چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بوعز د غونډې ځای ته چې د ښار د دروازې سره ؤ، لاړ او هلته کښېناست. کله چې د الیملک زیات نژدې خپلوان راغی، نو بوعز هغه ته بلنه ورکړه چې راشي او کښېني، نو هغه همداسې وکړل. ۲ بیا بوعز د ښار لسو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په هغه ځای کې کښېني او هغوی همداسې وکړل. وروسته له دې چې هغوی کښېناستل، ۳ بوعز خپل خپلوان ته وویل: «اوس چې نعومي د موآب څخه بېرته راغلې، هغه غواړي چې هغه پټی چې زمونږ د خپلوان الیملک ملکیت ؤ، خرڅ کړي. ۴ زه تاته دا ځکه وایم چې ته د هغه د ټولو نه نژدې خپلوان یې او ته دا حق لرې چې دا ملکیت واخلې، که چېرې ته غواړې کولای شې چې همدا اوس یې واخلې. دا لس مشران او دا نور چې دلته ناست دي، دا به شاهدان وي. خو که چېرې ته دا ملکیت نه غواړې بیا ماته ووایه، ځکه ستا نه وروسته بیا زما حق دی.» دې سړي په ځواب کې وویل: «زه به یې واخلم.» ۵ بوعز وویل: «ډېره ښه ده، خو که چېرې ته دا پټی د نعومي نه اخلې، بیا به د موآبي کونډې روت سره واده هم کوې، ترڅو پټی بېرته د هغې د مړ شوي مېړه کورنۍ کې پاتې شي.» ۶ سړي په ځواب کې وویل: «که چېرې داسې خبره وي، بیا زه نه غواړم چې دا ملکیت واخلم، ځکه چې هغه به زما خپل ملکیت کې څه ستونزه راپیدا کړي. ته یې په خپله واخله، زه یې نه شم اخیستلی.»
۷ په هغو ورځو کې د ملکیت د خرڅولو یا بدلولو او راکړې ورکړې د موضوع د حل دپاره دا رواج ؤ چې خرڅوونکي خپله څپلۍ ویستله او اخیستونکي ته به یې ورکوله. په دې ډول به اسراییلیانو وښودله چې خبره حل شوې ده. ۸ نو وروسته له دې چې سړي موافقه وکړه چې بوعز پرېږدي چې دا ملکیت واخلي، هغه خپله څپلۍ وویستله او بوعز ته یې ورکړه. ۹ نو بیا بوعز مشرانو او نورو حاضرو کسانو ته وویل: «نن تاسو ټول د دې خبرې شاهدان یئ چې ما د نعومي څخه هغه ملکیت واخیست چې د الیملک او د هغه د دوو زامنو په نوم ؤ، چې کلیون او محلون نومېدل. ۱۰ برسېره پردې تاسو د دې خبرې شاهدان یئ چې زه به روت سره چې د محلون کونډه ده، واده وکړم. په دې ډول به دا ملکیت د محلون د کورنۍ په نوم وساتل شي او د هغه نوم به په خپلو خلکو او خپل ښار کې په یاد پاتې شي.»
۱۱ د ښار مشرانو او نورو خلکو چې هلته وو، وویل: «مونږ د دې خبرې شاهدان یو او مونږ دعا کوو چې څښتن دې ستا ښځې ته ډېر اولادونه ورکړي، څنګه یې چې د یعقوب ښځو راحیل او لیه ته ورکړي وو. ته دې د افراتې په طایفه کې شتمن او د بیت لحم په ښار کې مشهور سړی شې. ۱۲ د دې ځوانې ښځې څخه چې ستا اولادونه پیدا شي، هغوی دې ستا کورنۍ د فارص د کورنۍ په شان مشهوره کړي چې د تامار او یهودا زوی ؤ.»
۱۳ نو بوعز روت خپل کور ته د خپلې مېرمنې په توګه بوتله. څښتن هغې ته برکت ورکړ، هغه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. ۱۴ د هغه د زېږېدلو څخه وروسته، ښځو نعومي ته وویل: «د څښتن ستاینه وکړه. نن هغه تاته لمسی درکړی چې په تا پام وکړي. مونږ دعا کوو چې دا هلک دې لوی شي او په اسراییلو کې دې نامتو شي. ۱۵ ته خپلې انږور ته ګرانه یې او تا سره یې د اووه زامنو څخه ډېر ښه کړي دي. اوس یې تاته لمسی هم درکړ چې هغه به تاته نوی ژوند درکړي او هغه به ستا په اخر عمر کې ستا ساتنه کوي.» ۱۶ نعومي ماشوم واخیست، په غېږ کې یې ونیوه او د هغه ساتنه یې وکړه. ۱۷ ګاونډیو ښځو د هغه نوم عوبید کېښود او ویل به یې چې د نعومي هلک پیدا شوی دی. کله چې عوبید لوی شو د هغه یو زوی پیدا شو چې یسي نومېده او یسي بیا وروسته د داود پلار شو.
۱۸-۲۲ دا د فارص څخه نیولې تر داود پورې د هغوی شجره ده: حصرون د فارص زوی ؤ، رام د حصرون زوی ؤ، عمیناداب د رام زوی ؤ، نحسون د عمیناداب زوی ؤ، سلمون د نحسون زوی ؤ، بوعز د سلمون زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ او داود د یسي زوی ؤ.