Next chapter

د روت کتاب

څلورم فصل

د روت او د بوعز واده

۱بوعز د غونډې ځای ته چې د ښار د دروازې سره ؤ لاړ او هلته کښېناست. کله چې د الیملک زیات نژدې خپلوان راغی، نو بوعز هغه ته بلنه ورکړه چې راشي او کښېني نو هغه همداسې وکړل. ۲بیا بوعز د ښار لسو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په هغه ځای کې کښېني او هغوی همداسې وکړل. وروسته له دې چې هغوی کښېناستل، ۳بوعز خپل خپلوان ته وویل: <اوس چې نعومي د موآب څخه بېرته راغلې، هغه غواړي چې هغه پټی چې زمونږ د خپلوان الیملک ملکیت ؤ خرڅ کړي. ۴زه تاته دا ځکه وایم چې ته د هغه د ټولو نه نژدې خپلوان یې او ته دا حق لرې چې دا ملکیت واخلې، که چېرې ته غواړې کولی شې چې دا همدا اوس واخلې. دا لس مشران او دا نور چې دلته ناست دي دا به شاهدان وي. خو که چېرې ته دا ملکیت نه غواړې بیا ماته ووایه، ځکه ستا نه وروسته بیا زه مستحق یم.>

دې سړي په ځواب کې وویل: <زه به یې واخلم.>

۵بوعز وویل: <ډېره ښه ده، خو که چېرې ته دا پټی د نعومي نه اخلې بیا به د موابي کونډې روت سره واده هم کوې، ترڅو پټی بېرته د هغې د مړ شوي مېړه کورنۍ کې پاتې شي.>

۶سړي په ځواب کې وویل: <که چېرې داسې خبره وي بیا زه نه غواړم چې دا ملکیت واخلم، ځکه چې هغه به زما خپل ملکیت کې څه ستونزه راپیدا کړي. ته یې په خپله واخله، زه یې نه شم اخیستلی.>

۷په هغو ورځو کې که چېرې چا د خپل ملکیت حق بل چاته سپاره، خپله څپلۍ به یې د تصدیق په ډول ورکوله. ۸نو وروسته له دې چې سړي موافقه وکړه چې بوعز پرېږدي چې دا ملکیت واخلي، هغه خپله څپلۍ وویستله او بوعز ته یې ورکړه.

۹نو بیا بوعز مشرانو او نورو حاضرو کسانو ته وویل: <نن تاسو ټول د دې خبرې شاهدان یاستئ چې ما د نعومي څخه هغه ملکیت واخیست کوم چې د الیملک او د هغه د دوو زامنو په نوم ؤ، چې کلیون او محلون نومېدل. ۱۰برسېره پردې تاسو د دې خبرې شاهدان یاستئ چې زه به روت سره چې د محلون کونډه ده واده وکړم. په دې توګه به دا ملکیت د محلون د کورنۍ په نوم وساتل شي او د هغه نوم به په خپلو خلکو او خپل ښار کې په یاد پاتې شي.>

۱۱د ښار مشرانو او نورو خلکو چې هلته وو، وویل: <مونږ د دې خبرې شاهدان یو او مونږ دعا کوو چې څښتن دې ستا ښځې ته ډېر اولادونه ورکړي، څنګه یې چې د یعقوب ښځو راحیل او لیه ته ورکړي وو. ته دې د افراتې په خېلخانه کې شتمن او د بیت لحم په ښار کې مشهور سړی شې. ۱۲د دې ځوانې ښځې څخه چې ستا اولادونه پیدا شي، هغوی دې ستا کورنۍ د فارص د کورنۍ په څېر مشهوره کړي چې د تامار او یهودا زوی ؤ.>

بوعز او د هغه اولاده

۱۳نو بوعز روت خپل کور ته د خپلې مېرمنې په توګه بوتله. څښتن هغې ته برکت ورکړ، هغه اومیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. ۱۴د هغه له زېږېدو څخه وروسته، ښځو نعومي ته وویل: <د څښتن ستاینه وکړه. نن هغه تاته لمسی درکړی چې په تا پام وکړي. مونږ دعا کوو چې دا هلک دې لوی شي او په اسراییلو کې دې نامتو شي. ۱۵ته خپلې نږور ته ګرانه یې او تا سره یې د اووه زامنو څخه ډېر ښه کړي دي. اوس یې تاته لمسی هم درکړ څوک به چې تاته نوی ژوند راوړي او هغه به ستا په آخر عمر کې ستا ساتنه کوي.> ۱۶نعومي ماشوم واخیست، په غېږ کې یې ونیو او د هغه ساتنه یې وکړه. ۱۷ګاونډیو ښځو د هغه نوم عوبید کېښود او ویل به یې چې د نعومي هلک پیدا شوی دی.

کله چې عوبید لوی شو د هغه یو زوی پیدا شو چې یسي نومېده او یسي بیا وروسته د داود پلار شو. ۱۸‏-۲۲دا د فارص څخه نیولې تر داود پورې د هغوی شجره ده: حصرون د فارص زوی ؤ، رام د حصرون زوی ؤ، عمیناداب د رام زوی ؤ، نحسون د عمیناداب زوی ؤ، سلمون د نحسون زوی ؤ، بوعز د سلمون زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ او داود د یسي زوی ؤ.

Next chapter