د زکریا نبي کتاب

څلورم فصل

د څراغدان او زیتون د ونو په هکله رویا

۱ کومې فرښتې چې زما سره خبرې کړې وې، هغه بیا راغله او زه یې لکه د هغه کس په شان چې ویده شوی وي، راویښ کړم. ۲ هغې زما څخه پوښتنه وکړه: «څه وینې؟» ما ځواب ورکړ: «یو څراغدان چې د سرو زرو نه جوړ شوی دی چې په سر باندې یې د تېلو کاسه ایښې ده. په هغې باندې اووه څراغونه ایښودل شوي دي او په هر یو کې د اوو پلتو دپاره ځایونه شته. ۳ د څراغدان په څنګ کې د زیتون دوه ونې دي، یوه یې ښي او بله یې چپ خوا ته ده.» ۴ بیا ما د فرښتې نه چې زما سره یې خبرې کولې، پوښتنه وکړه: «ای صاحبه، دا څه دي؟»

۵ فرښتې زما څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته نه پوهېږې؟» ما ځواب ورکړ: «نه صاحبه، زه نه پوهېږم.»

خدای د زروبابل سره وعده کوي

۶ فرښتې ما ته وویل چې زروبابل ته د څښتن دا پیغام ورسوه: «ته به بریالی شې خو نه په خپل نظامي قوت او نه په قدرت، بلکې زما د روح په وسیله به بریالی شې. مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي. ۷ ستا په لاره کې هېڅ شی، حتی لوی لوی غرونه هم نه شي ودرېدلی. هغه به ستا د مخې څخه هوار کړای شي. ته به د خدای کور بیا جوړ کړې او همدا چې ته اخرنۍ تیږه کېږدې، نو خلک به چیغې ووهي : «خدای دې برکت ورکړي، خدای دې برکت ورکړي!»

۸ بیا د څښتن له خوا ما ته یو بل پیغام راغی. ۹ هغه وویل: «زروبابل د خدای د کور تهداب ایښی دی او هغه به دا ودانۍ سرته رسوي. کله چې داسې وشي، نو زما قوم به پوه شي چې دا زه مطلق قادر څښتن یم چې ته مې هغوی ته ورلېږلی یې. ۱۰ خلک نا‌امیده شوي دي، ځکه چې کار پرمختګ نه دی کړی. خو کله چې هغوی وویني چې زروبابل د خدای د کور جوړولو ته دوام ورکوي، نو هغوی به خوشحاله شي.›»

د څراغدان او د زیتون د دوو ونو تشریح

فرښتې وویل: «دا اووه څراغونه د څښتن اووه سترګې دي چې ټولې دنیا ته ګوري.»

۱۱ بیا ما د فرښتې نه پوښتنه وکړه: «هغه دوه ونې چې د څراغدان ښي او چپ خواته ولاړې دي، د هغې معنی څه ده؟» ۱۲ یوځل بیا ما د هغې څخه پوښتنه وکړه: «د زیتونو دوه څانګې چې د سرو زرو د دوه نلونو په څنګ کې چې د زیتونو تېل ورڅخه توییږي، هغه څه شی دی؟» ۱۳ هغې زما څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته نه پوهېږې؟» ما ځواب ورکړ: «نه صاحبه، زه نه پوهېږم.» ۱۴ بیا هغې وویل: «دا دوه سړي دي چې خدای هغوی په مسح کولو سره غوره کړي دي چې د ټولې دنیا د څښتن خدمت وکړي.