» نو ابراهیم د خدای په نظر کې زمونږ پلار دی چې هغه ورباندې ایمان درلود، یعنې هغه خدای چې مړي راژوندي کوي او د نشت څخه شته جوړوي.

۱۸ابراهیم ایمان راوړ او باور یې وکړ او حتی په ناامیدۍ کې یې هیله وساتله، نو له دې امله هغه د ډېرو قومونو پلار شو. لکه څنګه چې خدای هغه ته ویلي وو: «ستا نسل به بې‌شمېره زیات شي.» ۱۹کله چې ابراهیم شاوخوا سل کلن ؤ، که څه هم هغه پوه شو چې بدن یې نژدې مړ دی او ښځه یې ساره هم نه شي کولای اولاد راوړي، خو ایمان یې کمزوری نه شو. ۲۰ابراهیم هېڅکله هم د خدای په وعده باندې شک ونه کړ، بلکې ایمان یې هغه ته قوت ورکاوه او د خدای ثنا یې ویله. ۲۱ځکه چې هغه پوره یقین درلود چې خدای په دې قادر دی چې خپله وعده پوره کړي. ۲۲نو له دې امله ابراهیم د ایمان په وسیله عادل وګڼل شو. ۲۳دا خبره چې «هغه عادل وګڼل شو» یوازې د هغه په خاطر ونه لیکل شوه، ۲۴بلکې زمونږ دپاره هم ولیکل شوه چې عادل وګڼل شو او په هغه باندې ایمان ولرو چې زمونږ څښتن عیسی یې د مړو نه راژوندی کړی دی. ۲۵هغه زمونږ د سرغړونو په خاطر مرګ ته وسپارل شو او بېرته راژوندی شو، ترڅو مونږ د خدای په حضور کې عادل وګڼل شو.