چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ په بله رویا کې څښتن ما ته مشر کاهن یوشع وښوده چې د څښتن د فرښتې په مخکې ولاړ ؤ او د یوشع ښي لاس ته شیطان ولاړ ؤ چې په هغه باندې تور ولګوي. ۲ د څښتن فرښتې شیطان ته وویل: «ای شیطانه، څښتن دې تا ورټي، هغه څښتن چې اورشلیم یې غوره کړی دی، هغه دې تا ورټي. یوشع د هغه سوځېدلي لرګي په شان دی چې د اور نه راایستل شوی وي.»
۳ یوشع خیرن کالي اغوستي وو او د فرښتې په مخکې ولاړ ؤ. ۴ نو فرښتې هغو کسانو ته چې هلته ولاړ وو، وویل: «د دې سړي نه هغه خیرن کالي وباسئ.» بیا هغه یوشع ته وویل: «ما ستا ګناهونه لېرې کړل او تا ته به پاک کالي درکړم چې ته یې واغوندې.» ۵ بیا ما وویل چې یوه پاکه لونګۍ یوشع ته ور په سر کړئ. هغوی همداسې وکړل او په داسې حال کې چې د څښتن فرښته هلته ولاړه وه، هغوی هغه ته پاک کالي ورواغوستل.
۶ بیا د څښتن فرښتې یوشع ته په جدي توګه وویل چې ۷ مطلق قادر څښتن ویلي دي: «که چېرې ته زما د قوانینو نه پیروي وکړې او هغه وظیفې ترسره کړې چې ما درته سپارلې دي، نو بیا به ته زما د کور او د هغه د حوېلۍ مشري کوې او زه به تا ته اختیار درکړم چې زما حضور ته راشې، لکه څنګه چې دا فرښتې دلته زما حضور ته راځي. ۸ نو ای یوشع چې مشر کاهن یې، ته او ستا ملګري چې د یوې ښې راتلونکې دپاره یوه نښه یئ، غوږ ونیسئ. زه خپل هغه خدمتګار چې د «څانګې» په نوم یادیږي، راولم. ۹ زه د یوشع په مخکې یوه داسې تیږه ږدم چې اووه مخونه لري. زه به په هغې باندې خپله لیکنه وکړم. مطلق قادر څښتن وایي چې زه به په یوه ورځ کې د دې وطن ګناه لېرې کړم.»
۱۰ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «کله چې هغه ورځ راورسیږي، نو ستاسو نه هر یو به خپل ګاونډی راوغواړي چې راشي او په ارامۍ سره به ژوند تېروي او ګردچاپېره به یې د انګورو باغونه او د انځرو ونې وي.»