۰:۰۰ / ۰:۰۰

رومیانو ته د پولوس رسول لیک

پنځم فصل

د خلاصون نتیجه

۱له دې امله چې مونږ د ایمان په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله د خدای سره زمونږ روغه جوړه وشوه. ۲د هغه په وسیله او د خپل ایمان له لارې د خدای په دې تجربه شوي فضل هغه ځای مونږ ته راکړل شو چې اوس په کې اوسېږو او په دې هیله خوشحالي کوو چې د خدای په جلال کې به شریک شو. ۳یوازې په دې شیانو نه، بلکې په خپلو کړاوونو او تکلیفونو باندې هم خوشحالي کوو، ځکه مونږ پوهېږو چې تکلیفونه صبر او زغم راپیدا کوي. ۴صبر او زغم د دې سبب ګرځي چې مونږ خدای ته د منلو وړ وګرځو او دا کار هیله راپیدا کوي. ۵دا هیله مونږ هېڅکله شرمېدلو ته نه پرېږدي، ځکه چې د خدای مینه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته راکړل شوی ده، زمونږ په زړونو کې اچول شوې ده.

۶کله چې هغه وخت مونږ لا بې‌وسه وو، نو مسیح په ټاکل شوي وخت کې د ګناهکارانو دپاره مړ شو. ۷داسې یو څوک به ډېر کم پیدا شي چې حتی د یو عادل سړي دپاره خپل ځان له لاسه ورکړي. خو کېدای شي چې یو څوک جرات وکړي چې د یو مهربانه سړي دپاره خپل ځان قربان کړي. ۸خو خدای خپله مینه مونږ ته داسې وښودله چې هغه وخت چې مونږ لا ګناهکاران وو، مسیح زمونږ دپاره مړ شو. ۹اوس چې مونږ د هغه د وینې په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو مونږ به څومره نور هم د هغه په وسیله د خدای د غضب څخه وژغورل شو. ۱۰ځکه کله چې مونږ د خدای دښمنان وو، نو د هغه د زوی د مرګ په وسیله ورسره پخلا شو، نو اوس چې مونږ سره پخلا شوي یو، نو څومره زیات به د مسیح ژوند زمونږ د خلاصون سبب وګرځي. ۱۱خو یوازې دا نه، بلکې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله چې اوس یې مونږ د خدای سره پخلا کړي یو، په خدای کې خوشحالي کوو.

د ادم ګناه او د مسیح فضل

۱۲لکه څنګه چې ګناه د یو انسان په وسیله نړۍ ته راغله او د ګناه په وسیله مرګ راغی، نو په دې ډول مرګ ټولو انسانانو ته راغی، ځکه چې ټولو ګناه وکړه. ۱۳ګناه د شریعت نه مخکې په دنیا کې موجوده وه، خو چېرته چې شریعت نه وي، نو څوک ګناهکار نه ګڼل کیږي. ۱۴خو سره له دې مرګ په هغو خلکو باندې هم چې د ادم د زمانې نه د موسی تر زمانې پورې يې ژوند کړی دی، حتی په هغو خلکو باندې هم چې د ادم په شان یې د خدای د حکم نه سرغړونه نه وه کړې، حاکم ؤ. ادم د هغه چا یو مثال او نښه ؤ چې راتلونکی ؤ. ۱۵خو د ادم د سرغړونې او د خدای د وړیا فضل تر منځ زیات فرق دی. ځکه د یو انسان یعنې د ادم د سرغړونې له امله ډېر خلک مړه شول، خو د خدای فضل او بخښنه څومره لویه ده او د هغه وړیا نعمت چې د یو بل انسان یعنې عیسی مسیح د فضل په وسیله ډېرو ته ورکړ شو. ۱۶د ادم د ګناه د نتیجې او د خدای د نعمت تر منځ زیات فرق دی. ځکه چې د هغې ګناه په هکله قضاوت د محکوم کېدلو سبب کیږي، خو د خدای نعمت زمونږ دپاره دا امکان برابروي چې د هغه دپاره عادل وګڼل شو، که څه هم مونږ ډېر ځلې سرغړونې کړې دي. ۱۷که چېرې د یو انسان د سرغړونې له امله مرګ په انسان باندې حاکم شو، نو د هغه کار نتیجه به څومره لویه وي چې هغه بل انسان یعنې عیسی مسیح سرته ورساوه. هغو ټولو خلکو چې د عیسی پرېمانه فضل او د عدالت وړیا نعمت یې تر‌لاسه کړ، د مسیح په وسیله به په ژوند کې لکه د پاچاهانو په شان حکومت کوي.

۱۸نو لکه څنګه چې یوه سرغړونه د ټولو خلکو د محکوم کېدلو سبب شوې ده، نو په همدې ډول یو نېک عمل ټول عادلان ګڼلي دي او ژوند یې ورکړی دی. ۱۹لکه څنګه چې د یو سړي د نافرمانۍ له امله ډېر خلک ګناهکار شول، نو په همدې ډول به ډېر خلک د یو سړي د فرمانبردارۍ په وسیله عادلان وګڼل شي.

۲۰شریعت د دې دپاره ورکړل شو، ترڅو ټول خلک وویني چې هغوی څومره ګناهکاران وو. خو څنګه چې د خلکو ګناهونه زیاتیږي، نو د خدای حیرانوونکی فضل نور هم زیاتیږي. ۲۱نو لکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسیله حکومت وکړ، نو په همدې ډول د خدای فضل هم باید د عدالت په وسیله حکومت وکړي او د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله تلپاتې ژوندون ورکړي.