د روت کتاب

دریم فصل

د روت دپاره د نعومي پلان

۱څه موده وروسته نعومي روت ته وویل: <ای زما لورې زه باید ستا دپاره مېړه پیدا کړم، هغه به تاته کور درکړي او په تا به پام کوي. ۲ته پوهېږې چې بوعز زمونږ خپلوان دی او تا وږي د هغو ښځو سره راټول کړي څوک چې د هغه دپاره کار کوي. ګوره، نن شپه به هغه په درمند باندې اوربشې بادوي. ۳اوس ولامبه او لږ عطر په ځان واچوه، بیا خپلې ښې جامې واغونده او درمند ته لاړه شه. خو ترڅو پورې چې هغه د خوراک او څښاک څخه وزګار نه وي، خپل ځان مه ورښکاره کوه. ۴وګوره چې هغه چېرته څملي، بیا کله چې هغه ویده شي، پښې یې لوڅې کړه او د هغه پښو سره پرېوزه. بیا به هغه تاته ووایي چې څه وکړه.>

۵روت په ځواب کې وویل: <څه چې ته وایې هماغسې به وکړم.>

۶نو روت درمند ته لاړه او هماغسې یې وکړل څرنګه چې خواښې یې ورته ویلي وو. ۷وروسته له خوړلو او څښلو نه بوعز د خوشالۍ احساس کاوه، هغه لاړ او د غلو دانو د ډېرۍ تر څنګ ویده شو. روت غلې غلې ورنژدې شوه، هغې د بوعز پښې لوڅې کړې او د هغه پښو سره پرېوته. ۸د نیمې شپې په شاوخوا کې، بوعز ناڅاپه راویښ شو او ډېر حیران شو چې خپلو پښو سره یې ښځه ولیده. ۹هغه پوښتنه وکړه: <ته څوک یې؟>

هغې په ځواب کې وویل: <ښاغلیه زه روت یم ستا د پښو خاورې. ته زما هغه خپلوان یې چې په ما پام وکړې، نو ته ما سره واده وکړه.>

۱۰بوعز په ځواب کې وویل: <څښتن دې تاته برکت درکړي! ته اوس د خپلې خواښې سره د ټولې مرستې څخه هم لا زیاته وفاداري ښایې. تا کولی شول چې د ځان دپاره دې یو ځوان شتمن یا غریب سړی لټولای وای، خو تا داسې ونه کړل. ۱۱اوس فکر مه کوه، زه به همداسې وکړم څنګه چې ته غواړې. په ښار کې ټول ستا درناوی کوي. ۱۲دا رښتیا ده چې زه ستا نژدې خپلوان یم چې باید درباندې پام وکړم. خو بل څوک هم شته چې هغه ستا ډېر نژدې خپلوان دی. ۱۳تر سهار کېدو پورې دلته پاتې شه، بیا به زه ځان پوه کړم که چېرې هغه راضي شي چې ستا مسئولیت په غاړه اخلي او که نه. که هغه راضي نه شو، نو زه په ژوندي خدای قسم خورم چې زه به په خپله ستا مسئولیت په غاړه واخلم. اوس څمله تر سهار پورې پاتې شه.>

۱۴روت بیا پرېوته، خو هغه د رڼا کېدو نه مخکې راویښه شوه، ځکه بوعز نه غوښتل چې بل څوک پوه شي چې روت هلته وه. ۱۵بیا بوعز ورته وویل: <خپله چپنه خوره کړه> او هغه پکښې تقریباً شل کیلوګرامه غلې دانې ورواچولې او د هغې په اوږه باندې یې کېښودله.

روت بېرته ښار ته راغله ۱۶او چې کله کور ته راورسېده نو خواښې ورڅخه پوښتنه وکړه چې <لورې، څه وشو؟>

روت ورته ټول هغه څه وویل چې بوعز د هغې دپاره کړي وو. ۱۷هغې زیاته کړه: <بوعز ماته وویل چې زه باید تاته تش لاس رانه شم نو همدا ؤ چې ماته یې دا ټولې اوربشې راکړې.>

۱۸نعومي روت ته وویل: <زما لورې اوس صبر کوه ترڅو معلومه شي چې څه پېښیږي. بوعز به نن تر هغې ارام ونه کړي ترڅو یې چې دا موضوع نه وي حل کړې.>